ورزش

له نیوزیلاند وروسته انګلستان لوبډلې هم پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د انګلستان کرکټ بورډ د امنیتي وضعیت ارزولو وروسته بالاخره پریکړه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې په اکتوبر میاشت کې دوه ترسره کېدونکې شل اوریزو لوبې لغوه کړي.

ټاکل شوې وه د انګلستان نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلې د اکتوبر په ۱۳ او ۱۴ نېټه د پاکستان پر وړاندې په راولپنډۍ ښار کې د دوه شل اوریزو لوبو سیریز ترسره کړي.

خو انګلستان هم د نیوزیلاند پر پل ولاړ او پاکستان سره یې راتلونکې سیالۍ لغوه کړې، دوی د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هماغه ډول ټیم ټاکلی و چې نیوزیلاند درلود.

انګلستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې خپرولو سره تایید کړې چې دوی په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنو ته په کتلو په یوه ناڅاپي پریکړه د پاکستان پر وړاندې سیریز لغوه کړی دی.

د روان کال په سر کې انګلستان وروسته له هغه پاکستان کې د سیریز ترسره کولو پریکړه وکړه چې ددوی په غوښتنه د کرونا وبا په سختو حالاتو کې پاکستان لوبډلې په انګلستان کې سیالۍ ترسره کړې وې.

انګلستان کرکټ بورډ وایي، د لوبغاړو لپاره رواني او فزیکي روغتیا تر ټولو زیات لومړیتوب لري او د کووید-۱۹ او اوږدو قرنطینو له کبله لا دمخه لوبغاړي په سختو حالاتو کې دي، دوی زیاتوي چې موږ غواړو خپل لوبغاړي له دغه حالته راوباسو او دوی ته نور تشویش زیات نه کړو.

https://twitter.com/englandcricket/status/1439977560822136838?s=20

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه مشر وسیم خان د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې تمه لري انګلستان به د نیوزیلاند خلاف پریکړه وکړي او پاکستان ته به د لنډمهاله سفر پریکړه ونه ځنډوي.

باید وویل شي، د جمعې په ورځ د نیوزیلاند لوبډله چې پاکستان کې له یوې اونۍ راهیسې میشت وه، په ناڅاپي ډول له لوبې پېلېدو لږه شېبه وړاندې اعلان وکړ چې دوی له امنیتي خطر سره مخ دي او نشي کولی دغه لوبې ترسره کړي.

د راپورونو له مخې د نیوزیلاند له لوري په سیریز لغوه کولو د پاکستان کرکټ بورډ نږدې ۱ نیم ملیارده ډالره مالي زیان اوښتی، ددې سربېره یې پاکستان ته د نړیوال کرکټ راګرځولو هغه هڅې چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې یې کوي له ستر ګواښ سره مخ کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x