افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان مشر: له افغانستان سره د تېر په څېر مرستې روانې ساتو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وایي، له افغانستان سره د پخوا په څېر خپلې مرستې روانې ساتي او هڅه کوي دا هیواد له بشري ناورین وژغوري.

دغه څرګندونې «ټیډرس» په ارګ کې د رئیس الوزرا «ملا محمد حسن اخوند»، د هغه د مرستیال «ملا برادر اخوند» او ورسره پلاوي په حضور کې وکړې.

نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره روغتیایي مرستې روانې ساتي او هغه کارکوونکي چې د کرونا له امله یې فعالیتونه درولي وو، بیا ځلې په فعالیتونو پیل کوي او د روغتیا نړیوال سازمان به هڅه وکړي، افغانستان له احتمالي بشري ناورین وژغوري.

ټیډرس ددې تر څنګ ژمنه کړې، چې هڅه به کوي د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته خلاصې او افغانستان ته ورکړل شي.

په دې ناسته کې ملا محمد حسن اخوند د روغتیا د سازمان له مرستو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې یاد سازمان به د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې مرستې روانې وساتي.

نوموړي د سیاست او بشري مرستو په جلا والي او د فشارونو په له منځه وړلو ټینګار کړی او وړاندې يې زیاته کړې، چې که نړیواله ټولنه روغتیایي مرستې ونکړي، نو افغان ولس به له ناورین سره مخ شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان خپلې مرستې ودرولې او له امله یې سلګونه روغتیايي مرکزونه وتړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو غنی بیچاره خو هم له همدغو کافرو مرستی اخیستې ولی مو ورسره جهاد کاوو؟ اوس تاسی همدغو کافروته لکی ښوروی. ګوری لږ سیاست زده له کافرو څخه نه چی له یهودو هم مرستی وغواړی خو پدی فکر کی هم ووسی چی څنګه ځانونه هوسا او خپل واکه کړو، څنګه د خپل وطن منابع د خپلو انجنیرانو په وسیله کشف او استعمال کړو او ګټه ور څخه واخلو. پوهیږی چی ایران اوس خپل د کرونا واکسین چی خپله یی سره جوړ کړی استعمالوی؟ مونږه د طلا پر سر ولاړ یوو خو لاسو د ګدایی مو هر کافر ته اوږد کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx