افغانستان

مجاهد: د داعش ډلې کابو کول اسانه دي او هېڅ ډول ګواښ نه شي پېښولای

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت وايي، داعش ډله د هېواد لپاره هېڅ ډول ګواښ نه دی او دوی کولای شي، چې په بشپړ ډول يې کابو کړي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد په ننګرهار کې د وروستيو چادنو په اړه ولس ته ډاډ ورکړی، چې د داعش ډلې کابو کول اسانه دي او په لنډ وخت کې به يې بشپړ مخنیوی وکړي.

دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر چاودنې وشوې، چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وې او د دغو چاودنو مسؤوليت داعش ډلې منلی و.

ښاغلي مجاهد له طلوع نيوز سره د خبرو پر مهال ويلي: «داعش ډله له دې امله هم ګواښ نه دی، چې فکر يې په افغان ولس کې منفور دی، څوک يې ملاتړ نه کوي او دوهم دا، چې په تېرو وختونو کې هم موږ د داعش پر ضد اغېزناکه مبارزه کړې او پوهېږو، چې څه ډول يې له منځه يوسو.»

داعش ډله په ۲۰۱۴ کال کې په ختيځ افغانستان او وروسته يې په ځينو نورو ولايتونو کې ترهګریز فعالیتونه پيل کړل، چې ډېری جګړه او مخالفت يې د افغانستان له اسلامي امارت سره و، خو د اسلامي امارت ځواکونو يې پر وړاندې چټک او اغېزناک عمليات وکړل، چې بالاخره يې په ټول افغانستان کې دغه ډله له منځه يوړه، د دوی تر واک لاندې سيمې يې بېرته تر لاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د اسلامي امارت د ټیټي درجې او متوسطي درجې اعضاء او رهبري فوق العاده عالي استعدادونه او عظیمه عملي روحیه لري. د وخت ضایع کولو منتق د دوئ په فلسفه کي ګرسره سته نه. خو د لوړي درجې رهبري بیا په اوصافو کي د دوئ معکوسه ده. شایده بهرني فشارونه پر زیات وي. د دوئ داعش خیالي ګواښ سره مبارزه د هغه نه ختمیدونکو جګړو سره ورته والی لري چي دا پخوانیو پیرانو او درویشانو به د پیریانو سره کولې. په زرهاوو پیریان به یې وسوځول، دا عادي خلګ به په پوهیله لا نه. د دوئ د خولې به د… نور لوستل »

محمد صالح

اوس د ټولي نړۍ مسلمانان او کفار پوه سوي دي چي دا القاعده، داعش او نور په پایپ لاین کي رارواني کاذبي جهادي ډلي اصلاً د سرمایه دارو قریشي عربو شیخانو خصوصي ملیشې دي چي د ټولي اسلامي نړۍ د ملکیت دعوه لري او د دې ډلو په مټ د کلیو او ښونځیو څخه پیغلي انجوني په راټولوي څو دوئ د عیاشي کار ځني واخلي. د سلفي فرقې علماء د دوئ د خواجه سرایانو دنده اجراء کوي څو دا ډلي شرعاً مشروع وښیي او دا د متاخرو محدثینو لخوا تدوین سوي شپږ د احادیثو کتابونه (صحاح سته) د دوئ علمي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x