افغانستان

پر امریکا د افغانانو غږ: د افغانستان کنګل شوې سرمایه خلاصه کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو په خپلو بانکونو کې د افغانستان اېښودل شوې څه باندې نهه میلیارده ډالر سرمایه کنګل کړې؛ افغانانو یې په وړاندې ټینګ غبرګون ښودلی او پر ټولنیزو رسنیو د یوه کمپاین له لارې یې د یادې سرمایې د خلاصولو غوښتنه کړې.

دغه کمپاین چې پر فسبوک او ټويټر د «افغانانو پیسې خلاصې کړئ، #UnfreezeAfgMoney» تر عنوان لاندې روان دی، زرګونه ګډونوال لري او له امریکا او نړیوالې ټولنې ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي او کنګل شوې سرمایه خلاصه کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر «عاطف مشعل» له امریکا د افغانانو د کنګل شوې سرمایې خلاصول د نړیوالې ټولنې ګډه وجیبه بللې او په خبره یې، افغانان له یو بحران سره مخ دي او ددې شتمنیو کنګل کېدل به دا حالت نور هم ځوروونکی کړي.

محسن امین د سرمایو کنګل کول د افغانستان د اقتصاد زندۍ کول بللي او لیکي «امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالر پانګه کنګل کړي. پدې سرمایه کې ۳ میلیارده ډالر د افغان سوداګرو دي چې هیواد ته یې پرې خوراکي توکي او دواء واردوله. نړیواله ټولنه نه باید د افغانستان اقتصاد زندۍ کړي او عام افغانان د فقر او لوږې سره مخامخ کړي.»

د عبدالحي قانت په نوم یو بل فعال لیکلي، چې نړیوال بانک او نړیواله ټولنه باید د کنګل شویو سرمایو قضیه له امریکا سره وڅېړي؛ ځکه دده په خبره، یوازې د نړیوالې ټولنې خپلې مرستې به د اړو افغانانو درد ته دوا نشي.

د ډاکټرانو اړوند «ایما ټولنې» مشر ډاکټر «سید خالد راشد» لیکلي «د افغانستان ولس حق لری د خپل ژوند د بقا لپاره له خپلو ذخیرو ګټه واخلی ، زمونږ بانکی ریزرف باید له کنګل وویستل شي.»

عبدالواحد همت پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول د نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې «بشري جنایت» بللی او د کنګل شویو سرمایو د خلاصون غوښتنه یې کړې.

د سرمایې د خلاصولو غږونه داسې مهال راپورته کېږي، چې افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی، خو اقتصادي حالت د کورونا او د پخواني رژیم د بې کچې فساد له امله خراب ښکاري.

د پخواني ولسمشر په ګډون، د هغه ګڼو چارواکو د افغانستان د سرمایې لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره یووړل او افغانستان په داسې حالت کې د طالبانو لاس ته ورغی، چې ملي خزانه تر ډیره تشه وه.

د ملګرو ملتونو چارواکو له افغان چارواکو سره په لیدنو کې هغوی ته ژمنه ورکړې چې په همدې تړاو هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

طالبان حق نلرب چه ښځي له تعليم اوکاره منع کړى په کم دين کى ښځى ته دعلم اجازه نسته داددوى نوۍ دين هيڅ افغا اوبشر نه منى بل په ټوله دنياکى تاسى دبى تعليمو جاهلانو حکومت ماته راوښياست ددوى حکومت هيڅ دزغم ندۍ چه ملت وږۍ سي ملت به خپله مجبور سى دوى به نابودکى

شالو

د کندهار نه یوه دینداره استادان لکه بوهنوال داکتر زکریا صاب او همداسی د هلمند بوهتنون نه هم علمی شخصیتوته د لورو زدکرو اوسنی وزیر ته د مشوری ورکولو لباره وغلی وو. خو دیر مایوسه بیرته راغلی وو< امید دی چه طالبان د مسلکی توب به لور گام واخلی> دا اوس چه لطف الله خیر خواه صاب د مسلکی مرستیال تاکل شوی دا بلکل اعلا انتخاب دی خو که واک ولری> دا شخص هم د لویی تقوا خاوند دی هم د جهان بینی لری< شه سم شخص دی خو که واک ورسره وی.

Karwan

البته داد رازق خان او تادين خان د ملګروپلان دي، چه زموږ اولسونه وږي کړي، تر ځو هغوي پورته شي او ناوړه کارونو ته لاس واچوي! که څنګه واحد اڅکزيه! کاروان

خوګياڼي

که په افغانستان کې اقتصادي ناوړه حالت او لوږه رامنځ ته کيږى نو عامل او مجرم به يې نړيواله ټولنه او په سر کې به يې امريکا وى، کوم چې په درواغو د بشر د حقوقو چغې وهي. د بشر د حقوقو اصلي دښمنان همدا اشغال ګر او ترورستان دى.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x