افغانستان

حکومت په کابینه کې نوې ټاکنې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځېدو نږدې یوه میاشت وروسته نوي حکومت د دوهم ځل لپاره په کابینه کې ‌ ټاکنې اعلان کړې او یو شمېر هغو وزارتونو ته یې وزیران او معینان وټاکل، چې په تېر ځل اعلان کې ورته نه وو ټاکل شوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال «ذبیح الله مجاهد» دغه ټاکنې نن په یوه خبري‌ ناسته کې اعلان کړې او یاده یې کړه، چې په دې ګمارنو کې تر ډیره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې تشکیلات به ورسره قوي او معیاري‌ شي.

د نوموړي‌ په خبره، د امیرالمؤمنین شیخ «هبة الله اخوندزاده» په حکم په وزارتونو کې لاندې ګمارنې ترسره شوې دي:

– د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی نورالدین عزیزی د تجارت وزارت د سرپرست په توګه

– د بغلان ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد بشیر د تجارت وزارت د مرستیال په توګه.

– د سرپل ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد عظیم سلطان زاده د تجارت وزارت د دوهم مرستیال په توګه

– محترم ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه

– محترم داکتر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه

– همدارنګه محترم داکتر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د بل مرستیال په توګه

– محترم صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.

– محترم ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.

– محترم انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک د ملي کمیټي د سرپرست په توګه

– محترم انجنیرمجیب الرحمن عمر د برق او انرژي  وزارت د مرستیال په توګه.

– محترم حاجی غلام غوث د ضدحوادث وزارت د مرستیال په توګه

– محترم داکتر محمد فقیر د احصائې دمرکزي ادارې د سرپرست په توګه

– محترم حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.

-محترم ګل زرین کوچی د سرحداتو وزارت د دوهم مرستیال په توګه.

محترم قومندان ارسلا خروټی د مهاجرینو وزارت د مرستیال په توګه

– محترم دکتور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه

– محترم انجنیر نجیب الله د اتومي انرژي د ریس په توګه

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د کابینې د یو شمېر مهمو وزارتونو او ریاستونو لپاره کسان ټاکل شوي وو.

دغه کابینه سرپرسته ده او د چارواکو له قوله، تغیرات پکې راتلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

بدبختانه دا اوس به هیواد که هغه فقر حاکم دی د کومه نه چه د الله رسول ص بیزاری غوشتی ده. امید دی چه حکومتونه د فقر کمولو که مرسته وکری. والله اعلم

غوربندي

هیله بښوونکی پرمختګ دی،، الله تعالی دې ټولو ته د خدمت توفیق ورکړي،،

یاد ښاغلي باید خپلې مختصرې بیوګرافی په رسنیو کې خپرې کړي تر څو یې ټول خلک وپېژني

ځیرک څارونکی

دا نور مهم دولتی دوایر څنګه کیږی لکه د ملکی خدمتونو او اصلاحاتو کمیسیون چی د ټولو ملکی ادارو لپاره د چتر حیثیت لری، د زراعت وزارت، ستره محکمه، لویه څارنوالی، د چاپیریال ساتنی ملی اداره او نور پاتی دولتی دوایر چی اوس نوم نه راځی ددوی لپاره ولی کسان ندی ټاکلی شوی.دادځینو دولتی ادارو نومونه هم ناقص لیکل شوی لکه د سوداګری وزارت چی اصلی نوم سوداګری او صنعت دی، د احصائیی مرکزی اداره چی اصلی نوم احصائیه او معلومات دی نو دا مو خواهش دی چی داعلان په وخت کې دا نومونه هم صحیح او مکمل ولیکل شی.… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x