افغانستان

لوړو زده کړو وزیر کابل پوهنتون ته لسانس چې علمي کادر نه دی د رئیس په توګه معرفي کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل پوهنتون ته محمد اشرف غیرت چې تر دې دمه علمي کادر هم نه دی  د نوي رئیس په توګه معرفي کړی دی.

هغه مکتوب چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني کابل پوهنتون ته لیږلی دی په کې ویل شوي چې د کابل پوهنتون مسوولین او منسوبین د نوموړي په اطاعت مکلف دی.

د مکتوب له مخې نوی رئیس یې ددې لپاره چې اکادمیک برخلیک معلوم او چارې یې په ښه غوره توګه مخته لاړې شي کابل پوهنتون ریاست ته ورپيژندلی دی.

ښاغلی غیرت تر دې وړاندې کابل پوهنتون ته د فوق العاده استازي په توګه معرفي شوی و او د پوهنتون په ټولو برخو کې د نظارت واک و صلاحیت ورکړل شوی و.

نوموړی د پکتیکا پوهنتون څخه لسانس اخیستی دی او دا یې لومړنۍ کاري دنده ده.

تر دې وړاندې د کابل پوهنتون رئیس پوهاند محمدعثمان بابري و چې له جرمني يې په فارمکوگنوزی دکتورا اخیستې وه.

پوهاند بابري د ۱۳۶۴ لمریز کال راهیسې د کابل پوهنتون د فارمسۍ پوهنځي کادر غړی و.

هغه تر دې وړاندې د فارمسۍ پوهنځي رئیس، د عامې روغتیا د فارمسۍ عمومي رئیس، د کابل پوهنتون علمي معین، او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په توګه پاتې شوی و.

د چارو شننونکي وايي چې د نړۍ مروج نظام دادی چې پوهنتونونو ریاستونو ته یواځې هغه کسان چې علمي کادر وي او اوږده اکادمیکه تجربه ولري ټاکل کیږي.

همدا راز د ملکي لوړو زده کړو وزارت قانون د ۲۰مې مادې له مخې د لوړو زده کړو رئیس باید د اړوند پوهنتون له استادانو څخه وټاکل شي چې علمي رتبه یې پوهاند، پوهنوال یا پوهندوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

د خبلو سترگو مشاهده ده اصلا به تعیناتو که خوند نشته تنگ نظری د ورایه معلومیزی

طوطی

سلامونه: بیایزی صیب او غوربندی صیب چیری یاست. ورکه ډانګ. د استاد ځلاند چاپلوسی هم ځای و نه نیوو. دا وطن کومی خواته روان د الله په خاطر. پرون می یو کس ولید چی د ترافیکو معاشونه یی ورکول پر ځمکه ناست وو لکه چی څوک چا ته خیرات ورکوی داسی یی پیسی ترافیک ته نیولی وې بیا یی ورسره عکس هم اخیستی وو. یو کس اول د پکتیا له پوهنتون څخه فارغ التحصیل دی، دوم کاری تجربه نلری، دریم یو هلکی دی، څلورم الله دی د لوړو زده کړو وزیر په خپل قهر او غضب ګرفتاره کړی. د کابل… نور لوستل »

غوربندی

وۍ ستا مښوکه په دیوال ومښم،، د څه لپاره ماته پېغور راکوې،، زه خو داسې نه یم لکه ته چې عقده من دریځ ولرم،، د تېر فاسد نظام ریښه او نطفه مرداره وه،، دا یو سپېڅلی نظام دی،، ستونزې به خامخا لري،، په ګوته کوو به یې او د اصلاح کوښش به یې کوو…

طوطی

ورکه ډانګ. د غنی په ارمان به شی خلکو. دا وطن کومی خواته راوان دی. څه شو بیانزی او غوربندی چی د طالب مشرانو د پیشرفت نمونی وګوری. یو خو د پکتیا له پوهنتون څخه تازه فارغ دی، دویم کاری تجربه هم نلری، دریم بس د کوم ملا ځوی دی نو. څلورم د لوړو زده کړو وزیر دی الله په خپل غضب ګرفتاره کړی په ټول هیواد یو با تجربه استاد، د ماستری یا دوکتورا په سویه نه وه چی دا ټپوس یی مقرر کړ؟

احمد

الله ج دې خیر کړي افغانانو کې د خبرو منلو ماده کمه ده . تیر شل کلن دور کې هم حکومتي خلکو د ملت د غوښتنو خلاف حرکات درلودل تر هغو یې داصلاح اراده نه درلوده تر څو چې یې سر په … . لاړ. د کابل دپوهنتون دنوی ګمارل شوي ریس متکبر وضیعت د هغه له انځور ښه ښکاري . او دده په بې علمي ښه دلالت کوي . حالت داسي مالومیږي چې کارونه ګډ وډ روان دي . د دوی برخلیک ښه نه ښکاري نظم نشته او په دغه طریقه راتلای هم نشي کوم چې دوی عمل په… نور لوستل »

غوربندی

د نن ټکي اسیا رسنیز رسالت ته په دواړو لاسو سلام دی.

بارکم الله فیکم

د نوي راټوکېدلی نظام ستنې به ان شاءالله ستاسو د رسنیز مثبت او رغنیز رسالت په مټ مضبوطیژي.

عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ: وایی دوران پرهرګوروان،اوس دامریکاهدف معلوم سودوی قصداً غوښتل چه دغه جاهلان پرقدراولی دادامریکااوپاکستان ګډپلان ووچه تردی لوړذیلت ملک ته نه ورکول کیږی چه دغسی جاهلان دملک حاکمان کی دانګریږانودپاکستان دجوړیدو فروژه ده په پاکستان کی جمعیت علماء اسلام اوجمعیت اسلامی اوپه افغانستان کی طالبان چه یوداسی دین دۍ چه دقرآنکریم مخالف اودملک دبربادۍ اوذیلت سبب دۍ چه ډیری قوی ریښی یی کړی دی ملکونه ځنی خلاصول ډیر مشکل دی،دالله به کومک دخلاصیدوغواړو.عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x