نظــر

ای د میدان فاتحه!

امین وردګ

اختلافات او جګړې د انسانیت په تاریخ کې یو لرغونی دود دی چې خلاصون ترې نشته، ځکه خو انساني نسل، تل له دغې طبعي پېښې سره لاس او ګرېوان دی، چې کله یوه خوا فاتحه شي او کله بله!

خو که چېرې فاتح لوری عاقلانه او مسئولانه ګامونه واخلي، نو دا یقیني کیږي چې حاکمیت او سلطنت یا امارت به یې خامخا تر اوږدو کلونو دوام کوي، مګر که فاتح لالا د احساساتو او غرور په نیلۍ سپور راغی، نو نه یوازې دا چې راج به یې څوک و نه مني، بلکې د تاریخ په لمنه به یو تور داغ لا هم جوړ شي.

اما که چېرې بیا فاتح لوري لاندې کارونه تر سره کړل، نو د حکومت دوام یې هم تر یوه وخته ممکن دی او که یې دغه نکتې بې ارزښته وبللې؛ پوه شئ چې ارو-مرو سره پاشل کیږي، ماتیږي او له منځه ځي.
که د میدان فاتح غواړي چې په راتلونکي کې، ښه حکومت وکړي، نو باید چې لاندې دریو اساسي ټکو ته سم ځیر شي او عملي رنګ ورکړي:

۱- ثروتمندو اشخاصو، ملي تاجرانو، مالدارو او کروندګرو ته باید په درنه سترګه وګوري، د سر او مال تضمین یې وکړي، زړونه یې خپل کړي او مهاجرت یا تېښتې ته یې اړ نه کړي.

۲- د مسلکي او کاسبو خلکو ملاتړ له ځان سره ولري او ټول لوستي اشخاص په ورینو تندیو د ځان ملګري کړي او د همغوی له مسلکونو سره سمې دندې ورته وسپاري.

۳- د ملي پروژو ، بیت المال، او زېر بنایي تأسیساتو ساتنه په داسې توګه وکړي؛ لکه له خپلو شخصي منافعو څخه یې چې کوي.

۴- دښمن د جګړې دوام ته اړ نه کړي، بلکې د ځان تابع یې وګرځوي! مانا دا چې امنیت یې تضمین او د ښه ژوند کولو حق ورکړي.

مګر! که د میدان فتح بیا داسې موقف غوره کړ؛ چې سوداګرو خپلې سرمایې بل هېواد ته لېږدولې.

– د مسلکي کدرونو پر ځای خپلوان او ملګري (په حکومتي دندو) ګمارېدل.

– ملي شتمنۍ د چور او تالان قربانېدلې.

– د ښمن ترې کډه او یا غرو ته وخوت.

نو پوه شئ چې فاتح د بنیادي کارونو شوق او تکل نه لري، د ټاټوبي مینه نشته ورسره او د راتلونکي په اړه پلان او استراتیژي نه شي جوړولای؛ ځکه خو سل په سل کې باید د بېرته ماتې انتظار وباسي.

دا تاریخ ثابته کړې؛ چې که دښمن تېښتې ته اړ او د آرام ژوند حق ورنکړل شو، هغه به خامخا ستا د ماتېدلو په پار (هر! قوت) ته لاس اچوي تر څو له تا څخه کسات واخلي.

نو بهترینه ګزینه تېرېدنه او بښل دي چې موږ یې ((سوله)) بولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x