ادبي لیکنينظــر

د رنګینیو له بازاره!

طارق بدر

له رسمي کار وروسته، ژېړی مازیګر چورت کې وم، اولادونو ته ځان ورسوم! ادې ته ورشم که مخ په ګردېز د سبانۍ غونډې لپاره منډه کړم؟ اخر فکر پر احساساتو غالب شو، مخ په ګردیز روان شوم، ګام پر ګام د موټر سپرلیو د تېر رژیم د ناځوانیو کیسې کولې، یو پکې د لوی موټر چلوونکی و، وايي کابل – هرات لین مې له دې امله پرېښود، چې کلینډر مې ښایسته و، هرې پوستې به په بېلابېلو پلمو رانه ښکته کاوه؛ اخر مجبور شوم، چې خوست، پکتیا، غزني او دغسې د شمال خواته ګوزاره وکړم.
د ده خبره د روان موټر چلوونکي پرې کړه:
ـ د لته يې ودرولم، سپرلۍ يې را نه ښکته کړه، موټر يې روان کړ، وايي اوبه پکې راوړو، ماښام راغلل، خدایزده چېرته تللي و، موږ له پوستې سره ورته ناست و!

ماښام ته نږدې د ګردېز په زړه کې خالد حسن څلورلارې کې له ملګرو سره یو ځای شوو، دلته کندهاري مجاهدین ناست و، زموږ ملګرو يې له ماشینګڼو سره تصویرونه واخیستل، د دوی اخلاص او بې پروايۍ ته حیران شوم.

ماښام مهال مو، کابل دربار هوټل کې خونه کرایه کړه، نږدې نهه لس تنه سره را ټول شو، له غزني، پکتیکا او کابله… ډېرې مو سره وویلې او دا لوی تغیر مو پر خپل ژوند د لوی رب لوی احسان ګاڼه!

سهار لا د غونډې ځای ته خال خال کوربانه را رسېدلي و، چې موږ هم ور ورسېدو، د غونډې تنظیم، پیل او د خلکو مینه او درنښت د ستایلو و، غونډه نږدې نیمايي ته نږدې وه، چې سرونه په یوه خوا کاږه شول!

انانسر پرلپسې د نظم د مراعاتېدو نارې وهلې، خو تر زرو اوښتي خلک هم داسې نېغ ولاړ شول، مجاهدین يې مخې ته سپر شول، خو دوی همداسې موبایلونه په لاسونو کې لوړ نیولي و، زور يې کاوه، چې تر ټاکلیو ځایونو ور ووځي!

ذبیح الله مجاهد؛ د دې سیمې شړل شوی ځوان، د اسلام په جرم تبعید شوی ځوان را نږدې کېده، تر مخې يې وسله وال ګارډ او د ګردیز ځايي لوبغاړو په ځانګړي یونیفورم کې منډې راوهلې، دوی تر سټيجه د مجاهد صاحب د راتګ لپاره د لارې دوو اړخونو ته ودرېدل، د تکبیر ځوږ، ژړغونو غږونو او راوتلیو اوښلنو سترګو عجیب کیف درلود!

مجاهد صاحب د دریځ شاته، چوکۍ کې چې زما ورته مخ و، کېناست، پرلپسې يې سترګې مښلې او خوله يې ښورېدله، کلونه وروسته، د خپل کلي، خپلې سیمې خلک ویني، خپل د کوچنیتوب ملګري ویني، خپل ساتېري ور یادېږي او په دې خړو خاورو کې تېر شوی ژوند يې نېغ سترګو ته درېږي، د ده پر ځای ما زړه ښه تش کړ، خو سترګې مې پکې داسې ګنډلې وې، لکه مرید چې د مرشد توجه ته برابر شي او رګ ترې نه شي ښورولی!

کله چې د خبرو نوبت ور ورسید، انګېرل مې چې اوس به د احساساتو تر بوج لاندې یوازې فردي درد، ستړیا، د مینې او لرېتوب احساس اظهار کړي، خو دې جامع انسان یوازې یوه جمله د خپل ځان اړوند وویل:
– دا مخامخ غر ما هر سهار له خوبه راوېښېدو وروسته لیدلی، کله چې ظالمانو وشړلم، ما يې عکس په کمپیوټر لګولی و، خپله تنده مې پرې ماتوله!

نور نو ولس ته د یو نظام د ویاند په حیث مخاطب شو، ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي … ستونزې او هواري يې ورته په ګوته کړل؛ له غونډې وروسته د ستړي مه شې لپاره د خلکو جوش یوه بله ننداره وه!

مازیګر مو ګردیز په داسې حال کې پرېښود، لکه د فتحې لومړۍ ورځ کابل کي؛ چې له ستړیا مو خوند اخیست!

د محمود دوی تر کلي!
محمود، د معرکې په پیل کې د سروضې له لومړنیو مجاهدینو و، چې په اومنه ولسوالۍ کې يې د محمد نعیم نجماني تر قیادت لاندې د کفر پر وړاندې سینه سپر او وروسته يې غلبیل غلبیل کړه!
دا کلی لکه په دین کې چې ډوب وي، د هر ځوان ښکلې ږېره، پراخه ګرده لونګۍ د سړي بې پامه تر خوله ور ووځي:
ـ ملا صاحب ستړی مه شې!

همدې کلي کې ځايي چارواکو د پوهنې د مسؤلینو په ملګرتیا د سروضي علمي بهیر په همکارۍ حیات بابا لېسه کې پراخه غونډه جوړه کړې وه، د دریځ شاته د ولی الله حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، ملي اتل حضرت مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله، د شاهي کوټ اتل شهید سیف الرحمن منصور تقبله الله او د دې کلي د ځوان سرښندوی مده ګل سروضه وال شهید تقبله الله تصویرونه لګیدلي و.

دا هماغه سیمه وه، چې د مشرقي کرايي جګړه مارو پکې ان کورونه تر اور لاندې نیولي و، د پورته کلي مارزکو سیمې مکمله لار يې د ناروغانونو پر مخ له مرکز ښرنې سره د دې لپاره تړلې وه، چې ولې د دوی پوستو ته اوبه نه ور وخېژي او ځنګه د دې کلي یو ځوان دوه تشې بوشکې ترې د را ډکولو په پلمه تښتولې دي!؟

همدې سیمه کې، د تکبیر نغمو، د ترنمو ازانګو او د ملکوتي تقریرونو غږونو انعکاس کاوه؛ ماته يې وار راکړ:
ـ بصیر سالنګی د کابل امنیه قومندان و، چې د قومندانۍ په دویم منزل کې یوه سرتېري واسکټ بم برید وکړ، ده ازادي راډيو ته د ملامتۍ تر څنګ وویل: څوک چې تر سر تېر شي مخه يې نه نیول کېږي؛ که په دوی کې لږ هم د دښمنۍ اخلاق وای، باید وسله يې په ځمکه ايښې وای، لاس يې پورته کړي وای او د داسې لښکر پر وړاندې چې د خپلې داعيې لپاره تر ځان بمونه تاولی شي، باید سلامي وهلې وای، خو دوی به برعکس همدا زړور او بې مثاله بریدونه په ښکنځلو غبرګول.
له غونډې وروسته یوه منوره څېره را نږدې شوه:
ـ راځئ! موږ او تاسې ټول یو ځای یو!
د ملګرو ډېرښت ته مو وکتل:
ـ نه مولوي صاحب، موږ ځو!
ـ راځئ، لږ کیسې به وکړو، څه شی درسره شته؟
ـ هو موټر سایکلې شته!
ـ راځئ، په موږ پسې راځئ!
دا څېره، مولوي صاحب عارف الله و، چې همدا څه موده وروسته سعودي کې له زندانه را خوشي شوی و، کافي فرهنګي، رسنیز او ادبي معلومات، خوږه ژبه، ورین تندی او زورور فصاحت ټول ورته ګونګي کړي و، خو بیا يې هم مهرباني کوله موږ ته يې د خبرو کولو ارزښت را کاوه، موږ له دوی ډېر اورېدل غوښتل، تر ماسپښینه مو له ډوډۍ ډېر د مولوي صاحب له خبرو پند او خوند واخیست!
په لار به سره په څنګ شو:
ـ څه عجیب سړی، څه نادر معلومات، څه خوږه څېره!
د جمعې شپه؛ په ښرنه کې د يوې پراخې، بې جوړې غونډې شاهده وه، دلته هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ځايي فرهنګیانو دا غونډه برابره کړې وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټه پکې نومیالیو ترانه ویونکو او شاعرانو برخه اخیستې وه، تر نیمې شپې تر سپین محمدي توغ لاندې، د جوش خروش او خوښیو شانداره ننداره روانه وه!

ماته يې وار راکړ:
ـ د افغانستان اسلامي امارت دا واک لري چې کوم بیرغ د ملي بیرغ په توګه ټاکي، هغوی چې تاریخي قدامت د درې رنګه بیرغ لپاره استدلال کوي، دوی خطا شوي دي، ولې پنځه زره کاله وړاندې هغه بیرغ چې د حیواناتو په پوست د حیواناتو تصویرونه پرې نقش و، نه استعمالوي، که استدالال دا وي چې له انګلیسه خپلواکي تر همدې بیرغ لاندې اخیستل شوې، نو خطا شوي، له انګلیسه شاه امان الله له پلاره ور پاتې بیرغ – تور رنګ – لاندې ازادي واخیسته، که استدلال دا وي چې «ملي» دی؛ نو ملي یعنې څه؟

د ملي کېدو لپاره سند د تېرې رژیم اساسي قانون دی چې لویې جرګې تایید کړی او هغه قانون کې د بیرغ ټولې ځانګړنې تشریح شوې دي، نو چې هغه رژیم له سره نا مشروع او له بېخه ونړید، نو له خېتې را زېږېدلی قانون او بیا د هغه قانون یوه ماده څنګه د بیرغ لپاره دلیل کېدلی شي؟

ـ کابینه؛ د مسؤلیت له مخې ده، رهبري حق لري چې خپل ازمویل شوي، پېژندل شوي او تر پروسه را وتلي اشخاص د رهبرۍ لپاره معرفي کړي، په رهبرۍ کې تر فني وړتیا تقوا او دیانت ډېر مهم دي؛ پر مشرانو باور زموږ ډاډ دی.
نیمې شپې ته څو دقیقې پاتې وې، چې دا رنګینه فضا پای ته ورسېده، سپین توغونه د رهبرانو له تصویرونو سره خپ رپېدل او سرتېري ستړي ستومانه د ډوډۍ خوړلو پر لوښو را ټول شول، موږ غوړې خولې تر پارک را ووتلو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x