نظــر

د مسؤليت اړوند زموږ د سلفو طريقه. . .!

لیکنه: مفتي احسان الله

په تیرو شلو کالو کې افغانانو او مجاهدینو ډیر تکلیفونه وګالل، له سخت قوي دښمن سره مخ ول، هر چا يې دې جهاد ته هلاکت وایو، ځکه چې د مقابل لوري سره د قدرت توازون بیخي 180 درجو فرق درلود، خو د الله تقدیر بیا بيله فیصله کړې وه، مجاهدین خپل هدف ته ورسېدل او دښمن خوار، ذلیل او نا کام شو، افغانانو د نړۍ له درېیم امفراطور څخه خپلواکي وګټله او د هغوی پوزه يې په خوارو ور وموښله.

د دې ستري فتحي راز په څه کې دی؟

حقیقت دا دی، چې دلته د حق او باطل جنګ و، د عقیدې او مادیاتو جنګ و، په تیر تاریخ کې هم د حق او عقیدي مبارزین کامیاب شوي، موسی علیه السلام پر فرعون کامیاب شو، ابراهیم علیه السلام پر نمرود کامیاب شو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مشرکینو او نور کفارو باندي کامیاب شو، او زموږ په نیژدې تاریخ کې افغانانو دوه ځله انګریزانو ته، یو ځل روسانو او دا دی اوس يې د الله په نصرت امریکایانو ته هم ماتي ورکړه.

دلته مبارزه د حق او د باطل ده، حق به تل په دې شرط کامیاب وي، چې پر خپله حقه لاره باندي قائم ولاړ وي، زموږ مجاهدینو په طول د شل کالو کې له دښمن سره سخته جګړه وکړله، خو تر حق او د الله له قوانینو څخه يې تنزل ونکړ، دا دی الله کامیاب هم کړل، نو اوس چې د نظام جوړوني مرحله راغله په دې کې هم باید موږ د شرعي اصولو پابند واوسو، تر څو مو الله په دې مرحله کې هم په امتحان او ازمايښت کې کامیاب ولري.

د نظام جوړلو مرحله

د نظام جوړلو مرحله هم اسانه نده، په دې کې به هم موږ هغه وخت کامیاب یو، چې د حق طرف دار او د شریعت پابند جوړ شو، په ټولو کړو وړو کې د شرعي اصولو رعایت وکړو.

نظام جوړه ونه مختلفي مرحلې لري، خو زموږ موضوع په نظام کې د مراتبو پېژندنه ده، او په نظام کې د وړ کسانو کادرونو ګمارنه ده.

په هیواد کې مو نظام نوی دی، مناصب خالي دي، هر څوک کوښښ کوي، چې یو منصب تر لاسه کړي، دلته د امیر او حاکم هم مسؤلیت جوړیږي چې وړ کس انتخاب کړي او د مامور هم مسؤلیت دی چې داسي منصب قبول کړي چې په وس او توان يې پوره وي.

د نظام مراتب ټول د ملت امانت دی، په امانت کې خیانت ستر جرم دی، الله رب العزت فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا} [النساء: 58]

یعني: الله حکم کوي چې امانات خپل واهل وسپارئ.

په تفسیر رازي کې د دې ایت شان نزول داسي بیان شوی: كله چې مکه مکرمه فتح شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم حرم مکي ته ورغلی، د کعبة الله کلیاني له عثمان بن طلحه سره وې، په دې وخت کې لا هغه غیر مسلم و، له دې وېري چې کیلیاني به څوک ترینه واخلي د کعبې بام ته له کلیانو سره پورته شو او یو چا ته يې هم نه ورکولې، علي رضي الله تعالی عنه ورپسي وختی او کلیاني يې د عثمان له لاسه واخیستلې د کعبې دروازه يې خلاصه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې ته دننه شو، او دوه رکعته لمونځ يې وکړ، کله چې رسول الله له کعبې څخه را ووتی نو عباس رضي الله تعالی عنه ور وړاندي شو، او ورته ويي ویل: چې د کعبې کلیاني ما ته وسپاره او زه به له دې وروسته د کعبې درباني یم.

په دې حالت کې الله رب العزت دا ایت کریمه نازل کړ، چې امانت خپل حقدار ته وسپاره، نو له دې سره رسول الله کلیاني عثمان ته ورکړې، ولي چې یو خو عثمان په دې کار کې تجربه دلوده او بل يې د دې کار پوره امتحان ورکړی و، تر اوسه يې په صحیح طریقه سره تر سره کړی و.

د دې څخه دا مسئله واضحه شوه، چې هر مشر باید منصب هغه چا ته وسپاري کوم چې د هغه منصب سره حقدار وي، خپلوي او دوستي، ملګرتیا او نډوالي دي نه په کې پالي، ولي چې عباس رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله وسلم اکا و، خو بیا يې هم د کعبې دربان نکړ جوړ .

او بل رسو الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: أنزلوا الناس منازلهم. سنن أبي داود (4/ 261)

یعني: له خلکو سره د هغوی د منزلت مناسب چلن وکړئ.

له دې حدیث څخه هم معلومیږي، چې کوم شخص چې کومه وړتیا لري، هغه ته باید د هغې وړتیا سره برابر منصب ورکول شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کله چې امانت ضائع شي، بس نور نو د قیامت انتظار کوه، سائل وویل: د امانت ضیاع څرنګه وي؟ ده ورته وویل: کله چې کار نا اهل ته وسپارل شي، بس نور نو د قیامت انتظار کوه. صحيح البخاري (1/ 21)

په بل روایت کې راځي چې نبي الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې امانتداره نه وي، هغه ایمانداره نه وي.  مسند أحمد ط الرسالة (19/ 376)

امیران او هغه څوک چې د کلي، قبېلې ولسوالي او یا ولایت مسؤل وي او هغه څوک چې امانت ورته سپارل شوی وي، د هغو پشان کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې دغو خلکو لره هلاکت دی، د قیامت په ورځ به خلک دا خوښه وي، چې د سر په بېښان د زمکي او اسمان په منځ کې را ځوړند وای خو دا کارونه مي په دنیا کې نه وای کړي. مسند أحمد ط الرسالة (14/ 275)

یزید بن ابي سفیان وايي: کله چې ابو بکر رضي الله تعالی عنه زه شام ته ولېږلم، نو را ته ويې فرمایل: چې یزیده! هلته ستا خپل او خپلوان شته، د هغوی قرابت به درباندي غالب شي، او امارت به دي متاثر کړي، تر بل هر څه په دې اړه زه پر تا باندي ډیر زیات وېرېږم. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: چې یو څوک چې د مسلمانانو امیر مقرر شي، بیا نو د دوستي او محبت له امله نورو ته منصبونه ورکوي، پر دغو دي د الله لعنت وي، الله به له دوی څخه نه نفلي عبادت قبله وي او نه هم فرضي تر څو جهنم ته داخل شي. مسند أحمد ط الرسالة (1/ 202)

او څوک چې د مسؤليت غوښتونکي وي

د مسؤلیت په غوښتنه کې اصل حکم دا دی، چې سړی به يې مطالبه نه کوي، ځان به ترینه ساتي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: یو سړی چې د لسو او یا تر دې د زیاتو کسانو مسؤل شو، په ورځ د قیامت به د الله حضور ته په داسي حال کې راځي چې لاسونه به يې په غاړه کې تړلي وي، نو که نیک و، دا نیکي به يې خلاصه وي، او که بد و، نو بس لاس تړلی به ولاړ وي، د منصب اوله، ملامتیا ده، منځ يې پښېمانتیا ده او اخیر يې په ورځ د قیامت روسوايي ده. رواه أحمد

د مسلم په روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اباذر ته وفرمایل: اې اباذره! ته کمزوری يې، او دا (مسؤلیت) مانت دی، او په ورځ د قیامت شرمندګي او پښېمانتیا ده، مګر هغه څوک چې په حقه سره يې واخلي او سم یې ادا کړي (د هغه لپاره ندامت ندی). رواه مسلم.

امام نووي د مسلم شارح وايي: چې د مناصبو په غوښتنه کې دا حدیث اصل او قانون دی، په ځانګړې توګه د هغه چا لپاره بیا لا د منصب غوښتنه مناسب نده، چې کمزوری وي، وظیفه په صحیح طریقې سره پر مخ نشي وړلای.

رسول الله صلی الله علیه وسلم عبد الرحمن بن سمرة ته ته وویل: د امارت غوښتنه مه کوه، ځکه که دي په سوال سره منصب پیدا کړ، نو بس ځان ته حواله شوې، (یعني: د الله مدد او کومک به نه وي در سره) او که له غوښتني پرته مسؤل وټاکل شوې، نو بس بیا به مدد درسره کیږي، (یعني: الله به کومک در سره کوي).

لا تسأل الإمارة، فإنك إن أوتيتها عن مسألة وكلت إليها، وإن أوتيتها من غير مسألة أعنت عليها. متفق عليه.

ابو موسی رضي الله تعالی عنه وايي: چې یو ځل زه او زما د قوم دوه نفره د نبي علیه السلام حضور ته ورغلو، یوه يې وویل: چې اې رسول الله! ما ته یو منصب را کړه، هغه بل هم داسي وویل: خو رسول الله ورته وفرمایل: چې موږ هغه چا ته منصب نه ورکو، څوک چې يې په خوله وغواړي او یا ټنګار ورباندي وکړي.

ابن حجر رحمه الله د دي حدیث په تشریح کې وايي: چې د حدیث ظاهر پر دې دلالت کوي، چې څوک پر منصب غوښتلو باندي حریص وي، هغه ته يې سپارل حرام او یا مکروه دي خو قرطبي وايي: چې حرام والی يې راجح دی.

په بل حدیث پاک کې راځي چې بني کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: تاسو به پر منصب باندي حرص کوئ، خو دا به په ورځ د قیامت ستاسو لپاره د ندامت او پښېماني سبب وي، د امارت پیل ښه وي (یعني: جاه او جلال لري، عزت لري، حکم به دي نافذ وي) خو پايي يې بد دی، (يعني: له مرګ وروسته بیا د دې ټولو شیانو حساب کتاب سته). صحيح البخاري (9/ 63)

په بل روایت کې راځي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: چا ته چې د مسلمانانو یو مسؤلیت وسپارل شي، نو بیا یو داسي څوک مقرر کړي چې تر هغه بل نیک او صالح مسلمان موجود وي، نو دې سړي د الله او د الله له رسول سره خیانت وکړ. السياسة الشرعية في إصلاح الراعي والرعية (ص: 7)

په بل روایت کې بیا راځي چې یو څوک چې له یو قوم څخه یو سړی مقرر کړي، او په دغه قوم کې تر دغه سړي بل نیک سړی موجود وي، نو دې د الله او د الله له رسول سره خیانت وکړ. الحاکم

ځینو د عمر رضي الله تعالی عنه قول روایت کړی، چې هغه وفرمایل: چا ته چې د مسلمانانو یو مسؤلیت وسپارل شي، او دی د نسب، د خپلوي او دوستي له امله تقرري کوي، نو یقینا دې سړي له الله د الله له رسول او له مسلمانانو سره خیانت وکړ.

نو حاصل دا دي:

د امیر لپاره مناسب دی، چې منصب داسي چا ته ور وسپاري، چې هغه کس د دې کار لپاره وړتیا ولري، ولي چې دا یو امانت دی، او امانت واجبه دا ده چې اهل ته وسپارل شي، خپلوي، دوستي، ملګرتیا او انډیوالي که یو چا د ملت په مناصبو باندي پالله، او غیر مستحق ته يې وسپاری، نو د دې هر څه به الله د اخرت په ورځ حساب ورسره کوی، البته مصلحتونه استثناء دي.

او څوک چې د منصب طالب وی، نو اصل خبره د مناصبو د غوښتني په باب کې دا دی، چې ځان به تیرنه ګوري، غوښتنه او مطالبه به یې نه کوي، ولي چې منصب له فتنو او له خطراتو ډک کار دی، نو له دومره سترو فتنو او خطرو سره چې بیا هم دی په خپله خوله د دې کار غوښتنه کوي، نو ګواکي دې خطرو او فتنو ته په کمه سترګه ګوري، او اعتماد يې پر ځای دی، بس ځان ته به وسپارل شي، د الله مدد به ورسره شامل حال نه وي.

او که پر ځای باور لري، او د منصب د ضیاع احتمال وي، نو بیا مطالبه کولای شي، لکه حضرت یوسف علیه السلام چې د وخت حاکم ته وویل: {قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ} [يوسف: 55].

دا يې ځکه ورته وویل: چې ده ویل: یو خو زه د دې منصب غوره ساتونکی او سمبالونکی یم او بل په دې کار ډیر شه پوهیږم.

نو په داسي حال کې که یو څوک د منصب مطالبه وکړي، ښه خبره ده، او هغه څوک چې د منصب اهل وي، او منصب سمبال کړي، نو د هغه لپاره ستر اجر دی، خو بياهم صاحب منصب جوړېدل له ستر خطر سره ځان مخ کول دي، او علامه ابن حجر رحمه الله وايي: نو ځکه زموږ سلفو د منصب له سمبالښت څخه ځان ساتلی و. فتح الباري لابن حجر (13/ 126)

 

2021-08-25

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Majid

 الله مومنانوته حکم کړي چه کار اهل ته وسپارۍ افغانان ۹۹ سلنه مسلمانان دي په مسلکي کسانوبايد باور وشي په مسلکي دندو وګمارل شي که غواړۍ چه خپلوګاونډيوسره سيال شو وګورۍ په پاکستان کي کوم ملا په سرکاري دفتر کي د خپلي پارټۍ بيرغ ندي په ميز ايښي تاسي اول ملي بيرغ ليري کړ چه اکثريت افغانان ورسره مينه لري سبا به ملي ترانه هم ليري کړۍ که ملت در پسي رآخيسته يه ورځ به مو واکمني دوام نکړي۰ ملا صيب بايد خلک نيکۍ ته وبلي او دبدو يي منعه کړي او مسکي امر مسلکيو ته پريدي۰

محمد صالح

آ ښه! که دا ۹۹ سلنه مسلمانان دي نو دا ۲۰ کاله مسلماان وژنه چا کول. بهرنیانو ته خو دوست او دښمن نه معلومیدی. دا کور په کور او سړی په سړی، چا ورښودئ چي دا پخوا طالب وو او دا بیا نن طالب دی. دا محبسونه چا د مجاهدینو څخه ډک کړي وه؟ دا ۲۰ کاله د اسلام پر ضد پیرانیان جنګیدل. طالبان باید ۲۰ کاله ټولي رسمي دندي هغو ته ورکړي چي په تیرو ۲۰ کلونو کي ورسره همکاره وه او یا یې لیدل چي غلاوي نه کوي. نور د تیر نظام خلګو ته دنده ورکول د رغیدلو… نور لوستل »

Abdul Majid

زه خوافغانان ۹۹ سلنه مسلمانان ګڼم که ستا پکي شک وي نو بيا به ستا ايمان کي هم شک وي او پام دهيچا مشوره مه منۍ ځکه چه نورافغانان مسلمانان ندي تاسو چه کوم وژل هغوي هم مسلمانان نه وو۰

طاهر ثابت

ملی بیرغ مه سپکه وی. دمفسدینو اصرار په ملی بیرغ باندی ددوی خپل سبکوالی دی چه ملی بیرغ ته یی ورکوی. دمضمون په هکله خبری باید اخلال نسی. مسلکی خلکو خو داده شل کاله پکی وکړل. په یوه ساعت کی وتښتیدل. مسلکی کسان دی داوطلب حاضر سی چه طالبان ځایونه ورکړی. زما په خیال دوی به ترامریکا په تيښته تیر سی. طالبان لازم باید دمسلکیانو دنظارت په خاطر مشران وی. خو ددی مشری حدود باید مالوم وی. مسلکی به مسلکی کارونه په ازاده کوی او طالبان به یی صرف اسلامی بڼه ګوری. په دی ډول به نه سیخ سوی وی… نور لوستل »

عبدالرقیب

زموږ د سلفو طریقه؟ دا څه معنا؟ دا عنوان یو څه ګونګ دی. که یوه طریقه د اسلام له رویه تشریح کوې خو ووایه چي اسلامي شرعي طریقه. دلته افغانان په عموم کي د سلف د کلیمې سره حساسیت لري. علت یې دا دی چي کله عربو د اسلام په وړاندي خپل مسئولیتونه هیر کړل او د دنیاوي متاع، زرو، شرابو، مینځو او مریانو په کاروبارونو او ملکیتونو کي غرق سول نو د اسلامي رهبري الله تعالی ج و عجمو ته ورکړل، لکه امام اعظم صاحب رح. هغوئ باوجود د دې چي تر ډیرو عربو او قریشو یې زیات ثروت… نور لوستل »

طاهر ثابت

زه فکر کوم سلف دسید جمال الدین خبره ده. اهل حدیث یا وهابیانو خپله کړی ده. دسلف اصطلاح په دی راپوره سوی وه چه مسلمانو زیات کلیوال رواجونه په اسلام تپلی وو او زیاتی داسی فتواوی سوی وی چه هغه دسلفو صالحو دآراو سره نه وی برابری. داسی وضعیت مسلمانان دغرب په مقابل کی ضعیف کړی وو او په دی خاطر سید چمال الدین افغان دا تحریک شروع کړی وو چه دغرب په مقابل مسلمانه نړی متحده سی او غربی افکارو ته شکست ورکړی. دوهابیانو اراوو خو بیا داده مسلمانان ضعیف کړل چه داعش عملی کوی. لیکونکی دابن تیمیه کتاب… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x