نړۍ

حماس: په روان مقاومت کې مو ۹۱ اسراییلي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۶مه ۱۳۹۳ل): د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګه «قسام» وايي چې د روان مقاومت په نتیجه کې دوی ۹۱ اسراییلي عسکر وژلي.

قسام همدا راز زیاته کړې چې د غزې په تراډه کې يې نن سهار ۲ اسراییلي عسکر د جګړې پر مهال وژلي.

د قسام په دوه بېلو بېلو خبرپاڼو کې راغلي چې د دوی سرتیرو د غزې په شمال کې يې د اسراییلي پوځيانو د راغونډيدو ځای په هاوان ویشتلی . همدا راز په جحر الدیک کې یې د اسراییلو یو ټانک الوځولی دی.

قسام همدا راز د تېرو ۳ اونیو د مقاومت بشپړ جزییات خپاره کړي. د دوی په وینا په تېرو ۳ اونیو کې يې ۹۰ اسراییلي عسکر او یو قومندان وژلي.

بل پلو د اسراییلي رادیو د راپور په اساس نن سهار د بیت حانون سره یو اسراییلي عسکر ټپي شویدی. اسراییلي سرچېنې وايي چې د حماس سره په جګړو کې ۲۰۰ اسراییلي عسکر ټپي شوي دي چې د زیات شمېر روغتیايي حالت مرګونی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله اسراییلو د خپلو ۴۳ پوځيانو په وژنې اعتراف کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x