
پوهنتون نړیږي!
دکتور عبیدالله وردګ
د نوي تحول په راتلو سره د بېلابېلو ادارو لپاره مسولین ټاکل کېږي او ځينې ټاکل شوي دي، څو وخته مخکې چې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالان تعین شول نو موږ اعتراضي لیکنه وکړه چې معینیت ډېر دروند مسولیت دی او د یو معیار له مخې باید ورته کسان وټاکل شي. ډېرو دوستانو زما خوله په دې را بنده کړه چې دا معینیتونه دي نورو ریاستونو او پوهنتونو ته به مسلکي خلک راځي چې له بده مرغه هغسې ونشول او غیر مسلکي او غیر اصولي مقرریو ادامه پیدا کړه.
تازه یې د کابل پوهنتون رییس بدل کړی دی او رییس یې یو بې تجربې کس دی چې یواځې او یواځې لېسانس دی، د هېواد په کوم دولتي او شخصي پوهنتون کې یې یوه ورځ هم دنده نده اجرا کړې، په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون عزل شوی رییس د پوهاند علمي رتبه لري او له تېرو څلوېښتو کلونو یې په پوهنتون کې خدمت کړی دی، نن چې د کوم معیار له مخې د یو پوهاند او PhD ځای لېسانس ته ورکول کېږي، معلوم ندی.
لاندې عکس کې ناست کس نوی لېسانس رييس او ورته ولاړ چې لاس يې ورکړی دی د کابل پوهنتون عزل شوی رييس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري دی.

د ملکي لوړو زده کړو د قانون د ۱۲مې مادې له مخې د پوهنتون ریاست بست اکاډمیک بست دی او د پوهنتون ټولې علمي، مالي او اداري چارې یې په غاړه دي.
د پوهنتون رییس د پوهنتون علمي شورا، پوهنتون اداري شورا او رهبري شورا مشر دی، او د کابل پوهنتون د ۱۷ بېلابېلو کمېټو او کميسيونو تشکيل لري چې رهبري او نظارت يې مستقيم او غير مستقيم د پوهنتون د رييس له لوري کېږي.
د قانون له مخې علمي شورا او نورې ټولې شوراګانې خپل تعریف او شرایط لري چې اساسي شرط یې دا دی چې یاد کس به د پوهنتون استاد او کادري کس وي.
د ملکي لوړو زده کړو د قانون په شلمه ماده کې راځي چې د پوهنتون رییس به د پوهنتون استادانو له منځ یو تن چې د پوهندوی، پوهنوال او یا هم پوهاند علمي رتبه ولري د لوړو زده کړو وزیر له لوري وړاندیز کېږي او د ولسمشر په منظوري به ټاکل کېږي.
د پوهنتون ریاست د اداري پوهې تر څنګ پوره تخصصي پوهې او تجربې ته اړتیا لري، تاسو د نورې نړۍ پوهنتونونه هم وګورئ چې هلته د پوهنتونو رییسان همېشه علمي او کادري کسان دي، چې د تخصص تر څنګ به تجربه هم لري او دا تجربه باید په پوهنتون او اکاډمیک ماحول کې وي.
د کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ کال کې تاسیس شوی دی، تر نن پورې یې همېشه رییسان کادري کسان او د پوهنتون استادان او د ډېرې تجربې درلودونکي کسان ټاکل شوي دي.
اوس تازه ټاکل شوی کس چې یواځې د لېسانس په کچه زده کړې لري د پوهنتون په ماحول کې هېح تجربه هم نلري او یواځې د دې له امله چې د دوی سره ملګری دی د پوهنتون رییس ټاکل شوی دی، دا موږ ته دا ښیي چې د کابل پوهنتون په تقریباً زر کسه استادانو کې دوی یو د اعتبار وړ کس هم نلري او په یو کس هم د رییس په حیث باور نشي کولای.
بل دا ښیي چې د دوی تر منځ د پوهنتون لپاره دی تر ټولو وړ شخص ښودل شوی دی، یعنې دوی واقعاً تر دې وړ کس نه درلود؟
چې د پوهنتون د ریاست نسبي معیارونه یې پوره کړي وي.
دا ډول ټاکنې څه ضررونه او منفي پیغامونه لري؟
• د تجربې او تخصص نشتون له امله به د پوهنتون اداري او اکاډمیکې چارې وشړېږي او شته نظم به له منځه ولاړ شي.
• استادان او د پوهنتون کارمندان انسانان دي او د کار او خدمت لپاره انګېزې او علاقې ته اړتیا لري چې په دې مقرري به دا له منځه ولاړ شي.
• یو پیغام یې دا دی چې زده کړې، زحمت او د بېلابېلو مهارتونو زده کړه هېڅ درد نه دوا کوي که غواړې چې پرمختګ وکړې نو باید ټوپک دې لاس کې اخیستی وي او د واکمنې ډلې سره شخصي نېکې اړیکې ولرې.
• د دې ډول مقرریو په پایله کې به استادان ځانته د تګ لاره ګوري او پوهنتون به پرېږدي، ځکه یو پوهنتون کې چې د رییس ټاکلو لپاره معیار نه وي، نو نور به د څه لپاره معیار او اصول په نظر کې ونیول شي.
• خلاصه له دې ډول کړنو وروسته به پوهنتون له پښو ولوېږي او د کابل پوهنتون له ماتېدلو او ورانېدلو سره به د هېواد نور پوهنتونونه هم ونړېږي چې دې سره به د لوړو زده کړو او پوهنتونو ورانی او بدبختي ټول ملت ته ور تر غاړه وي چې مسولیت کې یې شته چارواکي بشپړ سهیم دي.
څه باید وشي؟
د پوهنتون رییس او رهبري دې لږ تر لږه دې داسې کسانو څخه معرفي شي چې د پوهنتون استادان وي، له علمي او اکاډمیکو کارونو سره بلد وي او تجربه ولري، غواړم دوی ته ور یاده کړم چې په سیاسي لحاظ به پوهنتونونه دوی ته هېڅ ډول ضرر ونه رسوي، پوهنتونونه به یواځې لوستي او مسلکي کسان تربیه کوي هیله ده له پوهنتون سره عقده یي چلند بند شي او د پرمختګ لپاره یې کار وشي.
زه شخصاً د دې ډول رييس تر لاس لاندې يوه لحظه کار نشم کولای، ښار کې ليني موټر او يا هم په يوه لاسي کراچۍ کې کچالو خرڅوم.
اخر کې یوه یادونه کړم، زه پوهېږم چې په دې لیکنو ما ځانته خطر متوجه کړی دی، ډېرو مشرانو، دوستانو او ملګرو راته مسېجونه کړي او غوښتنه یې کړې چې هېڅ خبره هم ځای نه نیسي، وایي دوی خپله خبره مني د بل چا نه مني.
زه له ټولو ملګرو بخښنه غواړم، ډېر کوښښ کړم خوله مې پټه کړم خو څه وکړم کاشکي نه پوهېدای چې پوهنتون ورانېږي، پوهنتون نړېږي او د پوهنتون له نړېدو سره وطن او ولس هم نړېږي.
کابل پوهنتون!
موږ وبخښه چې ستا ورانی په سترګو ګورو او هېڅ هم نشو کولای.
نن مې د خپل پوهنتون په حال وژړل، کاشکي دا ورځ مې نه وئ ليدلې.
محترم وردګ صیب! احساس دي د قدر وړ دی، کله به هم د خطر احساس نکوې، په اوسني نظام کې زورواکي معیار نده، او هیڅوک هم دا حق نلري چې تا ته خطر پيښ کړي. او بله خبره دا ده چې که ستا په شان ویاړمن خلک د خپل احساس اظهار حق ونلري نو څوک به يې لري؟ ستا خبره به ضرور رنګ راوړي، او دا پوسټ به خپل حقدار ته رسیږي، ټوله کابینه سرپرسته ده، ډیر ژر ژر بلونونه پکي راځي، نو دلته هم بدلون کوم ستونزمن کار ندی. او ستا د قدرمنو دوستانو لدې خبري سره چې وايي:… نور لوستل »
د زرو په قدر زرګر پوهيژي؛ هغه چا ښه خبره کړې وه چه ًًًًًًًًًًًًًً اي افغانستانه! کاش د مافيا نه پاک واي َََََُ
ښه کار دی کړی. دمسلمان وظیفه ده چه دجائر سلطان په وړاند دحق کلمه په زوره ووایی. په داسی کار طالبانو دمترقی افغانستان په زړه باندی چړه وهلی. یو مسلکی تکبر یی کړی دی. داسی مالومیږی چه دوی چوکی په پچو باندی تقسیم کړی دی. ډیر بیخونده کار یی کړی دی. دطالبانو اسلامی وظیفه داده چه اسلامی طرزالعمل او کلتور ته بنسټیز کار وکړی. داسی کار په بله لیاره هم کیدای سی. دوی صرف داسلام په هکله نظر ورکولای سی او نور بس. که طالبانو مشاورین مقرر کړی وای او دهغوی محدوده مشوره واجب الاجرا بلل سوی وای دا به… نور لوستل »
دې درنې مقررۍ خو نږدې دي له تعجبه زما په سر کې ښکر راشنه کړي. مونږ څرنګه د ملت له متن څخه راپورته شوي یو چې پکې وړ خلک نه پېژنو او که فرض کړو چې پېژنو یې نو بیا ولې او د څه لپاره ناوړه انتصاب او انتساب باندې خلک راخندوو؟؟ مثلا: دکتور قسیم په کابل پوهنتون کې استاد دی، دکتورا لري، متعهد شخصیت دی ،، څلور ځلې یې امریکایی مزدورانو په کور چاپه وهلې او له زامنو سره یې زندان ته اچولی دي! زه تخمین نه شم کولای چې دکتور قسیم او په لسګونو نور استادان به ددې… نور لوستل »
دا نيوکه دې کاملاا غير مؤجه او عجولانه ده . اوس يو اضطراري حالت دئ او د تقرر او عزل قوانين دنه دي تصويب شوي ، نو په داسې حالت کې ااا بايد په مهمو پوستونو تر ټولو اعتمادي کس وټاکي ، څو د هغه بې بندوباريو مخه ونيول شي چې د پخوانۍ تپل شوې ادارې له لوري د فساد د خورولو د پاره په سيستماتيک ډول کېدل . موږ د تېرو دورو ستا په اصطلاح پوهاندان او دوکتورا والا هم وليدل چې د فساد او بېباکۍ بويونه يې د ټولو پوزې و تخڼولې او د لوړو زدکړو د کيفيت… نور لوستل »
غیر معقول جواب دی. ااا له فقهی اصولو جګ ندی. امانت دتقوی او لیاقت په جامه کی سپارل کیږی. چه لیاقت نه وی نو قرانی امر نسی په ځای کولای.
که څوک داسی جوابونه وایی نو خلک له طالبانو مایوسه کیږی. کبر ښه ندی.
د پیغمبر اکرم ص په زمانه کي چي به کوم قوم مسلمان سو نو د هغه قوم مشر به یې په رسمیت پیژانده د بل قوم پردی کس یې نه ورمشر کاوه او که به د کوم قوم یو څو کسان مسلمانیدل، هغوئ ته به یې په مدینه منوره کي ژوند او زندګي وربرابرول. مسنونه طریقه خو داغه ده چي د هري ادارې رهبري باید داسي چا ته وسپارلسي چي په هغه اداره کي یې تدریجي مسلکي ارتقاء کړې وي.او که اسلامي امارت د هر وزارت په پخوانیو پرسونلو کي داسي څوک نه ویني چي د لوړ موقف لپاره ورته… نور لوستل »
لمړی خو ټولو ملګرو ته احترامات او د میني ډک سلامونه! ټوله باد وهلي یاست، لیونیان سوي یاست، ماغزه مو اوبه سوي دي او په تریچي مو تر سږمو رابهیدلي دي. دلته د رامنځته سوي موقتي ادارې وخت نه دی معلوم چي څو میاشتي به دوام کوي. د سیاسي اصلاحاتو په اړه تعهدات نه دي موجود. ټولټاکني سته نسته؟ ولسوالي شوراوي، ولایتي شوراوي، پارلیمان، د مشرانو جرګه، اتحادیې، سیاسي ګوندونه، د سیاسي یا مدني فعالیتونو لپاره قانوني چوکاټ، نوي نظام عادي وګړي ته کوم بنسټیز حقوق ورتضمین کړي دي، ملي اردو به څومره تشکیل لري، کومي وسلې به ولري په… نور لوستل »
تاسو ښایی سیاسی مطلب لری او مونږ صرف دافغانستان دمشکل په هکله خبری کوو. مونږ خلک دسازنده انتقاد لپاره دعوتوو چه دطالبانو څخه بغاوت نه بلکه په تنده لهجه هغوی خپلو مسؤلیتو ته متوجه کړی.
په دې درنه دنده کې د داسې شخص ټاکل له کومو اسلامي او انساني اصولو سره برابره ده درنو ملګرو د لوړو زده کړو له سرپرسته یې پوښتنه وکړی.
که دغه سرپرست مسلمان وي او د اسلام په دین پوهېږي نو دې ته اړتیا نشته چې څوک یې له دندې لرې کړي بلکه خپل وجدان به ورته داووایي چې دنده پرېږده ځکه ته مسلمان یې او مسلمان خاین نه وي او ته د دې دندې اهلیت نه لرې.
اوس راغلی دی. مقرر سوی دی. زموږ مسلمان او افغان ورور دی. پریږدئ چي کار وکړي او خپل اهلیت یا نا اهلي خپله ثابته کړي. مهم شی عملي کار دی. دا تیر ۲۰ کاله چي څه مقررۍ سوي وې، هر یوه کاغزي معیارونه په اعظمه توګه پوره کړي وه. وزیرانو ډکتوراوي درلودلې، معینانو ماسټرۍ درلودلې، ولس مشر خو دي بیا څو څو درلودلې. نور څه خو پریږده، د درغلیو په مخنیوي نه سول قادر. اصلاحات او کمي او کیفي وده خو د لیري خبره. هیواد یې واخیستئ پر شراب څیښلي خره یې سپور کړ، آخر داسي ځني مرداره سول چي… نور لوستل »
دنن ټکي ادارې قدرمنو وروڼو دما اعتراض مو لرې کړی د خپلواکي ادعا مکوی ځان نه په زور بل واکه مه جوړوی زما اعتراض رابرسیر کړی زه داصلاح په نیت اعتراض کوم شخصي دښمني چا سره نلرم تر مانه خلکو سختې او ثقیلې لیکلي زه بدو ته بد وایم ولو که مې د کور غړی غلطه وکړي او ښو ته ښه وایم ولو که مې دښمن وکړي او حدف مې اصلاح ده تاسو دحقې خبرې زغم نلری او پدې عمل مو دښمنان ډیروی نور یې ستاسو خوښه (ستاسو کوم اعتراض لرې شوی دی؟ موږ د چا تبصره نه حذفوو. محض… نور لوستل »