ورزش

کرکټ بورډ کې نوې ګمارنې، عبد الله مزاري د غوراوي کمیټې غړی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ ګمارنو په تسلسل کې عبد الله مزاري د غوراوي کمیټې غړی ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې د ملي لوبډلې غوراوي کمیټې پخوانی مشر اسد الله خان د کرکټ ډایرکټر په توګه، میرویس اشرف، نور الحق ملکزی، رشید خان ځدران او عبد الله مزاري د غوراوي کمیټې د غړو په حیث ټاکل شوي دي.

فضلي زیاته کړې چې ډير ژر به د کرکټ بورډ غړي هم دغې ادارې ته وروپيژندل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس ښاغلي فضلي نن د سه شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې په ترڅ کې پورتني کسان رسنیو ته معرفي کړي دي.

د یادو ګمارنو په ترڅ کې د کرکټ بورډ مشر یادونه وکړه چې د ملي لوبغاړو په شتون کې به ډیر ژر د لیست ای سیالۍ هم پېل شي.

تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست پخوانی مشر حامد شینواری له دندې ګوښه او پرځای یې نصیب خان وټاکه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x