روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې روغتیایي سیستم اندېښمنونکی دی خو مرسته کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ وږي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس روانه اونۍ افغانستان کې د روغتونونو له لیدنو وروسته ویلي چې ددغه هېواد په ځینو برخو کې ممکن روغتیایي سیستم فلج شي.

د روغتیا سازمان مشر چې روانۍ اونۍ یې د یوه پلاوي په ملتیا د افغانستان د صدراعظم ملا محمد حسن اخند او د عامې روغتیا وزارت له پلاوي سره لیدنه وکړه، د روغتیایي سیستم په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي په دغه لیدنه کې د افغانستان د روغتیایي سکتور، او روغتیایي وضعیت په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ، ددې سربېره تیدروس ویره څرګنده کړه چې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونه د سقوط له خطر سره مخ دي، خو په وینا یې دوی په دې اړه له نړیوال بانک او نورو روغتیایي شریکانو سره خبري کړي چې افغانستان له دې ناخوالو وژغوري.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کابل یو شمېر روغتونونو کې له لیدنې وروسته ویلي چې روغتیایي سیستم د فلج کېدو په حال کې دی، خو دوی به تر خپلې وسې د ژغورلو کوښښ وکړي.

تیدروس ادانوم ویلي، «ډیره زړه دردوونکې ده چې د اضافي کارکونکې نرسانو له تېرو څو میاشتو راهیسې معاش نه دی ترلاسه کړی.

هغه دغه راز وویل، ډیری افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ډیری یې په وروستیو میاشتو کې د درملو د کمښت له امله مړه شوي دي.

هغه په یوه ټویټ کې زیاته کړه، «روغتیا یو خدمت دی چې په هر حالت کې دوام ته اړتیا لري، که د افغانستان روغتیایي سیستم سقوط وکړي تراژیدي به لا هم زیاته شي او ډیر نور خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي، خو موږ کولی شي په ګډه ددې پېښېدو مخه ونیسو».

په افغانستان کې نرسانو ته له تېرو درې میاشتو راهیسې هیڅ معاش نه دی ورکړل شوی، په دې مې زړه مات شو ځکه چې دوی شپه او ورځ ډیره ارزښتناکه دنده ترسره کوي چې د خلکو ژغورل دي، موږ باید ددوی اړتیاو پوره کولو لپاره ددوی ملاتړو وکړو».

باید وویل شي چې د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ افغانستان سره د روغتیایي تجهیزاتو مرسته کړې وه چې د قطر په مرسته کابل ته رارسېدلې ده. دغه راز د قطر، عربي اماراتو، ازبکستان او پاکستان هېوادونو هم د روغتیایي او خوراکي توکو مرسته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

اوس به دسقاوی دولت بارونه په طالبانو باریږی.
راځی ټولو تیرو غلو ته بدوا وکړو چه خدای دی همداسی مجبور او مسکین کړی څنګه چه دوی دافغانستان مستضعفه طبقه کړی وه. عسکر، معلم، نرس او نور.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x