
افغان حکومت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سفیر ټاکلی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي سفیر په توګه ټاکلی دی او ترې غوښتي یې دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.
رویټرز خبري اژانس دغه مکتوب ترلاسه کړی دی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریس ته مکتوب لیږل شوی دی.
په مکتوب کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي سفیر په توګه سهیل شاهین معرفي شوی دی.
د ګوټریس ویاند فرحان حق هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه دوی ته د لیږل شوي مکتوب تایید کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت دغه مکتوب په داسې حال کې لیږلی دی چې د تېر رژیم استازی غلام اسحاق د افغانستان په استازیتوب ملګرو ملتونو ته د خبرو لپاره ټاکل شوی دی.
خو د بهرنیو چارو وزارت مکتوب کې راغلي دي چې اسحاقزي مسوولیت نور پای ته رسیدلی او د افغانستان استازیتوب نه کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په وینا د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو دغه غوښتنه یې د اعتبارلیک اړوند ۹ کسیزه کمېټې ته لیږلې ده. په دغه کميټه کې امریکا، روسیه او چین هم شامل دي خو تر را روانې دوشنبې د دغې کميټې د ناستې احتمال نشته دی.
تر هغه چې د اعتبار لیک کميټې وروستۍ پریکړه نه وي کړې د افغانستان د حکومت پخوانی استازی به د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کوي.
د اعتبار لیک اړوند کميټه هر کال په اکتوبر یا نومبر میاشتو کې غونډه کوي او د اراو په اتفاق پریکړه کوي.
دغه شاهین صاحب په کوم اساس او تجربې او مسلکي توب دغه بست ته ټاکل شوی دی
پر دى تجربى چى هغه وطن فروشه نده. زه د يو افغان په صفت پر هغه سلهاوو ديپلومونو لعنت وايم چى د وطن پالى او وطن فروشى تر مينځ توپير نشى کولى.
ورک ته: ورک شی ته خو اصلآ خپله کوم دیپلوم نلری نو باید داسی خبری وکړی.
طوطی خانه تاسو باید سازنده فکرته خپل مغز ترینینګ کړی.
ته څوک یې چي دا پوښتنه کوې؟ څومره افغانان ورته پوښتنه لري؟ او د څو کسانو په استازیتوب ته دا پوښتنه کوې؟ که هر افغان ته د داسي پوښتنو حق ورکړل سي، په یوه دقیقه کي ۳۹ ملیونه (لږ و ډیر) پوښتني راولاړیدای سي. ۳۹ ملیونه پوښتنو ته د امارت مصروف مسئولین جواب ویلای سي؟ تا په دې پوښتنه مطرح کولو سره یو نامعقوله کار کړی دی. خپله پوښتنه دي بیرته واخله او د نن ټکي اسیا او د هغه د مینه والو څخه بخښنه وغواړه.
د انګلیس الف با یی زده ده او پاکستان کی یی د انګلیسی درې سمستره کورس هم لوستی دی. مهمه خبره چی امضا هم کولای شی او په دینی مضامینو کی هم بد ندی. نو باید ورته دا څوکی ور کړل شی.
هیله ده مونږ په هرڅه کی دمچانو په ډول ناخوانده اعتراضونه ونکړو. دافغانستان ګټو ته ترجیح ورکړو او دانارشی کلتور ته وده ورنکړو.
هغه په دی ټاکل سوی چه دطالبانو په نمایندګی دافغانستان لپاره ښه درواغ ووایی. دا د دیپلوماسی له تعریف سره برابر دی.
هغه خاین اسحاقزی خو په افغانستان بندیزونه غواړی ترڅو ۴۰ میلیونه افغانان دلوږی نه مړه کړی.
ذاهد صیب، شاهین خان تقریبا ۲۵ کاله تجربه لری، په سختو شرایطو که د اوسنی نظام انترنشنل ویاند پاتی شوی دی. فکر کوم مناسب دی. ستاسی لژ مریض یاستی، مننه
یوه روسی جنرال ویلی: که غواړی یو حکومت بدون له جنګه ختم کړی نو د هغه حکومت ستری څوکیانی او لوړ پُستونه نا پوه او کم تجربه کسانو ته وسپاری.
ستاسی مشکل د ژیری او پټکی سره دی او بس، که همدغه خلک بی ژیری او پټکی د اشرف غنی سره وای بیا خبره نوه،
د دې چوکۍ لیاقت، اهلیت او حق ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعیف درلود. هغه په سخت ترینو شپو کي په پاکستان کي د افغانستان سفیر دنده پر مخ یووړل. سهیل شاهین وتښتیدی او دی تر پایه پوري پاته سو. بیا بندي هم سو، ګوانټانامو ته هم ولاړی، تکلیفونه او زحمتونه یې هم ولیدل. سهیل شاهین په دې تیرو ۲۰ کلونو کي لکه د وریښمو چینجی پر خپل ځان راتاو کړي وریښمین پوښ کي ویده وو. چي پسرلی راغلی نو بورا ځني جوړه سول اوس به په برسلز کي پر سروو سپینو او تورو ګلونو به ګرزي. خو ضعیف صاحب، ته غم… نور لوستل »