افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: کابل پوهنتون رئیس د کاري تجربې له مخې مؤقت ټاکل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د لوړو زده کړو وزیر له خوا د کابل پوهنتون د نوي رئیس د ټاکنې دفاع کړې ده.

د لوړو زده کړو وزیر پرون سه شنبه (وږي ۳۰) محمد اشرف غیرت چې په ژورنالېزم کې لسانس لري د کابل پوهنتون د رئیس په توګه معرفي کړ.

د ښاغلي غیرت ټاکنې په ټولنیزو رسنیو کې توندو بحثونو ته لاره هواره کړه او دا یې د یوې لويې اکادمیکي ادارې سره سطحي برخورد ګڼلی دی.

خو د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو خبرپاڼه بیا د نوي رئیس د ټاکنې دفاع کړې او ویلي یې دي چې پخوانی رئیس دکتور پوهاند عثمان برابري لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز کړی و چې دی د علمي تحقیقاتو په لړ کې شپږ میاشتو لپاره جرمني هیواد ته پر سفر ځي، نو د خلا رامنځته کیدو له کبله دوی نوی رئیس معرفي کړ.

دوی زیاتوي چې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ دی او د افغانستان اسلامي امارت سره د لوړو زده کړو په اداره کې کاري تجربه لري.

د خبرپاڼې له مخې دغه ګمارنه یواځې د سرپرستۍ بڼه لري، وړتیاوو او شرایطو ته په کتلو پکې بدلون راتللی شي.

د یادونې وړ ده چې د ملکي لوړو زده کړو وزارت د قانون د ۲۰مې مادې له مخې د لوړو زده کړو رئیس باید د اړوند پوهنتون له استادانو څخه وټاکل شي چې علمي رتبه یې پوهاند، پوهنوال یا پوهندوی وي.

د چارو شننونکي وايي چې د کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ کال کې تاسیس شوی دی، تر نن پورې یې رییسان کادري کسان او د پوهنتون استادان او د ډېرې تجربې درلودونکي کسان ټاکل شوي دي.

دوی زیاتوي چې نوی رئیس د لسانس په کچه زده کړي لري، د پوهنتون په چاپېریال کې تجربه نه لري او محض د اړیکو پر اساس رئیس ټاکل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو دا نیوکه هم کړې چې د لوړو زده کړو وزارت د کابل په شاوخوا زر کسه استادانو کې یو د اعتبار او په شرایط باور کس نه دی پیدا کړی چې یو لسانس ورته د رئیس په توګه معرفي کوي.

په فیسبوک یو ټولنیز فعال لیکلي چې د نوي رئیس ټاکنه ډېر منفي اضرار لري ځکه د تجربې او تخصص نشتون له امله د پوهنتون اداري او اکاډمیکې چارې شړیږي او نظم له منځه ځي. همدا راز استادانو تر منځ د کار او خدمت انګیزه ورکیږي او دا مقرري دا پیغام ورکوي چې لوړې زده کړې، زحمت او د بېلابېلو مهارتونو زده کړه هېڅ درد نه دوا کوي بلکې د لوړو بستونو لپاره باید له وزیر سره نېکې اړیکې ولرې.

د پوهنتون استاد دکتور فضل الهادي وزین ویلي چې د دکتور عثمان بابري لرې کول او پر ځای يې داسې کس مقررول چې علمي درجه، تخصص او تجربه نه لري یو غیرحکیمانه اقدام دی چې د شرعي، علمي او اکادمیک معیارونو سره مطابقت نه لري.

همدا راز دکتور عمر عماد لیکلي چې د کابل پوهنتون ریاست ته د یو لسانس انتخاب «نه شرعا او نه عقلا او نه عادتا او عرفا مناسب انتخاب» دی. نوموړي زیاته کړې چې دا تاسف ځای دی چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د سلګونو استادانو او دکتورانو له منځه د کابل پوهنتون ریاست ته یو وړ او اهل شخص پیدا نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
23 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

زما د نن ټکۍ آسیا ادارې ته یو پیغام دی او هغه داچې د اشرف غني د حکومت پر مهال مو چې په کوم ډول خپرونې درلودلې چې له نیوکو به ډک وو اوس ولې نلری د خدای لپاره په خپله د لوړو زده کړو وزیر کله د دې وزارت وړتیا لري چې بیا د پوهنتون رئیس یې ولري د خدای لپاره د داسې شخص ټاکل په دغه علمي مرکز کې د الله، دین، عقیدې او انسانیت سره لوی خیانت دی ولې غږ نه پورته کوی او یواځې په خبرونو ځانونه تېرباسی دغه ملت کوم لوري ته وړل کېږي آیا… نور لوستل »

طاهر ثابت

السمع والطاعة ما لم یکن معصیة. مولوی سیب دی ترجمه کړی.
زه هم دطالبانو دتصمیم مخالف یم خو مونږ باید دومره مخالف هم نسو چه بغاوت باندی تقویه سی.
هیله ده افغانان دتنقید او انتقاد حدود په نظر کی ولری. افغانستان نور دشخصی تمایلاتو په خاطر داختلاف توان نلری.

محمد نعیم

او زاید صاحب ته دا شل کاله چیري وې، په نن ټکي اسیا کي مو یوه ورځ ونه لیدلې چي د افغان وژني او مسلمان وژني پر ضد دي ږغ پورته کړی وي. اوس ناحقه پر مقرریو اعتراضونه کوې. موږ (د هیواد تر ۹۰٪ زیات نفوس) خو په داغه خوشحاله یو چي کورونه مو نه بمباریږي، ماشومان او ښځي مو نه وژل کیږي، د لاري په اوږدو کي مو څوک نه زوروي. پاته سو د پوهنتون ریاست، چي انسان وي او صحت مند وي هر څوک دا دنده پر مخ بیولای سي او اسانه یې کولای سي. هر ه ورځ… نور لوستل »

طاهر ثابت

دا اخیری خبری به ستاسو مسخره وبولو. شاید زیات طالبان همداسی فکر کوی. خو که داسی وی نو هیهات ثم هیهات. افغانستان به هم وران سی.

مولوي نجیب الله زاهد

د افغانانو په سترګو کې خاورې نشی اچولای که له افغانانو مو وېره نشته نو له الله خو ووېرېږی د لوړوزده کړو وزیر صاحب له الله نه ووېرېږه خیانت مه کوه لږترلږه که د شرعیاتو یا حقوقو لیسانسه دې مقررکړي وای نو څه ناڅه به ښه وه ځکه خلکو به ویل چې په دین پوهېږي نو د ژورنالیزم څخه فارغ او په شریعت ناپوه انسان به څرنګه عمومي رئیس شي له الله نه ووېرېږه د لوړوزده کړو وزیره له الله نه ووېرېږه دغه کار دی لوی خیانت دی آیا پوهېږې چې د څومره انسانانو زړونه دې زخمي کړي آیا پوهېږې… نور لوستل »

ګل احمد

دا څه بېشرم سړی دی. لکه هغه لچره سپینسرې! ولاکه یا لنده ځني خوړل کیږي یا وچه. که اعتراض کوې ورسره د پوهنتون په دروازه کي یې وکړه. دا پخوانی رئیس لکه چي ستا خپل وو یا به ګرسره هغه یې

ځیرک څارونکی

ګوری راځی لږ انصاف وکړؤ له تعصب نه لاس واخلو او بیځایه هوای ډزی او غرور او تکبر ونکړو او دا و منو چی د برتری معیار اول اسلام بیا تقوی او ورپسی بیا علم او نور نور څه دی. که رښتیا راباندی وايې ددې کابل پوهنتون له اکثرو استادانو نه می ښه نه راځی زه د کرزی په اولو وختونو کې د کابل پوهنتون محصل پاتی شوی یم په هغه وخت کې چی د ټولی دنیا کومکونه افغانستان ته را روان ؤ له کابل پوهنتون نه یو معیاری پوهنتون جوړ نشو تعلیمی نصاب ډیر وروسته پاتی او اکثره استادان… نور لوستل »

طاهر ثابت

دخیرخواه په علم مونږ نه یو خبر. خو کاشکی هغه دتعلیم په شعبه کی زدکړی کړی وی. سیاسی پوستونه مونږ ته مالوم دی چه بیسوادان هم پکی مقرریدای سی خو له طالبانو مونږ لوړه توقع درلوده. پاته سو پوهنتون هغه باید باتجربه او باایمانه کس ته وسپارل سی. پوهنتون دوطن دابادی او خرابی سرچینه ده. مونږه دکابل دپوهنتون په سر باندی خبری نکوو. مونږه عامه خبره کوو. که داسی کارونه په نورو پوهنتونو کی وسی خبره به خرابه سی. دا باید وویل سی چه دکابل او نورو افغانی پوهنتونونو نه باصلاحیته او بی صلاحیته فارغان مالیدلی دی. ځینی یی عیاش… نور لوستل »

احمد

حق خبره ومنئ نجیب الله زاهد صیب پدې هکله حقیقت وایی . که له حقیقي اعتراضاتو نه پرهیز یاست بیا به د ملت لرې والئ له خپل ځان سره ووینئ . همدا سر تمګي د کرزي او غنی دور کې هم وه . تاسو دهغې مفسده ادارې انجام ولیده چې څه شو . تاسو داسي مکوي په ملت اعتبار وکړی خلک مه مایوسه کوی بېشکه دفساد او ناوړه کارو مخه یې ټینګه ونیسئ

د ظالم عمر لند وی

په خارج کی اوسیزم شه ژوند خو دخدای تعالی په خاطر دا مشوره درکوم. وه طالبه وروره، په الله تعالی قسم خورم چی تاسو مسول یاست! د لورو زده کرو وزیر مو ورتیا د دغه وزارت نلری دا خیانت دی، د کابل پوهنتون نوی تاکل شوی ریس ورتیا نه تجربه نلری دا مو خیانت کری، د خدای پاک او اخرت دورزی دحساب خخه ووریژی،! ولی دا ظلم کوی؟ ولی د پروفیسورانو توهین کو؟ که بابری صاحب ایسته کوی نو پر زای یی بل تکره پروفسور چی د ایدیولژیک ارخه ستاسو سره هم نظره وی مقرر کری. غاری مو بندی دی… نور لوستل »

د ظالم عمر لند وی

چیرته دی پتنگ؟ چیرته دی بیازی صاحب؟ ولی د د کابل پوهنتون د نوی بی تجربه او کم علمه رزس په تقرر سه نه وایاست؟ دخدایتعالی خخه و ویریژی مشوره ورکری ! دلته خارج کی یی موژ وشرمولو د ا ستر خیانت دی چی نور لایقت او اهل خلگ سته او تاسو داسی تقرر وکر

طوطی

په والله قسم چی داسی جاهلانه ټاکی چی زه ګورم فشار می جګ شی. د پوهنتون ریس یو لسانس هغه هم د پکتیا دریم درجه پوهنتون څخه چی د استاذی په الفبا هم خبر ندی. اول د لوړو تحصیلاتو وزیر باید لری شی پر ځای یو اکادمیک شخص مقرر شی. نن ټکی آسیا خو د غنی پر حکومت ښه با جراته خبری کولې خو اوس د ملایان غلطو او بی منطقو ټاکنو او عملګردو ته چپه خوله دی.

طاهر ثابت

ستا بدن هسی هم له تالبانو سره الرجی لری. دصبر هیستامین درته لیکو او دخارش په وخت کی ځینی استفاده وکړی. ددوا خوړلو جدی مراعات درباندی لازم دی.

طوطی

هههههههه یار ثابته: تخلص خو ښه دی خو خپله چندان ښه نښکاری. قسم په الله د ملا ځوی، د ملا لمسی یم. ټوله کورنی می دینی او مذهبی ده خو څنګ ته مو عصری زده کړی هم کړی. ملایان می د سر سترګی دی خو د جاهلو ملایانو دی کور وران چی عقل یی د کلونو تیریدو ورسته راځی لکه ملا ترابی او ځینی نور.

ملا جانان

طوطو ځوانه دا د فشار خبره دي مي خوښه سول. هغه به کومه ورځ وي چي ستا د څلویښتمي حلوا به وخورو. یوازي فشار لرې او که دي شکره او کلیسټرول هم ورسره پورته دي؟ که دي د زړه والونه هم ورسره تنګ وي دا نو بیا دوشش

طوطی

ملا جانان ته: ته هم ځانته ملا وایی کور دی وران شته بیخ دی شین شه. ولی می *********د څلویښتمی حلوا ته منتظر یی. یو مسلمان هیڅ کله د بل مسلمان د مرګ انتظار نباسی. زه به سبا هم دلته تبصره کوم خو ته څه پوهیږی ستا تبصری به نور دلته نوی. ډیر بی عقل یی. ته خو ځان ته ملا وایی د قرآن هغه حکم به هم درته معلوم وی چی کار باید اهل د کار ته وسپارل شی. ټپوسه

ملا جانان

طوطو ځوانه د مرګ څخه ډیر بیریږې خو بیا هم امادګي نه ورته نیسې او تل د فسق و فجور خبري کوې. بې له شکه چي موږ نه پوهیږو چي کومه لحظه به مو اخیره وي. ځکه منحیث د یوه انسان درته وایم چي ځان، خپل عقاید، فکر، عمل او وینا اصلاح کړه. مرګ راته ګوري او تر هغه هم ډیره وحشتناکه خبره دا ده چي د دې مرګ وروسته بیا د ابدي ژوند لپاره به راپاڅول کیږو او د هر څه حساب به ورکوو.

طوطی

کومه کاری تجربه چیری په کوم پوهنتون کی استاد پاتی شوی؟ اکادمیکه علمی درجه یی څه ده. دا ستر خیانت دی چی دی ملت سره کیږی. ملایان قصدآ کابل پوهنتون ورانوی. د ملایانو ضدیت له خوا څخه د مکتب او پوهنتون سره وه او دغه ده اوس یی په عملی توګه ټوله دنیا وینی.

طاهر ثابت

موقت او نا موقت دواړه غلط کار دی.

حامد

. داسى کس تعين کول بد كار شوي كار بايد اهل كار ته وسفارل شي چ په اسلامي حكومت كي يو اساسي اصل دي دکتور فيض محمد ځلاند هم مناسب شخصيت وو يا ضرورت وقت کى انجنر نظر محمد مطمين يي پر ځاى هم وى مناسب به وو همداسى حتى علمى او سياسى شخصيت انجنر نظر محمد مطمين هم په يو نامناسب ځاى ( اولمپيک امريت) کى تعين شوى او اخير کى نن ټکى اسيا اداره او مسولينو ته مى پيغام دى چه صفحه کى هغه د پخوا پشان فعاليت اوس نه کوى چ څه وجه دى وظيفه مو واخيستل… نور لوستل »

عائشہ یوسفزئی

دا کیسہ صرف د پوھنتون پہ استاد نہ تمامیږ‎ی بلکہ خبرہ پہ ډیرو حْایونو کی ورانہ دہ۔ مونږ‎ علماء تہ بی حدہ زیات درناوئ لرو۔ او د دنیا د ھر مسلکی اشخاصو نہ ددوی مرتبہ لوړ‎ہ دہ مگر ددوی دا برتری د ھر یو پوست اھلیت نہ ثابتوی۔ کہ د حج او اوقاف وزارت یا مذہبی امورو وزارت کی عالم یا ملا مقرر شی نو دا یی مناسب دئ مگر وزارت صحت کی یا د لوړ‎و زدہ کړ‎و وزارت کی یی مقررول صرف یو زیان دی او بس۔ او اوس د کابل ہوھنتون کی یو ماشوم غوندی بی تجربی او… نور لوستل »

عائشہ یوسفزئی

If u want people to share their views n give comments then kindly allow them for publishing from your site .

عائشہ یوسفزئی

U should not behave biasedly. If the comment is pro Taliban then u publish if not then u don’t . Not so appreciating .we do Constructive criticism

Back to top button
23
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x