نظــر

د لومړني قلموال په نامه – محمد آصف صميم

من لم یشکر الناس لم یشکر الله
(الحديث)

زما د همت مټو او د ملي ارمان وازرو مينه والو!

زما د دومره نازونې او نمانځنې غرونه غرونه مننه!

د سلامونو او دعاوو په لپو مو نمانځم!

د ښېوې له ګران صداقت کاموال او د دره نور له استاد ولي الله منصور صاحبزاده – چې راته ويل يې اوښکې مو نه ودريږي- نيولې د هېواد او نړۍ تر ګوټ ګوټه مېشتو مينه والو پورې د وګړي وګړي افغان سپېڅلې مينې او خواخوږۍ د زړه له تله مننه! په تېره د پښتو د نومور، مخور او منلي شاعر د دې شک د ازالې په موخه د زړونو د مالک او احوالو د شاهد ذات (ج) په ګواهۍ مو دا سپيناوی مخې ته ږدم، چې:

زه مئينه نه يم چا دروغ ويلي دينه

زه د ((نا مستقيمې)) خو څه، چې د ((مستقيمې نا مشروع استفادې)) په هنر هم نه پوهېږم، زه خو د عبدالحميد مومند په سپارښت د ليلی تر حسنه د مجنون د مينې پر هنګامه زيات ميئن يم:

هنګامه د مينې ګرمه ده تر حسنه
د مجنون د در ګدا شه ليلی مه شه

زما زړه پورې او زړه مېشتو خواخوږو او د مينې په زم زمو لمبېدليو ښاغليو!

تاسې به وايئ چې دا څه په ګډو وډو سر شوې، د ټپې سر موږ يو او منځ يې د نورو خبرو دی.

بيا پاک رب ګواه کوم چې:

ما د ملي، سياسي او ولسي شخصيت د خاوند محمد حسن ولسمل د صالح خلف (هېواد ولسمل) د عالي دارالمعلمين د ودانۍ په پرانستغونډه کې په دې نيت او اراده ګډون نه و کړی چې زه به په خپلو خبرو کې د نويو راغليو چارواکو له دومره حساسيت سره مخ کېږم چې:

۱- د ولسوالۍ په حکم به په خبرو کې احتياط کوې.

۲- د دريځ پر سر په پرته پرزه کې به راته ليکل کيږي، چې خبرې به کمې کوې.

۳- موږ ته به ضمانت راکوې، چې…

۴- ستا خبرو ته خلک غوږ ږدي او خبرې دې اخلي او له همدې اخيستو خبرو بیا بغاوت جوړيږي.

او همداسې څو نورې سپارښتنې…

ما څومره د دې سپارښتنو پامنيوی او رعايت وکړ؟ د دهغې د ځواب انځور د ګډونوالو د حافظې دوسيه کې ثبت دی.

زه چې د دې ازمېښت او ازموينې له صحنې سور مخی او مخروڼی را و وتم، نو خبر شوم چې په فېسبوکونو کې د غبرګونونو هنګامه جوړه ده، ما و ويل: دا خبرې او دا بهير فېسبوک ته چا ننه ايست، زما خو د خدای په ګواهۍ د خپل شاعر دوست خبره ((له دې هنګامې نه غېر مستقيم د شهرت استفاده موخه نه وه.))

هر څه چې وو خو درنو مينه والو مې راسره د خپلې سپېڅلې مينې د تړون د لا مزبوتيا هوډ رښتينی کړ، زه يې د مننې پور وړی يم، چې د يوسف غوندې يې د سياسي مصر په بازار کې په لوړه بيه وپېرلم.

نو په درنو کاڼو د خپلې بې کچه مننې له تللو پرته نور څه ځکه نه لرم چې:

په دې خړ خېبر کې څه دي بې له خاورو

د خپلو هغو مستنطقينو هم د زړه له تله مننه کوم چې راته يې په خپل عذر او پښېمانۍ ښودو جوته کړه چې:

هم مې و وژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه يار دی ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې

ستاسې د ټولو د افغاني ښاغلتوب په نمانځنه ډېره ډېره او ډېره مننه.

ستاسې د مينې په تور، تور

محمد آصف صميم

ستاسې د ملي او فردي ارمانونو د رژېدا په هيله
۱۴۰۰/۶/۳۱
کامه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x