نړۍ

ناټو وایی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم په افغانستان کی پاته کیږي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) دناټو هیوادونو ټولني خبرداري ورکړی دي چی  دافغانستان ددفاع او امنیت لپاره به افغانان یواځی پرینه ږدو بلکه له هغه څخه وروسته چی تر راتلونکي ۲۰۱۴میلادي کاله پوري نړیوال ځواکونه دهیواد امنیت چاري وافغاني عسکرو ته وسپاري ناټو ځواکونه به بیاهم دضرورت به اساس په افغانستان کی پاته شي.

څرنګه چی دروان کال دجولایی په میاشت کی دافغانستان دامنیت چاروسپارل له نړیوالوځواکونو څخه وافغاني عسکروته انتقالول پیل شوه چی دغه پروسه لاتراوسه پوري دوام لري، چی اوس تقریبا دافغانستان دنیمایی نفوسو دامنیت اوساتني مسؤلیت دافغاني ځواکونوپه غاړه ده اوهمدانګه دهغه پلان له مخی چی دبهرنیو ځواکونوله لوري وکورنیو ځواکونوته دواک له لیږدولو سره سم به بهرني قواوي له افغانستان څخه په تدریجي توګه  وتل پیل کړی دوام لري.

دناټوغړوهیوادونو دټولنی مشر اندروس راسموسن دهغي غونډی برخه والوته چی په بروکسل دایره شوی وه زیاته کړه نړیوال باید غلط نه شي چی ناټو هیوادونه به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان یواځی افغانانوته پریږدی، نوموړی زیاته کړه له نړیوالو ځواکونوڅخه وافغاني عسکروته دواک لیږدول دامعنی نه لري چی ګواکی مونږافغانستان پریږدو، نه مونږبه ترهغو پوري په افغانستان کی پاته یو ترڅو په افغانستان بشپړامن نه وی راغلي، ناټو نه غواړي چی له افغانستان څخه په داسي حال کی پښي سپکی کړی چیري چی هلته ګډوډي اوناامني  موجوده وي.

په بروکسل کی دناټوهیوادونو له دوه ورځنی غونډه څخه وروسته چی دافغانستان ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ هم پکی برخه اخیسته وه، دناټوهیوادونو دټولني مشر اندروس راسموسن دغونډي په اخیر کی له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل، مونږبه افغانستان څخه ترهغو پوری لاړ  نه شو ترڅو چی افغانستان کی پوره اومکمل ثبات نه وی راغلي له دغه حکومت سره به په څنګ کي ولاړیو او ورسره به لازمه مرسته اوهمکاري کوو.

نوموړی دخپلو خبرو پروخت وویل له ۲۰۱۴میلادي کال څخه وروسته به دناټو ځواکونه دافغاني فوځ په روزلو کی خاص رول ولوبوي، نوموړی وویل دافغانستان دراتلونکي په اړه به ډیرژر دامریکی دشګاګوپه ښارکی دناټو غړوهیوادونو یوه غونډه راوبلل شي په هغه غونډه کی به  دافغانستان پرراتلونکی اوله ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کی دناټو غړوهیوادنو پررول اومسؤلیت باندی بحث اوخبری وشي.

دیو سوال په ځواب کی چی له ۲۰۱۴ کاله څخه وروسته به په افغانستان کی دناټو غړوهیوادونوڅومره عسکرپه افغانستان کی پاته شي، نوموړي وویل اوس به  له وخت څخه مخکی  وي چي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کی دناټوغړو هیوادنودعسکرو دشمیري په اړه خبره وکړو، دابه هغه وخت مالومه شي چی افغانستان کی دڅومرو عسکروشتون اړین ده اوپه کومو امورو کی هلته باید کاروکړي، اوله دی سره به هغه وخت دافغانستان امیتی وضعه هم په نظرکی ونیول شي، له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به په افغانستان کی وامنیتي حالت ته په کتلو سره پریکړه وکړو چی څومره شمیره  بهرني عسکرباید په افغانستان کی پاته شي اوپه کوموچاروکي دنده ترسره کړي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x