افغانستان

عمران خان: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نکړي، کورنۍ جکړه به پېښه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل):د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، که چېرې طالبان یو ټولشموله حکومت جوړ نکړي او افغانستان کې شته جهتونه د خپل حکومت برخه ونه ګرځوي،‌ نو هلته به کورنۍ جګړه پېښه شي.

عمران خان دغه څرګندونې له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې کړې دي.

نوموړي‌ ویلي، که حکومت ټولشموله نه وي، نو ګډوډۍ به رامنځته او افغانستان به بې ثباته شي‌ «که هغوی ټول جهتونه په حکومت کې ور ګډ نکړي، نو ژر یا وروسته به کورنۍ جګړه وویني، دا به افغانستان بې ثباته کړي او ترهګرو ته به د راټوکېدلو فرصت ورکړي.»

عمران خان ددې تر څنګ پر نړیوالو غږ کړی، چې طالبانو ته وخت ورکړي، تر څو هغوی خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د نوموړي له قوله، هیواد به یې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې یو اړخیزه پریکړه ونکړي، بلکې د سیمې له هیوادونو سره په ګډه به په همدې تړاو دریځ ونیسي.

عمران خان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر مؤقتي بندېدلو اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د عمران خان پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو تازه خپله کابینه اعلان کړې او بېلابېلو وزارتونو ته یې داسې کسان ټاکلي، چې د شنونکو په اند، قومي جوړښتونه پکې په پام کې نیول شوي او کابینه ټولشموله بلل کېدای شي.

په نویو ګومارل شویو کسانو کې ځیني یې داسې هم دي، چې تر دې وړاندې له طالبانو سره نه دي پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عابد

په دې هيله چې ګاونډی هېواد پاکستان نور خپل حدود وپېژني ان شاء الله جګړه په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې شروع سي که چېرته دا خلک منع نه سي.

طاهر ثابت

پاکستان دطالبانو دښمنان ساتلی وو او اوس هم داسی ښکاریږی چه همداسی اراده لری. طالبان باید ورسره محتاط واوسی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx