افغانستان

ننګرهار کې وسله والو درې تنه وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» ښار کې ناڅرګندو وسله والو درې تنه په ډزو وژلي.

دغه پېښه نن سهار د جلال اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې «سرحدي لوا» ته څېرمه رامنځته شوې او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پېښه تائیدوي او زیاتوي، چې په دې برید کې وژل شوې درې واړه کسان ولسي وګړي دي.

بل لور ته د پېښې یو شمېر شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې په نښته کې دوه تنه امنیتي‌ ځواکونه او یو عام وګړی وژل شوي.

یاده دې وي، چې په روانه اوونۍ کې دا دریمه امنیتي پېښه ده چې جلال اباد کې رامنځته کېږي او عام ولس او امنیتي‌ ځواکونو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.

تر دې وړاندې هم جلال اباد کې دوې چاودنې شوې وې، چې امنیتي‌ بنسټونو یې په تړاو لسګونه کسان نیولي‌ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

اوس نو طالبان باید متوجه سی چه صرف کلشینکوف او طالب افغانستان نسی سوکاله کولی. هغوی باید له زړو باتجربه خلکو نه استفاده وکړی او هغه علم چه دښار په ساتلو کی موثر وی تری زده کړی او استفاده ځینی وکړی.

ګل احمد

دا زاړه باتجربه خلګ دي چي دا ترورونه پلان او تطبیقوي. دا باید ټوله توقیف سي. او بل یو یا دوه نفرو ویشتل دومره د کمال کار نه دی.په تیر نظام کي طالبان پر دې قادر وه چي زر زر نفره امنیتي منصوبین هره ورځ در ترور کړي خو نه یې کول. دا خلګ یې خپل بلل. پاته سول دا څو چغالان، دا انشاء الله پیدا کیږي، په دې شرط چي هغه د ۲۰ کالو څخه وړاندي طالب چارواکي پر کورونو کښیني او موقفونه په دې تیر ۲۰ کلونو جګړو کي راپورته سوو او ځلیدلو طالبانو ته وسپارل سي. طالبان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x