افغانستان

قطر: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مرسته او مذاکرات وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د قطر هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره بشري په سیاسي مسائلو پورې ونه تړي.

نوموړي دغه  څرګندونې پرون د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د وینا پرمهال کړي او د نړۍ په سترو قدرتونو یې غږ کړی چې نه باید د خپلې خوښې نظام په نورو ملکونو وتپي.

شیخ تمیم د روان کال په جنوري میاشت کې د خلیجي هېوادونو د همکارۍ سازمان لخوا د متبادل احترام او ګډو ګټو په چوکاټ کې د مذاکراتو له لارې د ستونزو هواري باندې ټینګار یو ښه ګام بللی او ډاډ یې څرګند کړی چې دغه هوکړه به د ورونو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاغښتلې کړي.

هغه دغه راز له ایران سره د اختلافاتو د حل لپاره د معقولو مذاکراتو کول او «اتومي تړون» ته راګرځېدل یو اساسي شرط بللی دی.

ددې ترڅنګ د قطر امیر له نړیوالې ټولنې په ټینګه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره کېدونکي انساني مرستې باید له سیاسي مسائلو ونه نړي او ویلي یې دي: «پکار ده افغانستان سره کېدونکي بشري مرستې د سیاسي اختلافاتو ښکار نه شي.»

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو سره مرسته وکړي او ورسره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د قطر امیر په داسې مهال له نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بشري مرستو او طالبانو سره د مذاکراتو په دوام ټینګار کوي، چې له یوې میاشتې زیاته موده کیږي طالبانو د پلازمینې کابل په ګډون ټول افغانستان باندې خپله ولکه ټینګه کړې او د جګړې ټغر یې ټول کړی دی؛ خو تراوسه د هیڅ یوه هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم د امریکا متحدو ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۹.۵ ملیارده ډالره پانګه کنګل کړه او نړیوالو پور ورکوونکو هېوادونو هم افغانستان ته د ټاکل شوو پیسو ورکولو څخه انکار وکړ د کومې له امله چې افغانستان کې پانګوال او هېوادوال په بانکونو کې خپلو نقدي پانګو په لاسرسي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x