افغانستان

ملګري ملتونه له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې ۴۵ ملیونه ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه وايي، د روغتیايي سیستم د سقوط د مخنیوي لپاره افغانستان سره د ۴۵ ملیونه ډالرو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) نن د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې دغه مرستې به د یاد سازمان د بیړنیو مرستو صندوق له لارې ورکول کیږي.

د «اوچا» د معلوماتو له مخې د افغانستان روغتیايي سکتور دامهال د درملو، روغتیايي تجهیزاتو او د سوند توکو ترڅنګ د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو له کمبود سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، د افغانستان د روغتیايي نظام د سقوط به یو ناورین رامنځته کړي او ولس به له لومړنیو روغتیايي خدماتو څخه محروم کړي.

په هغه اعلامیه کې چې نن د چهارشنبې په ورځ د «اوچا» لخوا خپره شوې ډاډ ورکړل شوی چې ملګري ملتونه به د اړتیا په صورت کې د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ کابل ته د سفر پرمهال د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر «تدروس اوهانوم» ویلي ؤ، په افغانستان کې د صحتمندۍ پروګرام د درېدو له کبله ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان باندې د اسلامي امارت د واکمنۍ راهیسې که څه هم د چین، پاکستان، قطر او بحرین په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرستې کړي؛ خو لاهم افغانان په روغتیايي برخه کې لازیاتو مرستو ته سترګې په لار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس همدغو مرستو ته خوشحال اوسی. په والله چی ډیر ضعیفه یاستی په حکومتداری کی. د نړی سیاسیون وایی که غواړی چی یو ملت تباه کړی او یا د هغوی حکومت بدون له جنګه ختم کړی نو په هغه حکومت داسی کسان پیدا کړی چی ستاسو په خوښه غیر مسلکی او نا پوهه کسانو ستری تندې وسپاری. ما د بګرام د زندان یو کلپ ولید. له هغه زندان څخه باید فلمونه واخیستل شی په آینده دنیا ته وښودل شی چی هغوی چی بشردوستانه چغی وهلی دادی وګوری چی زندان یی په څه شکل وه او څنګه یی د بشر ضد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x