افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د وينا کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې روانه اونۍ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بايد د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي ته د افغانستان په استازولي د وينا کولو اجازه ورکړل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د وياند ذبيح الله مجاهد سکرتر بلال کريمي رسنيو سره د خبرو پر مهال د دې غوښتنې پخلی کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت همدارنګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوتېرش په نوم لېږل شوي ليک کې د قطر سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی دی.

د انټونيو ګوتېرش وياند فرحان حق د افغانستان اسلامي امارت د ليک پخلی کړی او ويلي يې دي، چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو نهه کسيزې کمېټې ته دا ليک استولی، چې امريکا، چين او روسيه هم غړلي دي.

د رويټرز په شمول يو شمېر غربي رسنيو هم د دغه ليک پخلی کړی او ويلي يې دي، اسلامي امارت په دغه ليک کې د استدلال په توګه ويلي، چې د کابل نسکورې شوې ادارې د استازي غلام اسحاقزي کاري دوره پای ته رسېدلې او تر دې وروسته د افغانستان استازولي نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو د سرچينو له مخې د ټاکل شوي پلان له مخې د روانې اونۍ په ناسته کې غلام اسحاقزي ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د وينا حق ورکړل شوی دی.

د نوي استازي د ټاکلو په اړه به د ملګرو ملتونو د باور ليک اړوند کمېټه پرېکړه کوي او تر څو، چې دغه کمېټې د رايو په اتفاق هوکړه نه وي کړي، د کابل ادرې پخوانی استازی به پر خپل ځای پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په بښنی سره چی د طالبانو غوښتنه رد شوه. ما د بین المللی ورځپاڼو سر خطونه ولیدل ټولو حرامیانو پکی کامنټونه کړی چی طالبانو دی په رسمیت ونپیژندل شی هغوی د ښځو حقوق تر پښو لاندی کړ ټولشموله کابینه یی جوړه نکړه پر خپلی وعدی یی وفا ونکړه چی ټولشموله حکومت به جوړوی و ماته خو مهمه داده چی تعلیمی دستګاه وې یی مخ په ختمیدو کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x