افغانستان

د ملګرو ملتونو ۷۶مه کلنۍ غونډه؛ د نړۍ مشرانو د افغانستان په اړه څه وويل؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د ۷۶مې کلنۍغونډه کې د چاپېريال ساتنې او کرونا سربېره د افغانستان په اړه محوري بحثونه وشول.

د ملګرو ملتونو د دې کلنۍ غونډې مشري د مالديف هېواد پر غاړه ده او تر سلو زياتو هېوادونو مشران او استازي په کې ګډون لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتيرش دغې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي: «موږ له يوه ترينګلي وضعيت سره مخ يو، دا د رښتينولۍ وخت دی، په داسې يوه وضعيت کې يو، چې بايد خپل باور بېرته تر لاسه کړو، اوس د خوشباورۍ او هيلو خپرولو وخت دی او کومې ستونزې چې موږ پيدا کړي، اوس یې بايد بېرته د حل کولو لپاره هم هلې ځلې وکړو.»

د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د افغانستان شل کلنې جګړې پای ته رسول خپله لاسته راوړنه وبلله، خو ایران بيا وايي، چې امریکا په زوره له افغانستانه شړل شوې ده.

جو بايډن د ملګرو ملتونو دغې غونډې ته وویل: «موږ د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، وحشي او بې رحمه دوره ختمه مو کړه او اوس مو د ډيپلوماسۍ دوره پيل کړې ده.»

په دغه ناسته کې ترکيې او قطر له نړيوالو وغوښتل، چې د افغانستان مرسته او همکاري وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وويل، چې افغانان له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، تېرې څو لسيزې يې له کړاوونو ډکې وې او نړيوال بايد له هر ډول سياسي تړاو پرته د افغانستان ځمکنيو حقايقو ته وګوري او د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د قطر امیر شيخ تميم بن حمد هم آل ثاني هم د افغانستان پر موضوع وويل، چې نړۍ بايد په دې حساس وضعيت کې د افغانانو ملاتړ وکړي، له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي او ټينګار يې کړی، چې بندیزونه به حساسيتونه راوپاروي او د دې پر ځای بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

نفاق ختم کری د بدبختی جرری همدا دی ، د ناکامورا قاتلین پیدا کری، د امیر حبیب الله خان کلکانی او نورو مجاهدینو لکه میر مسجدی خان ملا مشک عالم ، محمد جان خان قاتلان ملت ته معرفی کری . دیره گته به وکری .
او د ناکامورا غوندی ذهنیت وپالی او خوور کری .
او په یاد ولری توله دنیا مو دخمنه ده . انتظار تری مه لری.

محمد صالح

وردګ صاحب، دا دي څومره لیري لیري خلګ یوځای سره یاد کړي دي. کټمټ لکه ما چي دوکان را ایستلی وو او بانجڼ، چاخوریاني، د نټونو بولټونه، د نوکانو رنګ، کولچې او خمیر صندل مي پکښي خرڅول. په ۸ میاشتو کي ۴ ګیراکان راته راغلي وه بالا مي دوکان بیرته بند کړ او د پلور هغه اجناس چي خرابیدل یې نه کول اوس هم راته پراته دي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x