ورزش

پاکستان: نیوزیلاند لوبډلې ته له هند څخه د ګواښ جعلي ايمیلونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان حکومت د هغه ګواښونو څخه پرده پورته کړې چې نیوزیلاند لوبډلې ته په پاکستان کې ورکړل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته ویلي چې نیوزیلاند لوبډلې ته د ایمیلونو له لارې د هند له ممبۍ ښار څخه ګواښونه لیږدول شوي دي.

فواد چودري رسنیو ته زیاته کړې، په دغه جعلي ایميلونو کې نیوزیلاند لوبډلې ته په اګست میاشت کې ګواښ شوی و چې پاکستان ته سفر ونکړي، ځکه چې د داعش ډلې له برید سره به مخ شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي چې ایميل د هند په ممبۍ ښار کې تېره میاشت د پاکستاني طالبانو مشر احسان الله احسان په نوم جوړ شوی، او د نیوزیلاند لوبډلې اوپنر لوبغاړي مارټن ګپټل میرمنې ته یې دغه ایمیل لیږلی چې یاد لوبغاړي ته په کې د وژلو ګواښ شوی دی.

فواد چودري وایي، په یوه ایمیل کې لیکل شوي، «موږ به مارټن ګپټل پاکستان کې د سفر پرمهال ووژنو».

هغه وایي دوهم ایمیل د سپتمبر په ۱۷مه نېټه شوی په کومه ورځ چې نیوزیلاند د لوبلړۍ لغوه کولو پریکړه وکړه، په دې ایمیل کې نیوزیلاند لوبډلې ته ویل شوي وو چې «تاسې پاکستان ته د سفر کولو په پریکړه ښه ونکړل، موږ به تاسې ډیر ژر په نښه کړو، موږ به په هرځای کې بمونه والوځو، ستاسې له هوټل څخه تر میدانه، زموږ کسان به تاسې ونه بخښي هغوی تاسو پسې دي».

فواد چودري وایي دغه ایمیل د یوه داسې موبایل څخه لیږل شوی چې په هند کې جوړ شوی او د وي پي ان په کارولو یې ځای د هند پرځای سینګاپور او نوم حمزه افریدي ښودلی دی چې د نیوزیلاند بېلا بېلو لوبغالو ته یې ګواښونه لیږل.

هغه زیاتوي چې د یادو جعلي ګواښونو سربېره بیا هم د نیوزیلاند لوبډله پاکستان ته راغله، خو نه پوهیږي په وروستیو شېبو کې داسې څه پېښ شول چې دغه لوبډله یې وتلو ته مجبوره کړه.

باید وویل شي چې د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د نیوزیلاند لوبډلې چې په پاکستان کې شتون درلود ناڅاپي دغې لوبډلې سره سیریز لغوه او د امنیتي ګواښونو له کبله د ژر ستنېدو پریکړه وکړه.

پاکستان او نړۍ ته د نیوزیلاند دغه ناڅاپي پریکړه حیرانونکې وه، خو د نیوزیلاند حکومت ویلي وو چې دوی ته د لوبغاړو په سر ګواښونه ورکړل شوي او ممکن له خطر سره مخ شي، خو دوی د ګواښ په اړه معلومات نه دي ورکړي.

له نیوزیلاند وروسته د انګلستان لوبډلې چې ټاکل شوې وه د اکتوبر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې پاکستان ته لاړه شي هم د دوه شل اوریزو لوبلړۍ لغوه کړه.

پاکستان د یادو پریکړو په اړه سخت غبرګون وښود او دا یې د دواړو لوبډلو له لوري بزدلانه پریکړه وګڼله.

د پاکستان کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي عمومي مشر رمیز راجه په یادو پریکړو سخت غبرګون څرګند کړ او زیاته یې کړه چې ددوی څخه به بدل اخلي او دا موضوع به د کرکټ نړیوالې شورا مخې ته ږدي.

رمیز راجه تېره ورځ په خبرو کې ویلي وو چې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د ګډو سیالیو یو تړون لاسلیکوي، تر څو کرکټ له اروپایي او نورو هېوادونو خلاص او په خپل ځان تکیه شي.

په دې تړاو په راتلونکي نږدې کې په پاکستان کې یوه غونډه ترسره کېدونکې ده چې شونې ده د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیز الله فضلي هم یاده غونډه کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x