افغانستان

د باګرام دننه؛ پخواني بندیانو الجزیرې ته د زندان کیسې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): الجزیرې نړیوال تلویزوني کانال خبریال د هغه بندیانو سره چې په باګرام امریکايي زندان کې بندیان ول، د دغه زندان څخه لیدنه کړې ده.

۳۶ کلن حاجي مومن حمزه په باګرام کې بندي و او له باګرام تښتیدلی دی، هغه له نورو طالبانو سره دغه زندان کې الجزیرې خبریال ته هغه څه ښودلي چې امریکايي ځواکونو به دوی پرې شکنجه کول.

د راپور له مخې کله چې دوی زندان ته ننوتل د حاجي مومن سترګې په یوې څوکۍ ولګېدلې، نوموړي وویل چې دوی [امریکایانو] به زموږ پښې لاسونه په دغه څوکۍ پسې تړل او بیا یې برقي شاټونه راکول، کله کله به یې د وهلو لپاره دغه څوکۍ هم استفاده کولې.

باګرام زندان په ۲۰۰۱ز کال کې د باګرام هوايي ډګر دننه امریکايي ځواکونو جوړ کړو او په کې ۵زره کسان بندیان ول. دغه زندان په اګست میاشت کې طالبانو مات کړ.

د جینوا کنوانسیون

د باګرام زندان په دیوال لوی بورډ لګیدلی دی، په دغه بورډ په دري او انګلیسي د جینوا کنوانسیون ځينې مادې لیکل شوي دي خو څوک دغه مادې نه لولي. د مثال په بورډ لیکل شوي چې لاندې اقدامات په هر وخت او هر ځای کې منع دي: د یو چا پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړي ډول د هغه وژل، مثله کوله، ظالمانه چلند او شکنجه کول.

خو دغه پخواني بندیان وايي چې دغه اصول هيڅ نه تطبیقیدل نه تطبیق شوي دي. یو پخواني بندي الجزیرې ته وویل چې یو ځل څوک باګرام ته ننوتل بیا یې د وتلو لاره نه شته دی؛ او که ته جنګیالی [طالب] هم نه وی باګرام څخه په وتلو درڅخه جنګیالی جوړيده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم باګرام زندان د طالب جوړونې فابریکه ګڼلې وه او ويلي يې ول چې باګرام کې خلک توهینيږي.

د حمزه هم هغه ورځې یادې دي چې امریکايي ځواکونو به ورته برقي شاټونه ورکول، سرښکته پښې بره به په ساعتونو ځوړند و، ویده بندیانو باندې به اوبه او ګاز شیندل کیدلو، په داسې کوټو کې به ساتل کیدل چې کړکۍ يې نه درلودې، تنهايۍ کې به په اونیو اونیو او میاشتو میاشتو ساتل کیدل، برق به يې یا بند و یا به ۲۴ ساعته لګیدلی و.

دوی الجزیرې ته تور زندان هم ښودلی دی. تور زندان د تنهايۍ زندان دی چې بندیان په کې روحي شکنجه کیدل. حمزه وايي چې دوی د جنسي ځورونو په شمول مختلف قسمه شکنجې کولې، او دده لپاره روحا ډیر نا ارامونکې ده چې هغه څه بیان کړي چې زندان کې کیدل‎.

حمزه ویل چې «شکنجې به ډير وخت افغانانو کولې، کله کله به امریکایانو شکنجه کول خو امر به ورته امریکا کولو».

هغه وویل چې په باګرام کې ۸۵ سلنه بندیان طالبان ول او په دې کې داسې بندیان هم له کلونو راهیسې پراته ول چې طالبان نه ول خو امریکايي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي وو.

د زندان اصول

په باګرام کې د زندان اصول په یو لوی بورډ لیکل شوي دي. دغه اصولو کې امر شوی دی چې هيڅوک به ګاردانو باندې هيڅ څه نه شیندي. همدا راز په ګاردانو باید لاړې تو نشي. د ګارد امر اطاعت باید وشي او دا هیڅ استثا نه لري.
خو دغه بندیان وايي چې دا اصول ډير وخت نه عملي کیدل.

«ما له یو ګارد څخه په ۱۰۰۰ افغانۍ مبایل واخیستل، موږ په دیوال کې سوری پيدا کړ او کله مو چې شبکه موندله موږ به زنګ وهلو». حمزه وايي چې «ما سره دوه کاله مبایل و. څو ځل راسره ګیر شو خو بل به مې بیا واخیست».

د زندان دننه تلیفون له افغان بندیانو سره له زندانه په تېښته کې مرسته وکړه. د جون په ۲مه کله چې امریکايي ځواکونه ناڅاپي باګرام څخه ووتل او افغان حکومت يې هم خبر نه کړ، باګرام باندې سرپرستي کمه شوه.

«زموږ یو ملګری مریض شو موږ مرسته غوښته خو هيڅوک رانغلل. په زندان کې سکوت خپور و. کله چې موږ د تښتېدو پریکړه وکړه، دروازې مو په هغه اوسپنیزو پلیټونو مات کړل چې موږ ته په کې ډوډۍ راکول کیدله».

حمزه زیاتوي چې ورور ته مې زنګ ووهلو او هغه راپسې راغللو، خو چې کور ته لاړم هيڅوک مې نه پيژندلو، خاصتا ماشومان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x