افغانستاننړۍ

امریکا: دوه تازه تللي افغان مهاجرین د بېلابېلو جرمونو په ارتکاب متهم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا فدرالي حکومت قضايي هیئت (ژوري) دوه افغان مهاجرین چې تازه له افغانستان څخه امریکا ته تللي دي په دوه بېلابېلو جرمونو متهم کړي دي او پر خلاف یې جنايي دعوی اقامه کړې.

په ۲۰ کلن بحرالله نوري اتهام دی چې یوه ماشومه نجلۍ يې د مهاجرینو په یوه کمپ کې جنسي ځورولې ده. قضايي هیئت هغه په درې مختلفو جرمونو متهم کړی دی. لومړنی اتهام پر یوې ماشومې باندې د زور له لارې جنسي اقدام کول دي، دوهم اتهام له ماشومې سره جنسي اړیکې نیول دي او درېیمه اتهام د ماشومې سره له زور کار اخیستل دي.

دوهم متهم ۳۲ کلن محمد عماد دی چې په خپله مېرمن يې تعرض کړی، د هغې د زندۍ کولو او خپه کولو کوښښ يې کړی دی.

د اتهام سند کې راغلي چې عماد دغه جرم د ستمبر د میاشتې په ۷مه کړی دی. د هغه مېرمنې څارنوالانو ته ویلي چې عماد ورته ویل چې بېرته یې افغانستان ته لیږي.

دواړه افغان اتباع حاضره پولیسو نیولي دي او په زندان کې پراته دي.

که په نوري لګیدلي اتهامات ثابت شول نو حداقل ۳۰ کلونو پورې بند محکومیدلای شي. عماد بیا حداکثر تر لسوکلونو پورې په بند محکومیدلای شي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د اګست په میاشت کې هغه افغانان له ځانه سره امریکا ته بوتلل چې په تېرو شلو کلونو کې یې د دوی خدمت کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

افغانان باید د امریکایانو څخه منندویه و اوسیږي چي د هیواد ټول جنسي تیري کونکي، خاینان، غله او جنایتکاران یې د دې هیواده څخه ټول کړل. مقصد افغانان باید پیشګي لا نړۍ ته اعلان وکړي چي موږ ټوله داسي بد خلګ نه یو لکه دا درغلي چي دي. دا ټوله هغه خلګ ستاسو حکومت دروستلي دي چي دا ۲۰ کاله یې په افغان وژنه کي د دوئ د نظامي رهبري سره مرستي کولې. چي دوئ هغو خپل نه سول چي څو نسلو یې ګډ ټولنیز ژوند ورسره کړی وو او په بهرنوی اشغالګرو یې وژل نو دا د دوو ورځو… نور لوستل »

pattang

افرين عبدالرقیب صیب ، کور د ودان حقیقت د څرګند وېیلی دی . له دې څخه مالومیږي چې دې غلو بی اصله او نسبه د شوکې او دغلا لپاره په افغانستان کې ژوند کاوو ، اوس ګوره چې له افغانستانه منډې وهي کله چې لاره
او امکانات ورته برابر شول !! دلته اوس سوال پيداکیږی ، چې د طالب له عمومي عفوې سره په زرګونو د افغانستان او سېدونکي تښتي نو ایا دوی افغانستان خپل هیواد باله ؟؟؟ زه وایم نه !

عظيمی

سلام می قبول کړه۔ ډير دي په دي فلزی بغره و خندولم۔ که یو بل خدمت هم امريکا وکړي چه خپل داعشان يا اوباسي او يا یی ادرسونه را سره شیریک کړي۔ د خپل ظلم 0,001% به یی تلافی کړی وي۔ د دځانه سره چه یی بیولی دي دا به دوي ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي۔ صبر وکړه دايي لا شروع ده۔

طوطی

دا هغه لندغر دی چی د زندانو څخه را خوسی شول او بدون له سند او اسنادو امریکا ته ورسیدل. اوس چی دا کارونه ونکړی نو څه به کوی. د افغانانو نوم هسی هم په ټوله نړی بد دی خو داسی کسان یی نور هم ور بده وی. امریکا نباید هر کس او ناکس بدون له اسنادو امریکی ته نوی استولای.

عظیمی

ته څو کاله په F1 کى ناست وى؟”دا هغه لنډغر دى چه د زندانو……….” بيا هم ګناه طالبانو ته چه دوى زندانونه مات کړل. يعنى دا چه دوى د ځانه دغه کسان ترانسپورت کړه ټوله د انسان بچى وه؟ د غنو په وخت کى لندغر أزاد ګريدل. زندان کى کمزوري او بى واسطى بند وه. د صفر قطعو کى تقريبأ ټوله جاهل، لانده غول، قاتلين او ګوډاګيان راټول شوى وه. آيا تادين، صالح، احمد، محب، دوستم، محقيق مسعوديان، ربابيان او ددوى په شان دا لنډغر نه وه؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x