افغانستان

د ماليې وزارت وايي چې بريښنايي مالیاتي سستم یې بېرته فعال کړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ماليې وزارت د عوايدو لوی ریاست وايي چې د یوې تازه پریکړې پر بنسټ یې د بريښنايي مالیاتي سستم یا (e-filling) یې بېرته فعال کړی دی.

د بريښنايي مالیاتي سستم د تېر رژیم د سقوط سره غیرفعال شوی و.

د ماليې وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د د برېښنايي مالياتي اظهارليکونو وړاندې کوونکی سيسټم (e-Filing) بېرته فعال شوی دی او ماليه ورکوونکي خپل مالياتي مکلفيتونه لکه د پخوا په څېر وړاندي او تاديه کولی شي.

د ماليې وزارت اوس له مالیه ورکوونکو غوښتي چې خپل مالياتي مکلفيتونه ژر تر ژره وړاندې او تاديه کړي.

د خبرپاڼې له مخې مالیاتي ادارې اوس خدمتونه وړاندې کوي او مالیه ورکوونکي د خپلو مالياتي اسنادو د پړاوو د پر مخ بېولو له پاره مالياتي ادارو ته تللی شي.

د بريښنايي مالیاتي سستم کې مالیه ورکوونکي په انلاین بڼه مالیاتي سندونو ته لاسرسی پیدا کوي او هم دا په انلاین بڼه ورمعلومیږي چې څومره مالیه باید دولت ته جمع کړي.

بريښنايي مالیاتي سستم د مالیو د جمع کولو پروسه لنډه کړې، شفافیت یې رامنځته کړی او د فساد مخه يې تر ډيره حده نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

کله چه طالبان د عصری سیستم، کار و اهل کار ته سپارل او یا د ښځو د حق خبره کوی هیڅ باور مه نکیژی، یعنی کله خندا راشی، زړه می دا خبره اصلا نه منی، بس د خپل زړه سره می جنګ وی، سل بهانی او عذرونه ځانته پیش کوم، خو اخر یی بیا هم نه منی. نه پوهیژم ولی؟ الله پاک د وکړی چه زما تصور او باور غلط ثابت شی. والله اعلم خو دپورته ټولو نقطو سره ، سره ور ته دوعا کوو چه الله پاک د دوی د امارت حفاظت وکړی چه د ډیرو لویو لویو شرونو… نور لوستل »

طوطی

طالبان دی په اوس وخت کی د کنګل شویو پیسو غوښتنه نکوی تر هغو چی حکومت یی په رسمیت نوی پیژندل شوی. اوس د دفاع وزارت او داخله هغه پخوانی مصرف نلری. طالبان دی فقط ټول کوشش په داخلی عوایدو وکړی لکه: د تذکرو ویش، پاسپورت، ګمرکات، ښاروالی، برق او نوری تصدیانی. دا عواید د مامورینو معاشونه، تراسپورت او ډیری نور مخارج ښه پوره کولای شی. لطفآ د قریشی غوښتنو ته لبیک مه وایی چی تباهی ته به مو کینوی. دیننه افغانستان کی ډیر عواید شته چی حکومت خود کفا کړی. پخوانی فساد نشته، عواید د تلیفونی له شبکو، ډیری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x