افغانستان

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی: نړۍ پر دې معترفه ده چې نوی حکومت فاسد نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال راميز الاکبروف د مالي له وزیر هدایت الله بدري سره په یوه لیدنه کې ویلي چې نړۍ پر دې اعتراف کوي چې د طالبانو په رهبرۍ نوی افغان حکومت فاسد نه دی.

د ماليې وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي رامیز وویل چې دوی باوري دي چې د نوي حکومت د رهبرۍ لاندې به په افغانستان کې هیڅ ډول فساد نه کیږي.

ښاغلي راميز زیاته کړې چي ملګري ملتونه به د افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او حاضره د دوی لومړیتوب روغتیا او غذا برخې دي.

په عین حال کې د ماليې وزیر د ملګرو ملتونو استازي ته څرګنده کړې چې که په افغانستان کې ستونزې زیاتیږي نو د دې زیان به ټولې نړۍ ته رسیږي چې یو مثال يې نورو هیوادونو ته د افغانانو مهاجرتونه دي.‎

هغه ټينګار وکړ چې نړیوال دې افغانان له افغانستان څخه نه وباسي بلکې د افغان حکومت سره دې مرسته وکړي څو  اقتصادي حالات يې سم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

صافیه وروره دنیازماووستا په جامعه داسی نه پوهیږی لکه زه اوته چه په پوهیږوزماووستاکابینه عین دخرودر یړیودچلولو حیثیت لری کابینه دملک سترګی دی هوښیار تعلیم یافته پاک خلک غواړی کمونسټان ددنیاناپاک ترین خلک دی هیڅکله با ید په کابینه کی نوی طالبان یاپه نامه ملایان نن زموږدجامعی ناپوهه اوجاهل ترین خلک دی چه نه دقرآنکریمه خبردی اونه دسیاسته، مثلاً:په دنیاکی تر(I S I)زموږ لوی دښمنان نسته دغه ۲۰ کاله ددوی اوطالبانوپه سبب افغانستان په وینوکی و لمبیدۍ نن ستاکابننه (I S I)درجوړه کړه بیرته دی هغه دجنګ ډګرته استوی آیاداستاکابینه خپل دښمن پیژنی آیاملامحمدحسن چه صدریعظم دۍ ملک ته یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x