نظــر

اسلامي امارت ته کاري لومړيتوبونه

عبدالجبار وحدت

په هيواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته او چې يې د حکومت چارې ترلاسه کړي دي اوس نو د ټول هيواد د نظام چلول او چارې پرمخ بېول ورله غاړې دي، دا د حکومتونو مسؤليت دی چې د خپلې جغرافيې په حدودو کې ملي، ولسي او هر اړخيزو مسئلو ته رسيدګي وکړي او په ښه توګه يې پرمخ يوسي، که څه هم په يو هيواد کې ډېرې برخې کار ته اړتيا لري خو زما په نظر يو څو يې په لاندې ډول دي هيله ده د مسؤلينو د پام وړ وګرځي.

1. د پوهنتونونو،میدانونو او نورو بنسټونو نومونه باید ملي شي.
1. د ټولو بندو لارو خلاصول
2. د امنیت تامین
3. ملي او قوي نظامي ځواک رامنځته کول
4. د بشپړ زغم څخه کار اخیستل
5. د ټولو اداراو بیا خلاصول
6. د بیت المال حفظ
7. د احتساب(Accountability) فکر ،اراده او کار پیلول
8. نړیوالو سره براخې اړیکی
9. کار اهل کار ته سپارل
10. ټول د بیت المال مالونه راټولول
11. تخصص ته احترام لرل
12. د شرعي حدودو بشپړ تطبیق
13. له هر ډول سلیقوي چلند ډډه کول
14. ګمرکاتو کې اسیکوډا فعالول او بشپړ شفافیت تامینول
15. تیر تاریخ څخه تجربه اخیستل
16. د نړیوالو ډیپلوماتیکو سفرونو پیلول
17. امنیت خوندي کول
18. د بیکاري کچې راټیټول
19. د چټکې اقتصادي ودې رامنځته کول
20. د قیمتونو شدید کنټرول
21. د دولتي بنسټونه ساتل
22. اداري فساد صفر ته راکښته کول
23. خدمات وړاندې کول
24. حساسیتونه درک کول
25. د بیکاري کچه راټیټول
26. سوداګریزې اړیکې پراخول
27. بندرونه او لویې لارې خلاصول تر څو د حاصلاتو له خرابوالی مخنیوی وشي.
28. اقلیتونو ته ډاډ ورکول مثلا: هزاره ،تاجک ،قزلباش
29. مالي سیستم بیا حوړول
30. بهرني هېوادونو اتباعو ته کوم چې دلته مېشت دي ډاډ ورکول. لکه سیکانن
31. ډیپلوماټیکي اړیکې ساتل
32. عایداتی منابع موندل
33. پخوانیو ورانې شویو زیربناوو بیا راژوندي کول
34. د بودجې په شفاف ډول مصرفول
35. نیمکاره پروژې بشپړول
36. د هیواد کرنسي د ارزښت ثبات
37. بشپړ استخدام رامنځته کول
38. نړیوال سیاسي تعاملات تر سره کول
39. کابینه باید زر تر زره په فعالیت پیل وکړي.

او داسې نور…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x