نظــر

افواهات(اوازې)، پروپاګند او ډنډورې!

محمد انعام حماد

افواه ( اوازه) پېژندنه ، د څه لپاره؟، د چا له خوا ؟ څنګه یې مقابله وکړو؟

افواه د فوه جمع او د عربي ژبې کلمه ده، چې د خولې په معنی ده؛ په فارسي ژبه کې د (شایعه) په نامه یادیږي او په انګلیسي ژبه کې ورته (Rumor )وایي؛ په پښتو ژبه کې ورته د اوازې یا ډنډورې کلمې استعمالیږي.

اوازه هغه تېز حرکته خبر یا راپور دی چې صحت يې نه تصدیقیږي.

افواه (اوازه) له هغه نا تائید شوي خبر یا اطلاع څخه عبارت ده چې د یوې ځانګړې ډلې د توجه وړ وي او معمولاً د نورو د باور حاصلولو لپاره له یوه شخص څخه بل ته په شفاهي ډول انتقالیږي.

افواه (اوازه) د داسې خبر له خپرولو څخه عبارت ده چې تل شکمن وي، د نورو د باور لپاره جوړه وي؛ پرته له دې چې د موضوع په اړه ډاډمن شواهد او اسناد موجود وي، له دې سر سره په رسمي ډول تائید هم نشي.

اوازه هغه نا تائید شوې خبر ده، چې د یوې ځانګړې پېښې، مسئلې په اړه چې د ټولو د توجه او اندېښنې وړ وي او په تحریف شوې بڼه د ډله ییزو بحثونو په پایله کې منځته راغلې وي.

اوازې د انسانانو له خولو څخه خپريږي او په غوږونو کې سفر کوي په هغو ټولنو کې ژر خپریږي چې مختلف قومونه، نژادونه او مختلف افکار یا د ډلو طرفدار وي په ځانګړي ډول په ګڼ نفوسه، لرې پرتو سیمو کې ډېره خپريږي.

افواه د انسانانو شفاهي او یا هغه لیکلې خبرې دي چې اسناد او مدارک نه لري؛ له رښتیا او دروغو څخه ترکيب شوې وي او په ډېره چټکۍ خوله په خوله د خلکو ترمنځ خپریږي.

د شیطانو رسنیو په شتون کې د اوازو خپرېدل تېز او له خطره ډک شوي دي؛ ولې کېدای شي چې د اوازو مخنیوی وشي هغه داسې چې د افواه د جوړېدو خطر له منځه یوسو – اړینه ده کله چې یوه مبهمه مسئله یا پېښه رامنځته کيږي، باید د هغې په اړه په چټکۍ کره معلومات خلکو ته وړاندې کړو.

کله چې خلک له یوې معتبرې سرچينې څخه خبر ترلاسه نه کړي نو د دین او هيواد دښمنان سمدستي د شخصي رسنیو د ناسم سانسور په توسط اوازې رامنځته کولی شي.

اهمیت:
افواه یا آوازه د فکري جګړې له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. زمونږ د دین او هيواد دښمنان هڅه کوي چې دننه په هېواد کې اندیښنې، ډار او غوغا رامنځته کړي.

افواه د فکري جګړې داسې بڼه ده، چې زمونږ ټولنو کې یې شتون حتمي دی؛ په مختلفو وختونو کې يې بېلګې لیدلای شو.

د افواه د خطر په هکله الله جل جلاله ټول مسلمان امت مامور کړی، چې باید ورته متوجه وي.

د افواه (اوازې) د شتون په اړه یوه معتبره سرچېنه، چې موږ یې په لاس کې لرو- قرآن کریم دی.

په قرآن کریم کې د افواه په اړه ګڼ شمېر آیتونه شته. همدا رنګه هغه افواوې چې د پیغمبرانو په خلاف جوړې شوې دي په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده.

که چېرې مسلمان امت د افواه په اړه پوره معلومات ولري، په ارزښت يې پوه شي، چې د اسلام او قرآن له نظره څه خطرونه او اغېز لري، نو هېڅ ډول افواه به د مسلمانانو ترمنځ وده ونه کړي او دا امت به یو نه ماتېدونکى فکري حالت ولري؛ خو د مسلمانانو د علمي ضعف له کبله ټوله اسلامي نړۍ همدې افواهاتو له معنویاتو بې برخې کړه او ورځ په ورځ د اسلامي هېوادونو دیني، کلتوري، اقتصادي او ملي شتمنۍ لوټيږي.

له نښو څخه عملا د اوازو پېژندنه:

د اوازو سرچينه نامعلومه وي، خواره واره او ډول، ډول مخاطبان لري.

له رسمي سرچینو څخه په زیاته کچه غیر رسمي سرچینې لري.

د خپرولو بې کنتروله، ژر له منځه تلونکې شبکې لري، موضوع یې همېشه نوې وي، کم لګښت لري او باالمقابل د منلو قابلیت یې ډېر وي.

د مقابلې وسایل یې له محدودیت سره مخ دي، خو بیا هم ځینې لارې شته چې کولای شو د هغو په توسط د دې خطرناکې وسیلې مخه ونیسو.

د خبر بې باوره بڼه ده له همدې امله یې کنټرول ډېر سخت وي.

په لوړه کچه د تبلیغ له ډولونو څخه ده چې آسانه تولیدیږي او هېڅ ډول سند نه لري.

مقابل کې یې غبرګون زر نشي کیدای او پر وړاندې یې مبارزه ډېره حساسه او پېچلې وي.

افواه خپرونکي د هېڅ ډول جرم د ارتکاب احساس نه کوي.

اوازه (افوا) له ابهام سره مله وي. د جدي توب درجه او د خپرېدو وخت یې د اټکل وړ نه وي، ډېری وخت د باد په څير ژر تېرېدونکې وي.

د اوازو موخې، اهداف:

۱ د انساني فکر د غولونې لپاره خپریږي؛ څو جامد افکار له حرکته ولويږي.

۲ د ټولنې د افکارو د تیتولو او غیر منظم کېدو، بغض او عناد لپاره خپریږي؛ څو له همدې لارې مشکل منځته راوړي.

۳ افکار یو نامعلوم او شکمن راتلونکي ته تحریکوي، احساس يې له منځه وړي، خلک په خپلو مشرانو بې باوره کوي.

۴ ټولنه بې مسؤلیته خبرو ته هڅوي، چې په زیان او ګټه يې نه پوهېږي، رواني تخریب او بې باورۍ رامنځته کوي.

۵ د افواه موخه د خامو حقایقو خپرول دي، چې د کينې او دښمنۍ د خپرولو په خاطر جوړیږي او په احساساتي مسایلو راڅرخيږي.

۶ هغه وخت را پیداکېږي، چې کوم مشکل حالت منځته راشي، پخپله مري ولې خپروونکي ژوند ورکوي.

۷ :پاڅون ته د خلکو هڅولو لپاره هم اوازې خپريږي.

د افواهاتو د مقابلې (مخنیوي) لارې چارې:

١: افواوو ته نه پاملرنه او د افواه د تکرار مخنیوی

۲: د خلکو ترمنځ د مسؤولینو شتون او د غونډو جوړول.

٣: له بې عمله شعارونو څخه ډډه کول.

۴: د خبرونو پر وخت وړاندې کول او په خبر رسولو کې له ناسم سانسور څخه ډډه کول.

٥: په هېواد باندې د حاکمو شرایطو شننه او تحلیل، له خلکو سره د ستونزو شریکول او د حقایقو تائیدول.

۶: په عمومي توګه له ټولنیزو مسایلو څخه د خلکو خبر ساتل، پر وخت او کره خبر رسونه چې کولای شي د حکومت او ملت ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي چې د ډېرو غلط فهميو مخه نیسي.

۷: د خلکو د پرېشانیو له منځه وړل، د افواه په کنټرول کې مهم ګام ګڼل کيږي داسې ویل کيږي، چې د وضعیت د کنټرول په وخت کې د افواه د رامنځته کېدو زمینه ډېره کمه مساعدیږي.

۸: د رسنیو له لارې د مختلفو خپرونو په واسطه خلکو ته معلومات وړاندې کول ترڅو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د خلکو فکري ځواک ته قوت ورکړل شي.

۹: د دیني، ارشاداتو او اخلاقو تر چتر لاندې د قوي فکر ایجادول د اوازو د کنټرول لپاره مناسبه کړنلاره ګڼل کيږي.

۱۰: په ټولنه کې د افواهاتو(اوازو) د سرټکو، موضوعاتو او محتواګانو اهمیت له یوې مخې له منځه وړل.

۱۱: په ټولنه کې د اوازو له امله خپور شوی ابهام، ګونګوالی او ډار له منځه وړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x