
چین: بهرنۍ زیرمې دې په افغانستان د فشار په توګه نه استفاده کیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر د جي ۲۰ هیوادونو په غونډه کې ویلي چې د افغانستان بانک کنګل شوي اسعاري زیرمې دې په افغانستان د سیاسي فشار اچولو لپاره نه استفاده کیږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يی زیاته کړې چې بهرنۍ زیرمې د افغانستان د دولت زیرمې دي او دا باید د افغانانو په لاسونو کې وي او افغانان یې باید استفاده کړي.
هو د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هغه هیوادونه چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي باید د افغانانو ستونزو د هوارولو لپاره ګړندي او کوټلي ګامونه پورته کړي او په ريښتیني ډول خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
وروسته له هغه چې طالبانو پلازمېنه کابل ونیولو، د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر بهرني اسعاري زیرمې چې په امریکا کې ساتل شوی وی، کنګل کړې.
پر دې سربېره نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او اروپايي اتحاديې په افغانستان کې ټولو پروژو تمویل بند کړ.