نظــر

همه شموله او که عادل دولت

محمد طاهر ثابت
طالبانو او خارجي قوتونو ویل چې دوی د افغانستان لپاره د همه شموله دولت ضرورت ویني. طالبانو دا خبرې هغه وخت کولې چې د تېر حکومت سره د خبرو په تمه وو. البته په هغو شرایطو کې د داسې حکومت منل د ورځې ضرورت و. دوه طرفه په جنګ کې اخته او د افغانانو وینې تویې دې. دا چې جنګ ختم شي نو یوازينۍ لاره د دواړو قوتو څخه یو ګډ حکومت جوړول وو. اوس چې جنګ ختم سوی دی نو همداسې حکومت ته ضرورت نه لیدل کیږي.

د جنګ نه وروسته طالبانو بیا هم همه شموله حکومت یاد کړی او نړۍ هم په هغه اصرار درلود. متاسفانه د همه شموله حکومت تعریف هیچا هم نه کاوه. ښایې د افغانستان د ناظرانو په خیالونو کې مختلف تعبیرونه وو چې هر چا اقلاً د افغانستان د ټولو قومونو خلک پکې لیدل. دا کیدای سوای د طالبانو خپل خلک وای او یا نور بیطرفه، مخلص، باتقوی او د کار لایق کسان وای.

د ایران، تاجکستان او نورو دولتو له خبرو بیا داسې ښکاریږي چې د دوی په خیال کې باید پخواني زوروران په همه شموله حکومت کې شامل وي. غربیان بیا په ټول شموله حکومت کې نور قومونه او ښځې ویني. د غربي نړۍ خبرې هم کیدای سې چې زاړه زورور کسان وي.

زاړه زورور او د اشغال خدمتګارې ښځې د اعتبار وړ ندي. د دوی شمول یو بې روحه حکومت راولي. داسې حکومت به همیش د بیلو طرفو په لاس کشیږي او یوه ورځ به د ټول شموله حکومت پړي شلیږي او یا به د پخوا په شان نیم ژوندي پاتې وي چې  د شکایت نه سوا به بله فایده ونلري. د داسې حکومت پړي به د بهرنیو په لاس کې وي او په یوه یا بله بهانه به حکومت ضعیف کیږي او یا به د افغانستان کارونه د یوه خارجي دولت په ګټه سر ته رسیږي.

افغانستان باید استقلال ولري. خو دا په دې معنی نه ده چې هر څوک د کابل په اداره کې په خارجي پړي تړلی دی. هلته متدین خلک هم وو. نو ځکه دا لازمه وه چې د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې همداسې کسان پیدا کړي وای او هغه یې په کار اچولي وای.

بیا هم افغانستان یوه پاک نظام ته ضرورت لري. پاک نظام صرف په پاکۍ نه کامیابیږي. افغانستان ترقۍ ته ضرورت لري او دا ضرورت له دین او استقلال سره تړلی ضرورت دی.

پاکي د اسلامي فقې په تطبیق باندې راتلای سي. خو اسلامي فقه په ډیر عام ډول لیکل سوې ده چې د هغې په تطبیق کې زیات فکر کولو ته ضرورت سته. يه تېرو کلونو کې مختلف قانونونه راغلي او هغه به ۹۹ فیصده اسلامي وي. نو ځکه د فقې او قانوني اصولو تطبقول د یوې عادلې ټولنې د جوړولو نسخه بللی سو.

عادله ټولنه هغه ده چې د خلکو حقوق او وجائب یې په ښه ډول واضح لیکلي وي. دا به بیا د قانون حکومت وي او د قانون حکومت په هر ډول نظام برتري لري.

هیله ده طالبان د قانون د برترۍ په اصولو معتقد وي او خپل ځانونه د داسې نظام حامي وبولي. په دې توګه دوی کولای سي دنیا ته قناعت ورکړي چې د قانون په برترۍ باندې ورسره موافق سي او له سیمبولیکه شعارونو نه لاس واخلي. چیرې چې قانون برتره وي هلته بشري حقوق هم برتر او محفوظ وي. قانون که اسلامي وي نو عدالت پکې خوندي وي.

طالبان باید د عدالت شعار پورته کړي او د هغه د تامین په لاره کې هم بشري حقوق تضمین کړي او هم د جهان غوښتنو ته چې د بشر د حقوقو په نامه یې وهي جواب ووایي.

یو عادل نظام د همه شموله نظام نه اوچت دی. همه شموله نظام بې عدالتي راوړلای سي او ټول شموله نظام د بشري حقوقو تضمین نسي کولای.

عادل نظام کیدای سي یو کس او یا د خلکو یوه طبقه راوړي. که عدالت تضمین وي نو بیا داسې نظام د غرب د نظامونو په وړاندې مقاومت کولای شي او د وطن خلک د هغه په چتر کې ځانونه هوسا او په امن کې لیدلای سي. که دا وسي نو بیا ملت د عادل حکومت په څنګ کې دریږي او د هغه د کامیابۍ مخه بیا هیڅوک نسي نیولای.

د مستقل او عادل افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x