شعـــــرونه

څو نقطو ته وکړئ پام دلګۍ مشرانو!

مولوي منصور درمان

ستاسو ټولو قربانيو ته سلام ای رهبرانو!
خو یو څو نکتو ته پام وکړئ زمونږ دلګۍ مشرانو!

۱ د جهاد د سپینې لارې سپین سالاره تاته وایم!
ګؤره زۀ دې پۀ ټولنه کې د زړۀ لۀ تله ستایم!
ستا پۀ هره کارنامه اتلولۍ باندې زۀ پائم!
خو د زړۀ لۀ درده څو وړې خبرې درته وایم!
چې خفه ورباندې نشئ ای د مینې پتنګانو!

۲ ګوره! ستا تر قیادت لاندې شوې ډېرې میندې بورې
هغه تاند زلمي لمبه شول، چې یې تل وې تاندې تورې
ترینه پاتې ناوکۍ شوې پېغلې – پېغلې لکه حورې
پام به ډېر کړیه! د دوی پۀ سر ببرو یتیمانو

۳ د شهرت پۀ مینه مسته! جاسوسان کړه لۀ ځان لرې
د شهیدو ارواګانو قاتلان کړه لۀ ځان لرې
غلۀ کړه لرې! او شخصي دعوه داران کړه لۀ ځان لرې
غنیمت کې چې خیانت کړي غداران کړه لۀ ځان لرې
د خپل صف تصفیه ډېره ده ضرور قومندانانو!

۴ تا د کفر برم مات کړ! تۀ د دې عصر اتل یې!
تۀ د هیلو ترجمان یې! تۀ مو عزم او تکل یې!
تۀ لۀ هر څۀ ښائسته یې! آن ښائسته لۀ ګلاب ګل یې!
تۀ د ستړیو ځورېدلیو پرګنو زړۀ ته تسل یې!
چې لاهو پۀ اوبو نکړیه ارمان د شهیدانو!

۵ ګورئ! ورځ د قیامت شته ده چې حساب او کتاب کېږي
هر عمل به مو پۀ تله د میزان کې تَلل کېږي
هلته هر اندام پۀ خپل جرم پۀ خپله قانع کېږي
چل، دوکه، غدر، خیانت، انډیوالي بیا نۀ چلیږي
بس الله ته پۀ توبو شئ د منصور درمان یارانو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x