نظــر

د اقتصادي جګړې لپاره چمتو اوسئ!

مولوي فاروق غلجی

دا دی بالآخره ناټو د افغان ولس په وژلو، ځپلو او بمبارولو ستومانه شوه. همدا وجه ده چې زموږ ځمکه خو يې راپرېښوده، البته فضايي قلمرو کې مداخله لا هم خپل حق بولي. مطلب دا چې اوس به هغوی ته نه ځاني تلفات رسيږي او نه مالي.
فقط يو څه اندازه مصرف به يې په تبليغاتو او پروپاګند راځي او څه نا څه ځيره به يو شمېر وران کارو او خپلو نورو مزدورانو ته ورکوي.

موږ بايد پر دې حقيقت کلک باوري اوسو چې د نړۍ پر مخ ګرد سره نا مسلمان هېوادونه، سياسي او کلتوري ډلې او ان ټول مخکښ او نامي شخصيتونه يې په هيڅ صورت د نړۍ په کوم ګوټ کې د اسلام په نامه کوم سياسي ماډل نه شي زغملی.
مانا دوی تر خپلې وروستۍ وسې پورې د هر هغه نظام مخالفت کوي چې نه ديموکراسي مني، نه سوسياليزم، بلکې يوازې د اسلامي نظام پر شعار ولاړ وي او بس.

دومره خبره ده چې له نيکه مرغه اوس مهال يو ځل بيا د نړۍ ځواکمن هېوادونه خپلو کې سره ناسازه دي او له همدې کبله ځينو بې وزلو ملتونو ته هم تر يو بريده د سا اخيستلو موقع په لاس ورتلی شي.

په هر صورت له اسلام سره د ټولو حسد او کينه بيا هم پر خپل ځای ده. خير، دا وخت موږ ته مهمه دا ده چې غربيان به حتماً زموږ پر خلاف يوه هر اړخيزه اقتصادي جګړه پر مخ بيايي.
په دې لړ کې هغوی څومره چې ممکن وي سخت بنديزونه به ولګوي او زموږ ټوله سوداګري، واردات او صادرات به له ستونزو سره مخ کوي.
د دې تر څنګ به هغوی د خپل تبليغاتي ماشين پر مټ زموږ د فقر، بې وزلۍ او بدې ورځې په هکله تفصيلي رپوټونه او کيسې بيانوي او بيا به وخت نا وخته د څه نا څه بشري مرستو وعدې هم اعلانوي!

په دغې کړنلارې سره هغوی ځای پر ځای دوه هدفونه تر لاسه کولی شي. يعنې له يوې خوا افغانانو او نړۍ والو ته خپله بشردوستي ښيي او له بلې خوا په داخل او خارج کې د افغانانو ذهنونه پرېشانه کوي او د وضعيت پر ثبات او ټېکاو يې بې باوره کوي، تر څو خلک دومره وارخطا کړي چې ان د يوې کوټې، يوه پټي، کوهي او دوکان جوړولو ته هم څوک زړه ښه نه کړي. چې دغه حالت نو په يقيني توګه د يو هېواد او ملت لپاره تور مرګی او زهر قاتل دی.

مقصد دا دی چې زموږ هر فرد بايد پر دې حقيقت سر ښه خلاص کړي، چې د پرنګيانو د بشردوستۍ دعوا سل په سلو کې دروغ او له واقعيته ليرې ده. ځکه دوی که رښتيني وای نو بيا به يې زموږ پيسې نه ايسارولې او بنديزونه به يې نه لګول!
لنډه دا چې اوس زموږ پر خلاف دغه اقتصادي او رواني جګړه پيل شوې او موږ وچ مجبور او مکلف يو چې له دې حالت سره د مقابلې لپاره خپلې ملاوې کلکې وتړو.

راځئ موږ هم په تبليغاتي ډګر کې د دوی پروپاګند شنډ کړو او هم د خپل اقتصادي ځواک د خونديتوب لپاره اغيزمن او بنسټيز اقدامات پيل کړو.
البته د يو داسې پروګرام جوړلو لپاره تر هر څه ړومبی د مخلصو، ماهرو او با تجربه اقتصاد پوهانو يوه ډله راغوښتل او له هغوی نه سلا مشوره اخيستل خورا اړين دي.

دويمه خبره دا ده چې هم حکومت او هم خصوصي سکتور خپلو ټولو لګښتونو کې تر انتهايي کچې د سپما پر اصولو کلک عمل وکړي او دريمه سپارښتنه دا چې ټول ملت د خپل ځان او کورنۍ له مصارفو نيولې، بيا تر غټې کچې پر خپل ځان او خپلو موجوده وسايلو د بسياينې اصول پلي کړي.

په دې ډول به که خدای کول زموږ ځورېدلی ولس په لږه موده کې د پرديو له هر ډول متازۍ خلاص او د ژوند په ډېری ضرورياتو کې پر خپل کور بسيا شي. او هر کله چې موږ تر دغې کچې ورسېږو، نو پرته له شکه چې موږ به هر اړخيزه ازادي هم تر لاسه کړې وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ډېره اړینه موضوع باندې مو لیکنه کړې ده نور باید له درانه خوبه راویښ شو،، په الله توکل او په خپلو مټو کار وکړو د عمراني جهاد د عملي پیل لپاره باید یوه شوری جوړه شي چې په ترکیب کې یې تجربه لرونکي اقتصاد پوهان، مهندسین او چارواکي شامل وي، په دې شوری کې به د رغنیزو پروژو پر پلان او طرح سلا مشوری او توافق کیژي، د تایید لپاره به رییس الوزرا ته وړاندې کيژي، له تایید وروسته به حکومت لازم تسهیلات ورته برابروي او سمدستي به پیلیژي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x