ټکنالوژي

اروپایي ټولنې ټولو موبایلونو ته د یو ډول چارجر جوړولو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): اروپایي ټولنې د یو داسې قانون د منلو وړاندیز کړی چې له مخې یې د موبایل ټول شرکتونه د هر ډول موبایلونو لپاره یو شان چارجر جوړ کړي.

یاده ټولنه وایي چې د تولیدي توکو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره یې په دې وړاندیز زور کړی، تر څو خلک اړ شي د نوي چارجر اخیستلو پرځای زوړ چارجر وکاروي.

اروپایي ټولنې EU په خپل وړاندیز شوي قانون کې غوښتنه کړې چې ټولو ځیرک موبایلونو او ایپاډونو لپاره یو شان چارجر جوړ شي چې ټول بریښنایي تولیدات هم په یوه سرعت د چارجېدو وړتیا ولري.

په دې تړاو ایپل تېر کال پریکړه کړې تر څو خپل نوي موبایلونو سره چارجر او غوږۍ ورنکړي، او پېردونکی باید هغه جلا وپلوري، دوی دغه پریکړه د تولیداتو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره کړې وه.

ددې سربېره هم یاد شرکت د اروپایي ټولنې په دغې پریکړه غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړي چې په دې ګام سره به د تولید په ډګر کې د نوښت مخه ونېول شي.

ایپل دا مهال خپلو ټولو موبایلونو ته یو ډول چارجر کاروي، خو د سامسنګ په ګډون د اندراید لرونکي ټول موبایلونو لومړی د (یو ایس بي مایکرو بي) او اوس په نوي موبایلونو کې د (یو ایس بي مایکرو سي) چارجر کاروي.

که چیرې دغه وړاندیز ومنل شي، د ټولو موبایلونو، ایپاډونو، کامرو، غوږیو، پورټيبل سپیکرې او داسې نورو بریښنایي توکو لپاره د (یو ایس بي-مایکرو سي USB-C) چارجر وکارول شي چې د بریښنایي توکي څخه به جلا پېرل کیږي.

د اټکل له مخې په اروپا کې هر کال ۱۱ زره ټنه له کاره لویدلي یا زاړه چارجرونه ضایع کیږي. دغه راز یادو هېوادونو کې تېر کال شاوخوا ۴۲۰ ملیونه د ځیرک موبایلونو چارجرې پلورل شوي دي.

اروپایي ټولنه وایي که چیرې یو ډول چاجر وکارول شي، کلنۍ به د کاروونکو ۲۵۰ ملیونه یورو وژغورل شي، او نړۍ کې به د یو کال ۱۰۰۰ ټنه چارجرو ضایع کېدو مخه ونېول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x