ورزش

د میسي په غیاب کې د برسلونا لوبډلې ستونزې دوه چنده زیاتې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د میسي په غیاب کې د برسلونا ستونزې دوه چنده زیاتې شويد برسلونا فوټبال کلب ستونزې وروسته له هغې څو چنده زیاتې شوي چې لیونل میسي په تېر اګست میاشت کې له دغه کلب څخه د پاریس سان جرمان کلب ته انتقال شو.

برسلونا لوبډلې د ۲۰۲۱م کال پړاو په ستونزمن حالت کې پېل کړ چې په لالیګا هسپانوي لیګ کې یې د خپلو پنځو لوبو څخه درې لوبې مساوي کړي چې اوسمهال یوازې په ۹ نمرو درلودلو سره  په ۷م مقام ده او له خپل سرسخت مخالف ریال مدرید څخه ۷ نمرې شاته ده کوم چې لومړی مقام لري.

برسلونا د جمعې په شپه د کادیز لوبډلې پر وړاندې کمزورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه او ونه توانېده د یادې لوبډلې پر وړاندې ګول ووهي چې په یو شمېر فرصتونو له لاسه ورکولو سره یې لوبه ۰-۰ مساوي شوه.

که له یوې لوري برسلونا د نامتو فوټبالر میسي له خدمتونو محرومه دی، خو بلې خوا ته یې یو شمېر غوره لوبغاړي د ټپونو له کبله د لوبو څخه بهر دي.

له دې وړاندې د اروپا اتلانو لیګ په لومړۍ لوبه کې د بایرن مونشن المانۍ لوبډلې پر وړاندې برسلونا د ۳ په صفر ګولونو په توپیر ماتې منلې وه، چې دغې ماتې په برسلونا کلب غبرګونونه زیات کړي وو.

د برسلونا کلب دغه ستونزې د یادې لوبډلې هالنډي روزونکي دنده هم له خطر سره مخ کړې، چې له بېلا بېلو خواریو سربېره هم نه دی توانېدلی بریالی شي.

برسلونا وړمه ورځ د غرناطه لوبډلې پر وړاندې هم له سختې لوبې وروسته په ۱-۱ ګول سره لوبه مساوي کړه. ددوی له لوري یوازینی ګول دفاعي لوبغاړي په اضافي وخت ۹۲مه دقیقه کې راوړی و.

په تېرو پنځو سیالیو کې د برسلونا کلب پایلې: د ریال سوسیداد پر وړاندې ۴-۲ بریا، د اتلاتیک کلب پر وړاندې ۱-۱ مساوي، د خیتافی پر وړاندې ۲-۱ بریا، په اروپا اتلانو لیګ کې د بایرن مونشن پر وړاندې ۰-۳ ماتې، د غرناطه پر وړاندې ۱-۱ مساوي او دغه راز د کادیز پر وړاندې ۰-۰ مساوي.

برسلونا د نړۍ یو له مشهورو کلبونو څخه دی خو له تېرو څو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دی، دغه ستونزې د میسي په تللو دوه چنده زیاتې شوي چې لوبډله نشي کولی توازن رامنځته کړي او ګټونکي ګولونه راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x