
عثمان خواجه نیوزیلاند او انګلستان کرکټ ته په غبرګون کې: پيسه خبرې کوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د استرالیا کرکټ لوبغاړي پاکستاني میشت عثمان خواجه پاکستان ته د نیوزیلاند او انګلستان لوبډلو په وروستي سفرونو لغوه کولو ته په غبرګون کې ویلي چې دا دوه ګوني معیار څرګندوي.
عثمان خواجه دغه څرګندونې د نیوزیلاند او انګلستان لوبډلو د پریکړو په غبرګون کې کړي چې د پاکستان پر وړاندې یې خپلې راتلونکې سیالۍ لغوه اعلان کړې.
نیوزیلاند تېره اونۍ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د یو ورځني سیریز لومړۍ لوبې په سهار د امنیتي ستونزو په بهانه د سیریز لغوه کولو پریکړه وکړه، او ژر له دغې هېواد څخه ووتله. انګلستان هم ددوی په پل قدم کیښود او راتلونکې میاشت یې پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ.
عثمان خواجه چې په پاکستان کې زیږیدلی او په پنځه کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره د استرالیا سیډني ښار ته کډه شوی دغو پریکړو ته په غبرګون کې ویلي چې د کرکټ لپاره تېره اونۍ خورا مایوسه کونکې وه.
خواجه وایي، «زه وایم دا د لوبغاړو او کرکټ سازمانونو ته ډیره اسانه ده چې پاکستان ته «نه» ووایي، ځکه چې دا پاکستان دی، که چیرې هندوستان په ورته حالت کې وای هیڅ لوبغاړي او سازمان به «نه» نه وو ویلي».
هغه تمه لري چې استرالیا لوبډله به راتلونکې کال پاکستان ته سفر وکړي، خو په وینا یې، «په کرکټ کې پیسه خبرې کوي، موږ په دې ټول پوهیږو او دا شاید ددې لویه برخه وي».
۳۴ کلن عثمان خواجه د پاکستان په اړه وایي چې دوی د خپلو ټورنمنټونو له لارې وخت په وخت ثابته کړې چې یو خوندي ځای دی، زه فکر کوم موږ پاکستان ته د سفر نه کولو په اړه هیڅ دلیل نه لرو.
د نیوزیلاند او انګلستان د پریکړو وروسته استرالیا هم په پام کې نېولې چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکی سیریز چې پاکستان کې ترسره کیږي لغوه کړي، خو تر دې دمه یې په دې تړاو پریکړه نه ده اعلان کړې.
پاکستان وروسته له هغې چې په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې پر سریلانکایي لوبغاړو برید وشو او یو شمېر لوبغاړي ټپيان شول، یو ځل بیا ځان د کرکټ جوګه بولي او یو شمېر سیریزونه ترسره شوي هم دي، خو د تېرو سیریزونو لغوه کول ممکن ددوی کوربه توب ته سخته ضربه ورسوي.