افغانستان

پوهنې وزارت: د نجونو د مکتبونو خلاصېدو د خبر خپرولو تر شا «مخرب او متعصب ذهنیتونه» لاس لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د پوهنې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې په کې ویل شوي وو د نجونو ښوونځي به سر له سبا (شنبه، تلې ۳مه) بېرته خلاص شي.

د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې یو کاپي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې ویلي چې د نجونو د مکتبونو د خلاصېدو خبر بې بنسټه دی او ځينې «مخرب او متعصب ذهنیتونه ددې خبر د خپرولو تر شا لاس لري».

د خبرپاڼې له مخې د پوهنې وزارت د ښځېنه مکتبونو تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نه ده کړې او د ښځينه مکتبونو د بیا پرانيستلو په طرحه کار روان دی چې پایلې به یې وروسته له خلکو سره شریکې شي.

دوی له خلکو غوښتي چې د «مسوول ښاریانو په صفت د خلکو ذهني ارامتیا خپله دنده وګڼي او د بې بنسټو خبرونو او آوازو د خپرولو څخه ډډه وکړي».

یاد وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې د نجونو مکتبونه چې له هلکانو جدا دي، استادان او کارمندان یې ښځېنه دي، لپاره طرحه جوړول دومره زیات وخت اخلي.

د یادونې وړ ده چې د وږي د میاشتې په ۲۷مه د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د هلکانو مکاتب به پیلیږي او نجونو مکتبونو په اړه به وروسته تصمیم ونیسي.

د نجونو د مکتبونو د نه خلاصېدو په اړه د ټولنیزو رسنیو فعالانو او ځينو دولتونو هم غبرګونونه ښودلي دي.

یونیسف ادارې ویلي وو چې نجونې باید له تعلیم محرومې نشي. همدا راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې په قطر کې اسلامي نظام حاکم دی، ښځې په دولتي او تعلیمي اداراتو کې کار کوي او اسلام ښځې له تعلیمه نه منع کوي.

هغه زیاته کړې وه چې په افغانستان کې له ښځو سره ناوړه چلند د منلو وړ نه دی او قطر د اسلامي نظام لپاره ښه بیلګه کیدی شي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي چې د نجونو د مکتبونو نه خلاصېدل په هيڅ شکل نه شي توجیه کیدلای، ځکه د انجونو مکتبونه بیل دي، ښوونکي یې ټول ښځېنه دي، ټول په تورو جامو او سپین ټکري کې مکتب ته ځي او ددې د پاسه د پوهنې وزارت څه ډول شرایط نور ږدي.

څو ورځې وړاندې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ويلي وو چې د نجونو مکتبونه به ژر خلاص شي خو د تعلیمي کال د پیلیدو نیږدې ۱۸ ورځې تیریږي چې د نجونو مکتبونه لا نه دي خلاص شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x