افغانستان

ملا ترابي: د ښځو په شمول قاضیان به قضاوت کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د عدليې پخوانی وزیر او د افغانستان د زندانونو عمومي مسوول ملا نور الدین ترابي له ایسوشیټډپریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د چا په قوانینو او جزاګانو کار نه لري او څوک دې دوی ته هم نه ښيي چې څه ډول قوانین باید ولري.

ملاترابي د شرعي حدودو د نافذولو دفاع کړې او ویلي يې دي چې افغان حکومت به دا ځل هم حدود تطبیقوي، ځکه د شرعي حدود نفاذ د امنیت لپاره مهم دی او هم د جرایمو په مخنیوي کې رول لري.

هغه وویل چې کابینه به په دې اړه پالیسي ترتیب کړي چې جزاګانې په عام محضر کې ورکړي یا نه.

ښاغلي ترابي څرګنده کړه چې په قضائیه قوه کې به د ښځو په شمول قاضیان قضاوت کوي او د افغانستان د قوانینو اساس به قران وي.

نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ چې طالبان اوس تغیر شوي دي، او دا ځل تلویزون، مبایل عکسونو او ویدیوګانو ته اجازه ورکوي، ځکه دا د خلکو ضرورت دی او دوی په دې اړه جدي دي.

هغه وویل چې رسنۍ د طالبانو پیغام ډير زر رسوي او دوی پوهیږي چې د رسنیو پر مټ به د دوی پیغام د سلګونو پر ځای اوس میلیونونو کسانو ته رسیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هغه متل دی چی وایی: د هندو له کوره قرآن راووت. ترابی چی یوه ورځ یی ماته هم جزا راکړی وه چی ولی دی ږیره لنډه کړی اوس سړی شوی. *********

غوربندي

طوطی صاحب ماته اوس مالومه شوه چې دا تاسو له ټول ښه سړیتوب سره سره ولې له طالبانو سره عقده لری.

تېر په هېر کړه،، د طالبانو ملاتړ وکړی

عبدالواحد اڅګزۍ

دالله قانون ندۍ بدل سوۍ طالبان اوس مسلمانان سوکه پخواهم مسلمانان وو اوس هم ډیرقوانین دقرآنه ماسیوا کوی مثلاً درواغ ویل،پروعده وفانه کول دغریب دمسکینۍ خیال نه ساتل ،حضرت عمر(رض) فرمایی چه ددجلی درود پرغاړه سپۍ دلوږی اوتندی مړسی عمر یی زمه واره دۍ دنیاخوله دوی داسی څه نغواړی چه له قرآنه مخالف دۍ ولی یی نکوی چه بلاک پیسی خلاسی سی غریبانوته کارونه پیداسی آیاښځی دتعلیم اوکارحق نلری که یی نه لری ماته سوره اوآیات ولیکه په قرآنکریم کی شوراده ، که دوی پر متخصیصینو باورنه لری لکه دایران داشورادی لیری اومجازات کی ،دوی دشوراپرځای فنی وزارتونه اشغال کړل… نور لوستل »

عبدالرقیب

دلته دوه ډوله مسایل دي. یو لرغوني مسایل دي لکه ږیره، سرود او داسي نور چي په اړه یې د قرآن امر، د نبي ص سنت یا د پخوانیو فقهاوو قیاس، اجماع فیصله موجوده وي، د هغه په اړه نوی فرمان صادرول د بدعت په معنا دی او هغه موضوع چي مطلق نوې وي، په اړه یې دولتي تصمیم کیدای سي چي ولسي بغاوت رامنځته کړي او یا هم د حکومت محبوبیت نور هم ټینګ کړي یعني په اړه یې دقت او احتیاط په کار دی. تر کومه پوري چي د نوي ټیکنالوجي او نوو کشفیاتو موضوع ده، په اړه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

دقرآنکریم پراحکاموقانون جوړکۍ عوام مه تنګوۍ دمنګراتوپرنامه كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوۡا الۡاَلۡبَابِ‏ ﴿۲۹﴾۳۸سوره ص.معنی:   داکتاب چه موږنازل کۍپرتاباندی برکت والادۍ چه دوی غوروکړی ددوی په آیاتونوکښی اوچه نصیحت حاصل کی دعقل والا لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَك      بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَ ق لآانفصام لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيم سوره البقره:۲۵۶معنی:نسته زبردستی په دین کی بیشکه ښکاره سوۍ دۍ هدایت دګمراهۍ نه نوڅوک چه ونه منی دشیطان اوایمان راوړی پرالله نوبیشکه هغه نیولی ده کړۍ مضبوطه چه نسته ماتیدل دهغی اوالله اوریدونکۍ پوه دۍ.  ٌ مَّنْ يُّطِــعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

غرابی جاهلین له دینه باسی او علما شرموی دا د اسلام د دین دخمن دی ، حیران ودی ته شوم چی دا بی حکمته قصیح القلبه او انسانی کرامت سپکوونکی ولی او چا دامارت د سپکاوی د پاره راوستی؟ دا سیره او دا سیرت ضلالت زیگوی .
مننه د لوستو سخه مو

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x