نظــر

د طالبانو بې مخینې واک ته رسیدل او پیلامه

اسدالله رزين

په کابل واک او د واک د استعمال پیل هغه کړنه ده چې د واک د اخيستو د تاریخ بله دغسې نه ده په یاد. طالبانو خپلو ټولو دښمنانو او مخالفینو ته چې په وړاندې یې یو عمر په ټوله بې رحمۍ وجنګیدل د عامه عفوې اعلان وکړ. د بدلې اخيستو ټولې ډنډورې یې پوچې او دروغ ثابتې کړې او هغه چې د یادو ډنډورو په اغیز کې له هیواده وتلي وو بیرته خپل پلرني ټاټوبي ګران افغانستان ته د بیرته را ستنیدو لپاره را وبلل. د نړیدلي هیواد د بیا رغیدو غږ یې پرې وکړ او د ورور ګلوۍ غیږ یې ورته پرانستله.

په داسي حال کې چې امریکايي ښکیلاک، اشر باڼو او مزدورانو یې د بر بري یرغل او واک په تېرو شلو کلو کې تر دوو لکو ډیر بې ګناه او تش لاسي افغانان او لږ تر لږه (۵۰۰۰۰)طالبان په خپلو شهیدو وینو کې و مروړل او په زرو نور یې د بند خونو تیارو او نورو تعذیبي مرکزونو ته ور ورسول.

که خدای ناخواسته طالبانو ورته غوښتنې لرلای، نو بیا خو یې خپل داخلي او خارجي مخالفین او دښمنان تر دوی ډیرځورولای، وژلای او بندیانولی سوای، خو طالبانو د مکې له فتحې (۱۴۰۰) کاله وروسته هغې مبارکې فتحې او نبوي شفقت ته درناوی وکړ او مجرمینو ته یې هغسې عفوه اعلان کړه، د غچ اخستنې له جذبې ډیر لوړ دریځ یې خپل کړ او د اسلامي بشر دوستي او انساني حقوقو تر نامه لاندي یی د یویشتمې پیړۍ په انسان ولوروله. دا یوه معمولي خبره نه وه. دا د شرعي نظام لوریدنه وه، دا د معاصر تاریخ شمله او تاج و او دا د آسماني او امریکایي دین ښکاره توپیر و.

امریکا او اشرباڼو یې یولسم ستمبر بهانه وګرځاوه او په ګران هیواد یې د قبضې منګولې ولګولې، په مجاهد ولس او طالبانو یې نه یواځې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم د ځمکې لوی مخ تنګ کړ. چې څرنګه یې غوښتل هغسې یې شهیدان او وربړول. ان تر دې چې په پاکستان کې طالب استازی يې هم و نه بښلو. د پاکستان د مهال مزدور جنرال مشرف لاس تړلی امریکایانو ته په لاس ورکړ. دروغجنو بشر دوستانو له ټولو انساني او سفارتي حقوقو لرې په ډیر بد حال کې يې ګوانتنامو ته ورساوه. تر څو د یویشتمې پیړۍ له ګیوتیني تعذیبه تیر سي.

نیول، ځورول، وژل او خوړل د امریکا او غرب په وینو کې ګډ او د عفوې د تصور لار بیخي هورې نه ده ورغلې. له دې کبله چې دغسې کول د دوی د فطرت او تاریخ برخه ده. امریکایانو چې کله امریکا ونیوله، نو بیا یې په ټول وحشت له (۸-۱۰) کروړو د امریکا اصلي اوسیدونکي سره هندوان په قتل ورسول.د کوریا په جنګ کې یې دیرش لکه بې ګناه کوریایان تر خاورو لاندي کړل.

په ویتنام کې یې لس لکه ویتنامیان د ژوند له حقه بې برخې کړل. په دوهم نړیوال جنګ کې یې جاپانیانو ته ماتې ورکړه او جاپانیانو هم سلا په ځمکه کیښوده، خو د امریکایانو د وینو تویولو او په غاړه اړولو نشه نه سوه پرې ماته، نو ځکه یې په لنډه موده کې دوه ځلې د جاپان خاوره د اتوم لمبو ته ونیوله. تر یو لک ډیر یې ژوندي وسوځول. او په لکو یې تر خاورو لاندې کړل.

امریکایانو کولای سوای چې جاپانیانو ته عغوه وکړي، خو په ډیر تاسف سره د دوی په قاموس کې د عفوې لغت بیخي شتون نه لاره.

صلاح الدین ایوبي (رح) چې کله بیت المقدس فتحه کړ. په دغه وخت کې په بیت المقدس کې یو لک هغه مسیحیان میشت وو چې پیړۍ مخکې یې پلرو د بیت المقدس په فتحه کې تر یو لک ډیر مسلمانان شهیدان کړي وو. اوس خو ایوبي لښکرو ته موقع په لاس ورغلې وه چې بدله ترې واخلي، خو د صلاح الدین ایوبي په سر د مکې فتحې او عفوې انسان دوسته سوری غوړیدلی و. چې عیسویانو ته عامه عفوه اعلان سوه او دغه ده یو ځلې بیا انساني نړۍ د طالبانو د فتحې په بڼه کې د مکې روایت ژوندی انځور ولید. او د روایتونو ټکي په ټکي تکرار چې د مهال زور پرې نه رسیده د وحیې د نظام په حقه توب او تل پاته کیدل ثابت کړل.

د عصري نړۍ سیاسي تاریخ او روانې پیښې د دغې قاعدې له مخې مخ ته درومي چې واک د فاتحو او غالبو ډلو لاس ته ور لویږي. لکه له اوباما ټرمپ او له ټرمپه جوبائیډن ته، خو نړۍ په ننني افغانستان کې د یاد رول منلو ته غاړه نه ږدي او له طالبانو د دوی د پراخ بنسټه واک غوښتنه کوي، خو طالبان د نړیوالې ټولنې د اقناع او امریکايي شرارت د مخنیوي لپاره د خپل سم تعبیر له مخې د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کیدو ژغ کوي او هغسې حکومت یې را منځ ته کړ او وایي چې دوی د نړۍ برخه او په هره بیه چې وي له نړیوالې ټولنې سره اوسیدل غواړي، خو په تاسف سره نړۍ او په ځانګړي ډول غرب لاهم د تنقید ګوته ور ښوروي او د طالبانو د سوچه او نړیوال دریځ په وړاندې خنډونه را ولاړوي. د پروپاګند ډولونه یې غاړې ته اچولي چې طالبان ښځې ته د باندې وتلو اجازه نه ورکوي او د زده کړو له حقه یې منکر دي. په داسې حال کې چې طالب ویاند په زغرده اعلان کوي چې ښځه د افغاني دود او شرعي پردې د رعایت په صورت کې حتی د کار کولو حق هم لري. طالب په پرده زور اچوي تر څو د ستر اصالت سوری ولري او د اخلاقي فساد د خپریدو شونتیا له منځه ولاړه سي. ښځه او ټولنه یې له شر او ضرره په آمان او د څلور بولیز جارګې را وارد سوي تصور په سترګو ړوند سي.

طالبانو ته د ښځې د زدکړې او روزنې ارزښت دیني حیثیت لري. ځکه هره ښځه د سبا مور، د ماشوم روزني زانګو او د تې رودلو لوړ بیه موده چې د ماشوم د ټول ژوند خاکه پکې پرته ده په رښتیا هم د یوې تعلیم یافته مور له لارې په ډیره مینه او زړه غواړي لوریدنه ماشوم ته ور لیږدوله کیږي، نو په هره کچه چې وغواړي او شرائط ورته چمتو سي له دې حقه ګټه پورته کولی سي. تر څو د انسان د تنویرحق اداء او د دود سوي جهالت د خپریدو مخه ډب سي. طالب ځکه پرده ډیره یادوي ترڅو د پردې روح یا د حیا نظام د ټولنې رنګ سي. اسلام نه یواځې ښځه بلکې ښځه او نر دواړه په شرعي چوکاټ کې لیدل غواړي. تر څو انسانیت ته ور اوښتې سپکه، سپکه او انسان پخپل رنګ کې را ښکاره سي. همدغه دلیل دی چې زدکړه د دین په اساساتو پورې اړه پیدا کوي او د قرآنکریم د نزول پیل په (اقر‌اء) سره سوې ده. طالبان رسنیو ته هم همدغه اصالت ور مخکې کوي. تر څو د ذمه وارۍ له مخه را وړاندې او د اسلامي ټولنې د جوړیدو او چوپړ ویاړ تر لاسه کړي او د نا مسئولو رسنیو په ځانګړي ډول سره تلویزیون ده چې اسلامي ټولنه یې غربي ټولنه ګرځولې. مسلمان انسان د را وارد سوي فساد په لمبو کې سوځیږي. د جنسي غریزې د قانع کولو او تشولو دنده مخ ته بیايي. لکه چې وینو یې او د څه ویلو او مخالفت وس یې هم نه لرو. ان تر دې چې لمبې یې د ولسمشرۍ تر ماڼۍ هم را چاپیره سوي او ښځه چې مور، خور، ترور، لور او ورینداره هم ده روځ تر بلې له تذلیل، تحقیر او توهین سره مخ ده.

طالب خپل سیاسي سفر له ښو هیلو او لوریدنو سره پیل کړي دی، ویاړليه ولسه را ووځه او د طالب مسلمانې هیلې چې ستا هم دي په هغه تکل او هوډ منزل ته ورسوئ.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx