روغتیا

روسیه کې تېره ورځ د کرونا له کبله په ریکاډي توګه ۸۲۸ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د روسیې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا وبا له کبله نوی ریکاډ رامنځته شوی او په یوه ورځ ۸۲۸ کسانو له یادې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په روسیه کې د پراخ واکسین کمپاین سربېره د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله په دغه لوړه شمېره د خلکو مړینه د اندېښنې وړ ده، چې د یاد هېواد روغتیایي سکتور یې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

د کرونا پر وړاندې د روسیې مبارزې مرکز نن جمعه وویل چې په دې موده کې له ۲۱ زرو زیات کسان نور په کرونا اخته شوي دي.

ددوی په وینا دا پرلپسې څلورمه ورځ ده چې له کووید-۱۹ څخه ۸۰۰ کسان هره ورځ مړه کیږي او شاوخوا ۲۰ زره کسان نور پرې اخته کیږي.

روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې د «سپوتنیک وي» په نوم یې د کرونا ضد واکسین وړاندې کړل، دغه واکسین که څه هم د کرونا پر ضد په مناعت رامنځته کولو کې ښه ثابت شوي خو لا هم د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نه دي تصویب شوي.

روسیې په لومړي ځل په فبروري میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان د تایید لپاره غوښتنه کړې وه خو تر دې دمه په دې دلیل چې ګواکې دوی د یاد سازمان اړین معیارونه نه دي پوره کړي لا هم د بیړني استعمال لپاره ندي تایید شوي.

دغه واکسین د پاکستان، هندوستان، ارجنټاین په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې تطبیق شوي چې تر دې دمه یې منفي اغیز نه دی ثابت شوی. دوی په یوه تازه اعلان کې ویلي چې د سپوتنیک وي واکسین د کرونا په ضد ۹۷.۲ سلنه مثبت ثابت شوي دي.

روسیي چارواکي وایي چې دوی په هېواد کې نږدې ۹۰ ملیونه وګړي واکسین کړي چې د هېواد ۳۱ سلنه نفوس کیږي.

د رويټرز خبري اژانس د شمېرو له مخې روسیه کې تر دې دمه د کرونا ویروس ۷ ملیونه ۳۵۵ زره کسان په کرونا اخته شوي او له ۴۱۰ زرو زیات مړه شوي دي، په تېره یوه اونۍ کې د مثبتو پېښو او مړینې کچه کې په اوسط ډول پراخ زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x