افغانستان

د افغانستان نا استفاده شوی طبیعي زیرمې – انځوریزه نقشه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د معدن او پطرولیم وزارت په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان حداقل تر یو تریلیون (زر میلیارده) ډالرو پورې معادن لري. د دغه راپور پر اساس افغانستان یواځې ۲.۲ میلیارده ټنه وسپنه؛ ۱.۳ میلیارده ټنه ماربل او ۱.۴ میلیونه ټنه نادر ځمکې منرال لري.

ځمکپوه سکاټ منتجومري چې د افغانستان منابعو په اړه یې پراخه مطالعات کړي وايي چې افغانستان حداقل له ۷ تر ۱۰ کلونو پورې په لویه کچه کان کیندنې ته اړتیا لري څو دغه معدنونه د عاید لویه سرچېنه شي.

د افغانستان تر ځمکو لاندې څه دي؟

په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې شوروي اتحاد او ختيځ اروپايي اتحاد د افغانستان د جیولوژیکي سرچینو په اړه پراخه مطالعات وکړل. خو د څلور لسیزو جګړو له کبله دغه طبیعي منابع د ځمکو لاندې خښ پاتې شول.

په ۲۰۱۰ز کال کې د امریکا جیولوژیکي سروی او د افغانستان جیولوژیکي سروی په ګډه د افغانستان د معادنو په اړه مطالعات وکړل. د دغه مطالعاتو په ترڅ کې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوي وو ۲۴ د ګټو ځانګړي ساحې په نښه کړای شوی.

قیمتي فلزات

په فلزاتو کې وسپنه تر ټولو زیاته په افغانستان کې پیدا کیږي. د جیولوژیستانو د اندازو مطابق افغانستان ۲.۲ میلیارده ټنه وسپنه لري. د حاجیګګ کان چې په بامیان ولایت کې موقعیت لري په سیمه کې تر ټولو لوی د وسپنې منبع ده. د حاجیګک کان ۱.۷ میلیارده ټنه های ګريډ معدني تیږي لري چې ۶۳-۶۹ پورې وسپنه ده. دا په دې معنا چې د افغانستان له وسپنې د ایفل ټاور په څېر ۲لکه نور ټاروونه جوړیدلای شي. د پاریس ایفل ټاور چې ۳۲۴ متره لوړ دی په ۱۸۸۹ز کال کې د ۷۳۰۰ ټنه وسپنې څخه جوړ شوی دی.

همدا راز افغانستان ۱۸۳ میلیونه ټنه المونیمو ذخایر لري چې په کندهار او بدخشان ولایتونو کې موندل کیږي. المونیم تر وسپنې وروسته دوهم فلزي مواد دي چې په نړۍ کې ډير استفاده کیږي.

افغانستان د ۲،۶۹۸ کیلوګرام سره زرو ذخایر هم لري چې د بدخشان څخه تر تخار او له غزني څخه تر زابل سیمو کې موندل کیږي. دغه سره زرو څخه ۳لکه د سرو زرو سکې چې هره یوه سکه ۸ ګرامه وزن ولري جوړیږي.

ساختماني مواد

افغانستان د نړۍ اتم غرنی هیواد دی چې ډيرو برخو ته یې لاسرسی ستونزمن دی. د افغانستان په غرونو کې بیلابیل منرالونه او تیږې لکه ماربل (مرمر)، شوکاڼي او داسې نور چې په ساختماني چارو کې استفاده کې موندل کیږي.

ماربل یا مرمر تیږې په معمارۍ او مجسمه سازۍ کې استفاده کیږي او افغانستان د ۱.۳ میلیارده ټنه په اندازه د ساختمان لپاره ښکلې تیږې لري. ننګرهار ولایت د شوکاڼي مرکز دی چې په سیمه کې تر ټولو ډير اړتیا ورته لیدل کیږي.

صعنتي منرالونه

افغانستان ۱.۴ میلیونه ټنه نادر منرالونه لکه لیتیم لري چې په بیتریو کې استفاده کیږي. د لیتیم تر ټولو لویه ذخیره په د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې ده. همدا راز افغانستان باریت لري چې په عمومي ډول د تیلو او ګاز د استخراج لپاره استفاده کیږي.

صادرات او تجارتي شریکان

په ۲۰۱۹ز کال کې افغانستان ټول صادرات ۲.۲۴ میلیارده ډالر و. افغانستان د یو میلیارد ډالرو په اندازه قیمتي فلزات، جواهرات او غمي صادر کړي چې د ټولو صادراتو ۴۵ سلنه کیږي. همدا راز وچه میوه او نور میوه جات ۵۳۸ میلیونه ډالرو په انداز صادر کړي چې د ټولو صادراتو ۲۴ سلنه کیږي. افغانستان د ۱۷۷ میلیونه ډالرو په انداز سبزیجات صادر کړي دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې افغانستان ۹۰ سلنه صادرات درې هیوادونو ته درلودل: عربي امارت (۴۵ سلنه صادرات)؛ پاکستان (۲۴ سلنه صادرات) او هند (۲۲ سلنه صادرات).

دا چې افغانستان به له دغو طبیعي منابعو څه ډول او څه استفاده وکړي دا په تاریخي لحاظ د افغانستان د حکومتونو لپاره لوی چیلینج پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

د هیواد لږ پیدا کیدونکي معدنیاتو استخراج او پلور د کور د کوربچو، دروازو، کلکینانو او هغه خاوري پلور په معنا دی چي د کور وګړي خپل خواړه پکښي کري. داسي ښکاري لکه د نوې کابنه چي د آی ایس آی د صاحبمنصبانو او د هغوئ د بادارانو د سخت فشار لاندي وي چي ژر کوئ نغدي راته پیدا کړئ. چي د فیض حمید په زور وزارت ته رسیږي، خپل هیواد به هم د سیاسي صیغې لپاره سینګاروي. دا دوې خبري سره تړلي دي. ډیر ژر به افغانان هم د پس پاته افریقایي هیوادونو د وګړو په سرنوشت اخته سي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x