افغانستان

کابل کې اعتراضونه: د افغانستان کنګل شوې اسعاري زیرمې دې بېرته خلاصې شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل سلګونه ښاریانو نن د جمعې په ورځ په یوه لاریون کې د امریکا له متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوي اسعاري زیرمې بېرته خلاصې کړي.

دغه لاریون نن د جمعې تر لمونځ وروسته د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په نوم تنظیم له خوا برابر شوی و او د کابل امنیه قومندانۍ او استخباراتو لوی ریاست یې امنیت نیولی و.

د نجم رئیس لاریون ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان کنګل شوو اسعاري زیرمو کې ۳ میلیارده ډالر د افغانستان د سوداګرو دي او که دغه پیسې له کنګل توب ونه ویستل شي یو لوی اقتصادي بحران به رامنځته شي.

هغه وویل چې دوی په امریکا او نړیواله ټولنه غږ کوي چې د افغانستان د خلکو سره له دښمنۍ لاس واخلي ځکه د افغانستان خلک په خپله عقیده او ارزښتونو ولاړ دي.

نوموړي په نړیوال بانک، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه غږ وکړ چې له افغانستان سره د پخوا په څېر خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پر دې سربېره ځينو لاریون کوونکو وویل چې، کنګل شوي زیرمې د طالبانو نه بلکې بلکې د افغانستان د خلکو دي او باید دغه پیسې بېرته راخلاصې شي ترڅو په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ مخه ونيول شي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د افغانستان بانک شاوخوا ۹.۴ میلیارده اسعاري زیرمې کنګل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

ولاکه چي دا خلګ څنګه راووتل؟ موږ بیا خپله د اسلامي امارت څخه یو شمیر غوښتني لرو او په اړه یې غواړو مظاهره وکړو. خو د چارواکو څخه فوق العاده اجازه ځکه نه اخلو (ولو چي اجازه راکولو ته دوئ اماده هم وي) چي دا ظلم دی چي د یوې معلومي رسمي پروسې پرته د دولت لخوا دا امتیاز راکړل سي. د افغانستان د ۳۹ ملیونه افغانانو په حق کي جفاء ده. دا مظاهره چیان ټوله د لمړۍ درجې خودخواه او ظالم خلګ دي چي پر سړک راوتلو سره یې د ملت ګډ ثروت څخه سوء استفاده کړې ده. د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x