نړۍ

دحجاب داغوستلو له کبله یوه مسلمانه زدکونکي له امتحان ورکولو څخه بي برخي شوه

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۵) یوي اسپانوي ورځپاڼي مینوتوس۲۰ خبرنشرکړی دي، وایی یوه مسلمانه زدکونکي چي عمریی د۱۴کلنو په شاواخواکی وو، داسپانیی په پلازمینه مډریډ کي ددی لپاره د ازمویني له خوني څخه وایستل شوه چی حجاب یی په تن کړی وو، سرچیني وایی کله چی دغه زدکونکي دامتحان وصالون ته ننتوله نوداستاذانو له لوري یی مخه ونیول شوه اوله نوموړي څخه غوښتنه وشوه چي حجاب دی لري کړي، خوزدکونکی دحجاب له لیري کولو څخه ډډه وکړه.

ورځپاڼه وړاندي لیکی یو وکیل چی ایفان خیمینز ایبار نومیږي، اوپه اسپانیه کی دمسلمانانو ښځو دحجاب لپاره کارکوی اوپه دغو قضییو کی تريوځایه پوري ښه مهارت هم لري، چي دوه کاله مخکی یی دیوي مغربي الاصلي مسلماني زدکونکی دحجاب ددفاع مسؤلیت په غاړه اخیستي وو، دغه مغربي زدکونکی چی نجوای نومیدله هم په ورته پیښه کی له زدکړی څخه بی برخه شوی وو، چی وروسته ورته بیرته ترهغو پوري چي دزدکړي دټولني له لوري دنوموړي په اړه کومه فیصله صادریږي وزدکړي ته ددوام ورکولو اجازه ورکړل شوی وه چي تراوسه پوري دحجاب په صورت کی خپلي زدکړی په مخ بیایی.

سرچیني وایی کومه زدکونکي چی تیره ورځ دحجاب داغوستلو له کبله دامتحان له صالون څخه ایستل شوی وه، داسپانیی تابعیت لري، اوپلاریی ددسبته دښاراوسیدونکی دي، که څه هم دنوموړي زدکونکی موردحجاب اغوستل نه مراعاتوي، ویل کیږي دغی زدکونکی له تیرو څو میاشتو راپدی خوا دحجاب اغوستل لازمی ګرزولي دي، دزدکونکي کورنی له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل نوموړی چا ودی  ته اړکړی نه دی چي دحجاب مراعات دي وکړي بلکه خپله یی دي ته مخ کړه چي باید محجبه وي.

دزدکونکی پلار وویل کله چي تیره ورځ زما لور دامتحان لپاره ښونځی ته ورغله دښونځي په دروازه کی دحساب داستاذ له لوري ودرول شوه، اوورڅخه یی غوښتنه وکړه چي حجاب دي لري کړي اوبیا دی ښونځی ته داخله شي، خوزدکونکي دحجاب دلیري کولوپه مقابل کی دامتحان پریښودل غوره کړه اوبغیرله امتحان څخه له ښونځی څخه بیرته دکورپه لورستنه شوه.

دمحجبي زدکونکي وکیل له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل زدکونکي کومه خطاء نه ده کړی اونه یی هم کومه قانوني تیروتنه کړی ده، نوموړی زیاته کړه زدکونکي عادی اسلامي جامی اغوستي دي، مخ یی ښکاره دی یواځي غوږونه اوسریی پټ کړی دي، چي داعمل کوم غیرقانوني عمل نه دي.

خواړونده استاذانو زیاته کړه نه داسی نه ده، ولي زدکونکی خپل غوږونه پټ کړي دی کیدای شي ترپرده لاندی یی له غوږو سره کومه برقي اله ځاي پرځای کړی وي ترڅو دامتحان پروخت دنقل کولو لپاره استفاده ورڅخه وکړي، استاذانو وویل دارنګه جاموته  مونږحجاب وایو او ورته اجازه نه شوی ورکولای چی امتحان کی برخه واخلي.

خو دزدکونکي وکیل بیاهم پردغه خبره ټینګارکوی، وایی کومه جامه چي دزدکونکی په تن وه حجاب نه بلکه یوعادي اسلامي لباس دی چي ډیری مسلمانان یی په تن کوي اودغه جامه داسپانیی هیواد له لوري دحجاب کولو مخالف قانون سره په ټکرکی نه لویږي.

دښونځي استاذان بیاټینګارکوی مسلماني زدکونکي نشي کولای چی هیڅ ډول حجاب په تن کی که څه دهغومخونه ښکاره اوپه پیژندلو کی یی کوم مشکل نه وي.

دزدکونی مدافع وکیل بیا وایی دابه دومره لویه خبره نه وی، کوښښ کوم چی دغه مسله هم دمغربی زدکونکي نجوای په څیرډیرژر حل شي،زدکونکی ته یی ویلي ترڅو چی دمسلي حل راوزي خپلو زدکړو ته دی له حجابه سره دوام ورکړی.

نوموړي زیاته کړه مهه دانه ده چي نن ولي دغه زدکونکي دحجاپ په صورت کی له ښونځي څخه جواب شوه، بلکه دامهمه او اړینه ده چي مسلمانان باید خپل حقوق وپیژني اوله هغوی څخه دفاع وکړي.

بخت الرحمن بخت       (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x