افغانستان

امریکا له افغانستان سره مالي معاملاتو ته مشروطه اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا متحده ایالاتو نړیوال مالي سازمانونو ته مشروطه اجازه ورکړې چې له افغانستان سره مالي معاملات ترسره کړي.

د امریکا خزانې وزارت نن د جمعې په ورځ دوه جوازونه صادر کړي چې د لومړي له مخې د امریکا حکومت، غیردولتي مؤسسات او نړیوال سازمانونو لکه نړیوال بانک، آسیایې پراختیایې بانک، اسلامي پراختیا بانک او داسې نورو ته اجازه ورکړې چې له افغانستان سره مالي معاملات ترسره کړي.

دوهم جواز کې غذايي توکو، درملو او نورو ضروري توکو د صادرلو لپاره مالي معاملاتو ته اجازه ورکول شوی ده.

دغه جوازونو کې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎نړیوال سازمانونو او مؤسساتو ته اجازه ورکړل شوی چې مالیات، فیس، تعرفې، جوازاتو فیسونه او نور لازم مالي معاملات له افغانستان سره وکړي څو د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسیږي.

همدا راز بهرني مالي اداراتو ته اجازه ورکړل شوی چې خپلې بشري مرستې جاري وساتي او غذايي توکي، درمل، طبي خدمات خلکو ته ورسوي.

د خزانې وزارت ویلي چې امریکا له مالي ادارتو، غیردولتي مؤسساتو او نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار کوي تر څو زراعتي توکي، درمل او نور منابع افغانستان ته لاړ شي خو په طالبانو به بندیزونه لا هم ثابت پاتې وي.

دا په داسې حال کې چې نن په کابل کې سلګونه افغانانو په یوه لاریون کې د امریکا له حکومت وغوښتل چې د افغانستان بانک اسعاري زیرې له کنګل خلاصې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی !!! د امریکا متحده اضلاع د اسراییلو په شان یو غصب شوی هیواد دی دوه نیم سوه کاله عمر لری ، اصلا د بریتش انډیا په شان د انګریزانو یو مستعمره هیواد دی، توپیر یی د بریتش اندیا سره دا دی چه د هند له لویی وچی په فزیکی ډول وویستل شول مګر امریکا کی برخلاف یی د امریکا اصلی بوخی خلک له منخه یوړل او ډیر کم پاتی دی . مګر دغه غصب شوی یو هیواد د ټولی نړۍ بانکونو ته جواز ورکوی چه د افغانستان د خپلواک هیواد امارت اسلامی سره د انسانی همدردی له مخی مرستی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x