دیني، سیرت او تاریخ

د عمر رضي الله عنه علم او پوهه

حامد افغان

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ستر او بېلګه عدالت تر شا د هغه له ورعې او تقوی سره د هغه علم، نبوغ او حکمت هم و، د هغه پر علمیت رسول الله ﷺ شاهدې ویلې ده، هغه ﷺ فرمایي: ویده وم، (خوب کې) د شیدو لوښی راکړل شو، نو ومې څښلې، ان تر دې چې تنده مې له نوکانو ووتله، بیا مې زیاتې شیدې عمر ته ورکړې، هغوی وویل: یا رسول الله! په څه شي دې تعبیر کړ؟! هغه وفرمایل: په علم سره.

عَنْ ابْن عُمَر قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ أُتِيتُ بِقَدَحِ لَبَنٍ فَشَرِبْتُ مِنْهُ حَتَّى إِنِّي لَأَرَى الرِّيَّ يَخْرُجُ مِنْ أَظْفَارِي ثُمَّ أَعْطَيْتُ فَضْلِي يَعْنِي عُمَرَ قَالُوا فَمَا أَوَّلْتَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ الْعِلْمَ. رواه البخاري

داراز بل حدیث کې راغلي رسول الله ﷺ فرمایي: الله د عمر په ژبه او زړه کې حق ځای کړی دی. ان الله جعل الحق علی لسان عمر وقلبه. رواه أحمد والترمذي

بل حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: تېرو امتونو کې داسې خلک وو چې هغه انبیاء نه وو خو د حق الهام به ورته کیده، که زما امت کې کوم کس هماغسې وي نو هغه به عمر بن الخطاب وي. عن عائشة قالت قال رسول الله ﷺ: قدْ كان يكونُ في الأُمَمِ مُحَدَّثُون فإنْ يَكُ فِي أُمَّتِي أحدٌ فعُمرُ بنُ الخطَّابِ. أخرجه مسلم (2398)، والترمذي (3693)

د عمر رضي الله عنه رایه او نظر دومره قوي او کره و چې مفسرین لیکي پینځلس ځایه د ده د رایې موافق قران نازل شوی دی!، ځینې یې دوه ویشت ځایه ښیي. یعني یوه موضوع کې به رسول الله له صحابه و سره مشوره وکړه، وروسته به د عمر د رایې موافق ایت نازل شو، چې دې ایتونو ته علم التفسیر کې ” موافقات عمر” ویل کیږي. او دا ټولو صحابه و کې د عمر خصوصیت او ځانګړتیا وه! شرح النووي علی ومسلم، مرقاة لملا علي القاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx