افغانستان

د تېر رژیم استازی چې د بندیزونو غوښتونکی دی، د افغانستان په استازیتوب به ملګرو ملتونو ته وینا وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د تېر رژیم استازی غلام محمد اسحق‌زی به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي.

غلام محمد اسحق زی چې د تېر رژیم له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و، پر افغانستان د بندیزونو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت ملګرو ملتونو ته په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دغه سازمان کې د دایمي سفیر په توګه ملګرو ملتونو ته معرفي کړ.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي همدا راز د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د افغانستان په استازيتوب په عمومي اسامبله کې وغږیږي.

خو د عمومي اسامبلې د اصولو له مخې د افغانستان د نوي دایمي سفیر په توګه ټاکل کیدل باید د اعتبار لیکونو اړوند کمېټې له خوا تایید شي او دغه کميټې تر دې دمه د سهیل شاهین په اړه تصمیم نه دی نیولی.

تر هغه چې ملګري ملتونو د اعتبارلیک کميټه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په اړه تصمیم نیسي، د تېر رژیم سفیر غلام محمد اسحاقزی به د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه سازمان کې به د میانمار د دولت په استازیتوب هیڅوک خبرې نه کوي. میانمار کې څو میاشتې وړاندې نظامي کودتا وشوه او منتخب حکومت نسکور شو.

میانمار منتخب او نظامي حکومتونو بيلابیل استازي د دغه هیواد په استازیتوب ملګرو ملتونو ته معرفي کړي دي.

د یادونې وړ ده چې غلامحمد اسحق زي شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له غړو هیوادونو وغوښتل چې د نوي حکومت په چارواکو دې  ټول بندیزونه عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

دا د افغانستان ستونزه نه ده. دا موضوع په ملګرو ملتونو کي د غړیتوب لپاره د منتقي او معقولو معیاراتو پر کامل فقدان باندي دلالت کوي چي د بینه تللي رژیم استازی اوس هم په ملګرو ملتونو کي استازی لري. هغه په ماشومتوب کي مو د جادوګرانو، دیبانو او پیریانو قصې اوریدلې چي یو سر وي په ونه راځړیږي یا تشه کله وي په غار کي پرته وي او خبري کوي. اوس هغه دی دا جادو په رڼو سترګو وینو. نړۍ ورځ تر بلي په کوه قاف باندي بدلیږي.

عبدالواحد اڅګزۍ

اسحازۍ صحیح وایی د(I S I)انتخاب سوی حکومت خولاتراوسه افغانستان په پاکستان کی ندۍ زم کړۍ پاکستان خپل نماینده لری ،ترڅوچه دافغانانودخوښی کابینه نوی جوړه سوی ترهغوباید نه افغانستان په رسمیت وپیژندل سی اونه یی دبلاک سووپیسواختیارد(I S I)وایجنټانوته ورکړل سی.عبدالواحد اڅګزۍ

محمد صالح

د آی ایس آی رئیس پر خپل سر نه وو راغلی چي کابینه اعلان کړي. یو شمیر افغانانو د مداخلې لپاره دعوت کړی وو لکه پخوا چي ځینو انګریزان، روسان او امریکایان دعوت کړي وه. خو بیا هم دا زموږ داخلي موضوع ده د پخواني رژیم مختوری استازی هیڅ حق نلري چي په دې موضوع کي خبره وکړي. د حقانیانو کورنۍ هم ټوله پیژنو او په هغو پوري تړلي کسان هم یو یو معلوم دي. ورسئ پیغورونه ورکړئ، نصیحتونه ورته وکړئ او د کښته طبقې ملاتړي یې په خبر کړئ څو نور هیڅ ولسي رهبر هیڅ بهرني استخباراتو څخه د… نور لوستل »

طاهر ثابت

له تاسو ما دا توقع نلرله. آیاتونه هم وایی او دافغانستان دخلکو دښمنی هم لری. په خلکو رحم وکړه. له خاینینو او مفسدینو سره مه دریږه. ته خو دچمن اڅکزی نه یی؟

محمد صالح

ثابت صاحب د چمن د اڅکزي جواب مي ویلی دی، خو حق د خدای نوم دی. پر حققت باید سترګي پټي نه کړو. د اصلاحاتو ملاتړي باید واوسیږو. اوس د نظام سر دی. دا به نه وایو هر څه موقت دي، مهم نه دي. په نن و په سبا کي چي هر څه کیږي، دا د راتلونکي نسلونو لپاره دود پاته کیږي. باید ډیر پاخه ګامونه پورته کړو. باید داسي نظام تاسیس کړو چي په هغه کي وزیر فقط یو خواریکښه په کار پوه مزدور وي. د تصامیمو واک د داسي شوراوو په لاس کي وي چي هر غړی یې… نور لوستل »

طاهر ثابت

وروره داصلاح لپاره هر نقد حق دی. هغه که دطالبانو په بدنامی تمامیږی نو دوی باید اول په هغه فکر وکړی. او باید دعمری امارت په توګه هر انتقاد په ورینه ټنډه ومنی او جواب یی.
آڅکزی سیب دداسی ملی خاین دفاع کړی چه هغه طالبانو ته اصلاح نه ورښیی بلکه هغه له افغانانو نه استقلال اخلی او کفری فشار ته ادامه ورکوی. دا فشارونه به طالبان اصلاح نکړی خو افغانستان به نور هم خوار او وشرموی. افغانستان له طالبانو پورته دی. دافغانستان دضعف خبره باید هیڅ ونه منو.

ځیرک څارونکی

اڅکزی صاحب الله دې هدایت درته وکړی له ځانه دې هم ملا، هم ډم او هم دیموکرات جوړ کړی. هم دا کوی هم هغه له الله وډار شه لږ نور د افغانستان د خلکو په حال رحم وکړه او له تیر نه عبرت واخله.

ګل احمد

وایي چي یو لیونی وو. هر ځای به یې داغه دعا کول چي خدایه د ټولي نوۍ د نارینه وو نارینه توب ور ختم کړې. یو چا پوښتنه ځني وکړل چي که دا کار وسي تا ته به څه ګټه ورسیږي. لیوني ورته وویل چي د ټولي نړۍ ښځي به په ما پسې وي چي واده راسره وکړه او زه به و یوې جګي وني ته وخیژم او ورته وبه وایم چي ولاکه د یوې سره هم واده وکړم. نو اوس د پخواني رژیم استازي ته به د افغانستان پر حکومت باندي د نړیوالو بندیزونو څه ګټه ورسیږي. په دې… نور لوستل »

طاهر ثابت

چین او روسیه غربیانو نه وه پیژندلی. طالبان باید ورته اهمیت ورنکړی. شکسته دولتونه به هر زور وازمویی. دهغوی مزدوران او افغانی باغیان هر دروغ او رښتیا ووایی. که طالبان استقلال لری نو باید ټول هغه دولتونه چه شرطونه ږدی هغه خپل دښمنان وبولی.
طالبان باید جدی وی. په هر شرط خبری کول د رسمیت له پیژندو وروسته باید وکړی. دنه رسمیت پیژندلو په صورت کی ټولی هغه وعدی چه یی کړی هغه ملغی اعلان کړی.

طاهر ثابت

دا کس ډیر دامریکایانو غلام پاتی سوی او کم وخت یی دافغانستان په خیر خبری کړی دی.

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx