افغانستاننړۍ

عمران خان: نړیوال باید د افغان ولس په خاطر د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې له بشري ناورین څخه د مخنیوي او افغان ولس په خاطر د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي ناستې د ویډیو لینک له لارې کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د ګډوډۍ، ترهګرۍ د مخنیوي او باثباته دولت رامنځته کولو لپاره نړیوالو ته پکار ده د افغانستان اوسنی نظام قوي او مستحکم کړي.

عمران خان د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان د روان وضعیت، د کشمیر لانجې، په لویدیځ کې د اسلام ضد حرکت(اسلام فوبیا)، د هندوستان لخوا د بشري حقونو پراخه سرغړونو، د  موسمي بدلون د ننګونو او کرونا وبا په ګډون یو شمېر موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

د یو شمېر امریکایي او اروپايي سیاستوالو له لوري په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه په پاکستان د تورونو په ځواب کې عمران خان ویلي، چې د سپتمبر د یوولسمې له  پېښې وروسته د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې له افغانستان نه وروسته تر ټولو زیات زیان پاکستان ګاللی دی. نوموړي ادعا کړې چې په دغه جګړه کې ۸۰ زره پاکستانیان مړه شوي، د هېواد اقتصاد یې ۱۱۵۰ اربه ډالره زیان موندلی او ۳۵ لکه پاکستانیان د لنډ وخت لپاره بېځایه شوي وو. «خان» په پوښتونکي ډول ویلي، ولې داسې وشو؟ ځکه دده په باور په ۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان د شوروي یرغل پرمهال د جګړې د لومړۍ کرښې هېواد ؤ.

د هغه په خبره هغه وخت کې پاکستان او امریکا د افغانستان د «آزادۍ» لپاره د پخوانیو مجاهدینو ډلو ته پوځي روزنه ورکړه، په دغو مجاهدینو کې القاعده او مختلف نړیوال ګروپونه شامل وو، ځکه هغه وخت افغان مجاهدین قهرمانان بلل کیدل.

په ۱۹۸۳م کال کې د ولسمشر رونالډ ریګن لخوا امریکا ته د مجاهدینو د مشرانو د وربللو او هغوی ته د امریکا د «بنسټګرو» موضوع په اشارې عمران خان ویلي، چې په ۱۹۸۹م کال کې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته امریکا افغانستان ته شا وګرځوله، پاکستان یې له ۵ ملیونه مهاجرینو او مذهبي مسلحو ډلو سره یوازې پرېښوده؛ خو د نوموړي په خبره تر ټولو بد وخت لا هغه ؤ چې امریکا په پاکستان بندیزونه ولګول او داسې برېښېده لکه پاکستان چې «استعمال» شوی وي.

د یوولسم ستمبر له پېښې وروسته «خان» ویلي، چې امریکا یوځل بیا د پاکستان ضرورت محسوس کړ، ځکه د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې په افغانستان یرغل کولو او دا کار د پاکستان له لوجیستکي همکارۍ پرته ممکن نه ؤ. خو په همدې وخت کې هغه مجاهدین چې مونږ تربیه کړي وو، د بهرنیانو پرضد جګړه کې زمونږ په خلاف ودرېدل او له بهرنیانو سره د ملګرتیا په وجه یې زمونږ پر وړاندې د «جهاد» اعلان وکړ او پاکستان په یوه تپل شوې جګړه کې ښکېل شو، چې زیانونه یې ټولو ته معلوم دي.

عمران خان د خپلو خبرو په دوام نړیوالې ټولنې باندې یوځل بیا غږ کړی چې د غیر مستحکم او ګډوډۍ څخه متأثر افغانستان پرځای باید د اوسني نظام ملاتړ وکړي، ځکه په خبره یې په دې سره به افغانستان کې پایداره امن او ثبات راشي او هم به افغانان له بشري ناورین څخه وژغورل شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران په داسې مهال له نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکوي، چې تردې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی  او له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه یې غوښتي چې خپلې بشري مرستې لازیاتې کړي او د افغانانو ژوند وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د ظالم عمر لند وی

اسلامی امارت تر امریکی زیات باید د پاکستان سره احتیاط وکری. پاکستان د افغانستانی سخترین دوشمن دی. تاسو یی عام اولس ته مه گوری حکومت یی د افغان وینه چیشی د انگریز روزلی دی، داسی بی دینه جنرالان لری چی اصلا اسلام نه منی.
طالبان دی کوشش وکری خپل استخبارات خصوصا د پاکستان په مقابل کی دیر قوی اودقیق کری

د ظالم عمر لند وی

پاکستان به د خپلو گتو لپاره لاندی خلگ یا شهیدان کری یا به داسی موادو ورته تزریق کری چی نورمال نه وی یا به یی حد اقل دیر بی واکه کری. نو طالبانو مشران باید خبر سی چی محتاطه و اوسی.

ملا برادر، مولوی یعقوب، ملا فاضل، صدر ابراهیم، ملا ذاکر، مولوی خیر خواه، محمد حسن اخندزاده

Sayed

نړيوال بايد د پاکستان د دوه مخۍ د مخنيوۍ لپاره د پاکستاني طالبانو له تحريک سره مرسته وکړي چې دغه دوه مخی لوبه کوونکی په دولتي کچه ترهګر هېواد راقابو کړي. په پاکستان کې هم يو سوچه اسلامي شرعي نظام په کار دی چې رامينځته شي چې لږ تر لږه خو د هيرا منډي د بدکارۍ مرکز وتړل شي. نړۍ بايد بيا د تحريک طالبان پاکستان اسلامي شرعي حکومت ژر په رسميت وپېژني چې دا يې ډېره ښه او غوره لار ده. له دې پرته په ګرده نړۍ په تېره بيا په سيمه او ګاونډ کې امن نه شي راتلی.… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x