ورزش

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې بنګلاديش ته څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د بنګلاديش نولس کلنو لوبډلې ته په يوازينۍ څلور ورځنۍ لوبه کې د ۴ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې چې يو ورځنی سيريز يې په ۳-۲ توپير وبايللو، ياده لوبه کې په زړه پورې کارکردګي وښوده او په څلورمه ورځ يې بنګلاديش ته ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې له لوري بلال سعيدي په لومړۍ پاڼۍ کې غوره سليزه ووهله او ۱۱۴ منډې جوړې کړې، نوموړي ۱۲ څلوريزې او يوه شپږيزه هم وهلې دي. دغه راز بلال سميع او اظهار الحق لوبه کې ۸-۸ ويکټې واخيستې.

په څلور ورځنۍ لوبه کې د بنګلاديش ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۲ منډې وکړې په ځواب کې د بلال سعيدي د سليزې او کامران هوتک د نيمه سليزې په مرسته افغان لوبډلې په ټولو لوبغاړو سوځېدلو ۲۸۱ منډې وکړې.

په دوهمه پاڼۍ کې يو ځل بيا بنګلاديش ۲۲۸ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه. ياد هدف افغان ځوانانو د ۳ ويکټو په توپير بشپړ کړ چې بلال سعيدي په کې يو ځل بيا نيمه سليزه ووهله.

په دې سره بنګلاديش کې د افغان نولس کلنو ځوانانو سفر پای ته ورسېد، چې لوبډله به ډير ژر هېواد ته راستنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx