نظــر

د اسلامي امارت ویاند د عبدالله بن حذافه رضي الله عنه په پله پل کیښود

مولوي عبدالرقیب رقیب

د صحابه کرامو یوه ډله غزات د رومیانو سره بندیان شول، پاچا ورته وویل چې له اسلام نه تیر شئ. خو دوی استقامت غوره کړ.
پاچا په ایشیدلو تیلو کې د دوی مخکي یو صحابي واچول پکي وریت شو.. بیا بل.. بیا یې د دوی مشر عبدالله بن حذافه ورته وړاندي کړ خو د عبدالله په سترګو کې اوښکې وځلیدې؛ باچا ګومان وکړ چې ګني ویرې واخیست شاید له دریځ ته په شا شي؛ ورته یې وویل که غواړې له اسلام نه لاس واخلې ژوندی به دې پریږدو. عبدالله ورته وفرمایل ارمان راته ودرید چې کاش دومره ساګانې مې لرلای لکه په بدن مې چې ویښتان دي او د الله په لاره کې مې ټولې ساګاني په دې جوش تیلو کې ختلې وای!

رومي باچا نا امیده شو او ورته یې وویل که زما ټنډه ښکل کړه ژوندی دې پریږدم. عبدالله وویل زما ملګري هم؟! ول ستا ملګري هم پریږدم. عبدالله هماغه پاچا په ټنډه ښکول کړ او ملګري یې له هیبت‌ناک مرګ نه وژغورل.

نن مې د سلفو دغه قرباني د اسلامي امارت د ویاند م.ذ.م. له یوې مرکې سره را یاده شوه. د شمشاد تلویزون یوې لوچکې خبریالې له م.ذ.م. سره په داسې شکل مرکه کړې ده چې د اسلامیت او افغانیت پولې یې نړولې دي؛ په اسلام کې د ښځې سر او غاړه عورت ده خو د شمشاد ناترسه په لوڅ عورت ناسته ده. په افغانانو کې دود ده چې د پردۍو په وړاندې خپل مخ او لاسونه پټوي خو دا خبریاله همداسي بې خاره ناسته ده لکه د ښځینه‌و په مجلس کې چې ناسته وي آن خارجي لادینه ښځې هم د م.ذ.م. په وړاندي خپل سرونه پټوي خو دغې خبریالې د هغوی په څیر جعلي حیاء هم نه ده مراعت کړې؛ د خبریالې هدف دا دی چې م.ذ.م. یې له مرکې انکار وکړي او دوی یې جهان ته ډنډوره کړي چې دا دی ط.ن له ښځو سره آن مرکه هم نه مني ترڅو جهان په افغانستان باندي بندیزونه وضع کړي، اوبه خړې شي او دوی پکې خپل فاسد هدف ته ورسیږي.

خبریالې د هیواد په حالاتو د م.ذ.م. زړه‌سوی د هغه د ضعف نقطه ګڼلی ده؛ په لوڅ سر، سرو شونډو ورته په ناز ناز غږیږي، له ورایه ښکاري چې د م.ذ.م. په احساساتو لوبي کوي!!

خو مجاهد د عبدالله غوندې قرباني ورکړې په خجولانه انداز د هغې سره خبرې کوي او د شل‌کلن یرغل نه راوتلي،فکري جګړې ځپلي ولس د پوهاوي او قناعت لپاره په خپل وجدان پښه ږدي او د دغسې ناترسه ظالمانو سره د مرکې وړاندیز مني…

عبدالله بن حذافه چې کله پلازمینې ته راځي د وخت أمیر المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه یې په حق کې فرمایې : «په ټولو مؤمنانو لازمه ده چې د عبدالله ټنډه ښکول کړي او پیل یې زه کوم».

د م.ذ.م. د دغسي قربانۍ انداز معلومول کامل ایمان غواړي چې متأسانه په ډیرو کې نه‌شته؛کنه اوس به ټولو د م.ذ.م. د دغې قربانۍ په خاطر د هغه سره غمرازي اظهار کړې وه…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

مولوي صاحب عبدالرقیب رقیب صاحب د خلکو ناوړه اعمالو ته بهانې او حیلې مه جوړوه او له صحابوو سره یې مه تشبیه کوه وروره دغه ډېره لویه اشتباه ده چې د نن زمانې یو تن او د هغه یو اشتباه کار د صحابوو رضوان الله علیهم اجمین له کړنو سره تشبیه شي ګرانه وروره پکار داوو چې ذبیح الله مجاهد له خبرو څخه د مخه ورته ویلي وی چې سردې پټ کړه او یایی د چاپه واسطه ورته ویلي وی او نورې مختلفې لارې وې نه دغه انجلی د رومیانو پاچادی او نه هم ذبیح الله مجاهد صحابی او دالومړی… نور لوستل »

شالو

عبدالله بن حذافه رض قربانی!!! رازی مبالغه او خیاطی ته د پای ټکی کیژدو. رازی د سلمان فارسی صیب سنت ژوندی کړو چه د عمر فاروق رض نه یی وضاحت غوشت، رازی د سلفو د انتقاد طریقه ژوندی کړو. یارانو زه خو ډاریژم چه خبره بل طرف ته لاړه نشی. د خلک د بیکاری او لوژی نه د ماتیدو په حال که دی، اوس چه کوم ترتیب روان دی د بین المللی ټولنی او خللکو د غوشتنی سره چندان اړخ نلګوی. لوړپوړی یاران سختی کا، و الله اعلم

ځیرک څارونکی

د افغانستان اسلامی امارت له مسئولینو نه مو خواهش دی چی نور ډیر زیات له مصلحت اندیشی نه لاس واخلی او په ټولو کور دننه رسنیو دې اسلامی شرعی چوکاټ مراعت کړی، که له دود یا دستور نه په اوسنیو شرایطو کې او یا په راتلونکی کې د مصلحت پخاطر تیریږی کومه خبره نشته اما له شریعت نه هیڅکله هم باید تیر نشی او دا باید نوره خپله سره کرښه وګرځوی کنی ښی پایلی به ونلری. زه خو وایم دا زمونږ ځینی بیغرته پښتانه دې حد اقل د شیعه ګانو له تلویزنونو لکه تمدن، راه فردا د محقق او نګاه… نور لوستل »

ملا جانان

لمړی خو پورته ذکر سوې واقعه موضوعي راته ښکاري ځکه چي په مستندو تاریخونو کي نه ده ذکر سوې دوهم چي زبیح الله مجاهد د یوې لوڅ مخي خبریالي سره انټروې کوي، هیڅ یو مثبت ټکی پکښي نسته. پاته سول دا غوړه مالان. بېعقل چارواکي د دوئ په غوړو خبرو او بې ځایه صفتونو باندي غولیږي او یوه اشتباه څو څو ځله تکراروي تر څو ولس یې پر ضد راپورته سي. هوښیار چارواکي د پوهانو رایي ته اعتبار ورکوي ولو چي نظر یې منفي هم وي. ډیر بد کار یې کړی دی چي د پردۍ نامحرمي ښځي سره داسي ناست… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

محترم رقیب صاحب قیاس مو قیاس مع الفارق او حیله مو غیر شرعی حیله ده.

عبدالرقیب

د الله تعالی ج پرته هیڅ مرجع د حیلې په زریعه د شرعي امر شدت ته کمښت یا زیادښت ورکولو واک نه لري، دا داغسي خبره ده لکه څوک چي ووایي مشروع شراب یا نامشروع شراب، حرام نایټکلب یا حلال نایټ کلب. په قرآن مجید کي د حضرت ایوب علیه سلام لپاره الله تعالی ج هغه مهال حیله را وایستل چي کله ده نظر منلی وو چي روغ سي نو خپله مومنه او خدمتي میرمن به ۴۰ درې وهي. کله چي صحتیاب سو او پوه سو چي میرمن یې بې قصوره وه نو الله تعالی ج نظر داسي پر اسانه… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

محترمه پدی لینک کې معلومات لږ په غور ولولی ګوندی سترګی مو لږ خلاصی شی او زما په مطلب صحیح پوه شی چی زما منظور څه دی.
الحيل والمخارج الشرعية (alukah.net)

محمد

د طالبانو سره د مینې یوه مهمه وجه دا هم ده چې دوی هېواد د بهرنیو او کورنیو اشغالګرو او لنډغرو څخه پاک کړ. دا یوه ډېره لویه چاره وه چې فکر کوم د بل چا په وس او توان کې نه وه. اوس به راشو چې تر دې وروسته طالبان د یوې ډېرې لویې ننګونې سره مخ دي چې که خدای(ج) مکړه ناکام شي، دا به ډېره لویه غمیزه جوړه کړي او لنډغر به بېرته راستانه شي. په اوس کې دې په وړو وړو خبرو پسې نه ګرځي او د مولوي صاحب زاهد لیکنه او غوښتنه ډېره پرځای ده.… نور لوستل »

طاهر ثابت

زه خو حیران په دی یم چه پښتانه هم دبی سترو ښځو دفاع کوی. ما هغه ولیدله او دیوی دقیقی وروسته می بنده کړه چه هغی بی ستره جنی ته عصبی سوم. دا ښځی پښتو وایی خو مغز یی امریکایی دی.

طاهر ثابت

دامارت خلک باید دعورت پټولو شرط کیږدی. که دوی اجازه ورکړی او یا نه مزدوری جنکیانی به یی دویزا لپاره استعمال کړی. هغوی باید بی تفاوته وی.

محمد

نو چې داسې ده، دا وړۍ به شړۍ نشي.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x